عبدالله د لویې جرګې له غړې سره د فزیکي برخورد د پلټنې غوښتنه وکړه
په ولسي جرګه کې د فراه د خلکو استازې بلقیس روشن چې د سولې مشورتي جرګې غړیتوب هم لري له افغان ولسمشر اشرف غني وغوښتل چې طالبانو ته باج ورنه کړي. روشن تر اعتراض وروسته د جرګې د منتظمینو له فزیکي غبرګون سره مخ شوه او ټېل وهل شوه. د ملي مصالحې عالي شورا رییس عبدالله عبدالله په دې پېښې خپګان وښود.