په بلخ کې د سوداګرو ښځو فعالیت ۵۰ سلنه کم شوی
د شمال د سوداګرۍ او صنایعو خونې مسئولان وايي چې د قرنطین د بندیزونو له بشپړ ختمېدو سره سره بیا هم په بلخ ولایت کې د ښځو سوداګریز فعالیت فلج شوی دی.
د شمال د سوداګرۍ او صنایعو خونې مسئولان وايي چې د قرنطین د بندیزونو له بشپړ ختمېدو سره سره بیا هم په بلخ ولایت کې د ښځو سوداګریز فعالیت فلج شوی دی.
د کانونو ماهرین وايي، په ناقانونه او غیرمسلکي ډول د کانونو کیندل خطرناک دي، چې د کان کیندونکو ژوند ته هم خطر پېښوي.
د لوکاشینکا ویاندې ناتالي ایسمانت د اګست په دوهمه نېټه وویل چې لوکاشینکا به د اګست په څلورمه نېټه پارلمان ته وینا وکړي.
میکلن بورګ ورپومیرن د جرمني له شپاړسو ایالتونو لومړی دی چې د مارچ میاشتې راهیسې د کرونا ویروس له خپرېدو وروسته یې ښوونځي پرانیستي.
طارق ارین ازادي راډیو ته وویل، طالبانو د اختر په درې ورځو کې ۳۸ ځلې اوربند نقض کړی دی.
له نړیوال فضايي تمځي څخه، دوه امریکايي ستورمزلي د سپېس ایکس کمپنۍ په ډراګون کپسول کې د فلوریدا ایالت ساحلو ته څېرمه راښکته شول.
چارواکو تر اوسه د ننګرهار پر عمومي محبس برید کې د 29 کسانو وژل کیدل او لږ تر لږه 50 ټپي کیدل تایید کړي. د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼی وايي په وژل شویو کې ولسي وګړي، سرتیري او زندانیان شامل دي. د خوږیاڼي په وینا اته بریدګر هم له منځه وړل شوي.
د افغانستان حکومت وايي، د ۴۰۰ طالب بندیانو د برخلیک ټاکلو لپاره د مشورتي لویې جرګې جوړېدو ته چمتو دي.
که څه هم په یو شمېر هېوادونو کې دغه ویروس په کمېدو دی، ځینې نور هېوادونه چې دغه ویروس یې مهار کړی، د ویروس د بیا خپرېدو په اړه اندېښنه لري.
د ارزګان د ولایت د کرنې او مالدارۍ ریاست بیا وايي، چې د دغه ولایت د کرنیزو محصولاتو ته د بازر موندنې لپاره هڅې کوي.
د افغانستان د کرنې او مالدارۍ وزارت د معلوماتو له مخې، دې ته په کتو د ختیځو ولایتونو د روان ۱۳۹۹یم کال د شفتالو حاصلات د تېرکال په پرتله لس سلنه زیاته شوې ده.
په سپین بولدک کې د افغان او پاکستاني پوځیانو تر منځ نښته وروسته له هغې وشوه، چې پاکستاني سرتېرو پر هغو پارېدلو اعتراض کوونکو ډزې وکړې چې د چمن-سپین بولدک د دروازې د پرانیستو غوښتنه یې کوله.
په حج کې سږ کال زیارت کوونکو ټولنیز واټن مراعات کړی و او دې چارې لپاره د حج مسؤلینو ښې اسانتیاوې هم برابرې کړې وې.
سرمقاله کې ټینګار شوی چې افغانان هېڅکله د هغو مجرمینو د خوشې کېدو اجازه نهورکوي کوم چې په بشري جنایت کې لاس لري.
خپرونه د چین او هندوستان ترمنځ ترینګلو اړیکو ته اشاره کوي او وايي، هندوستان له لسیزو راهیسې په ایران کې د خپل حضور د پیاوړي کولو هڅه کوي.
ناسا د مې په ۳۱مه د ایلون ماسک کمپنۍ د سپېس اېکس پروژې په همکارۍ دوه ستورمزلي نړیوال فضايي سټېشن ته ولېږل چې لومړی وار و یوه شخصي کمپنۍ فضا ته ستورمزلي استوي.
د موټرسایکل چلولو دا ننداره په جَنوبي دکوتا ایالت کې له پنجشنې پیلېږي او د اګسټ تر ۱۶مې دوام کوي.
د ټولنیزو شبکو یوه افغان فعال عارف احمدي چې په تهران کې اوسي جمعه په خپل فېسبوک له ملت پارکه د هغو خلکو عکسونه خپاره کړي و چې د طالبانو بیرغیې پورته کړی و.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپيو وویل امریکایي کمپنۍ اوس د چین په شین جیانګ کې له اویغوریانو سره له ناوړه چلند خبرې شوي او امریکا هم هغه چینايي کمپنۍ هدف ګرځوي چې په دې ناوړه چلند سترګې پټوي.
د افغانستان چارواکو د طالبانو د ورکړل شوي لېست له مخې یوازې هغه ۴۰۰ طالب بندیان نهدي خوشې کړي چې په خبرهیې جرمي او جنايي دوسیې لري.
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
103news.com — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.
Музыкальные новости