پروان کې سیلاب ځپلو سره د مرستې په ویش کې د روڼتیا په اړه اندېښنې
په پروان ولایت کې تېره اوونۍ د سختو سیلابونو له کبله شاوخوا ۱۲۰ کسه مړه او ۱۳۲ نور ټپیان شوه.
په پروان ولایت کې تېره اوونۍ د سختو سیلابونو له کبله شاوخوا ۱۲۰ کسه مړه او ۱۳۲ نور ټپیان شوه.
په بلخ کې کورني بې ځایه شوي له بې وزلۍ، وزګارۍ او همدا راز له روغتیايي او تعلیمي محرومیتونو کیسه کوي.
د پلچرخي له زندانه د طالبانو د ۴۷ خوشې شويو بنديانو تصويرونه چې د ازادي راډيو خبريال اخيستي. سرچينو ازادي راډيو ته ويلي چې د طالبانو له پاتې ۳۲۰ بنديانو څه ۴۷يې د پلچرخي له زندانه خوشې شول. خو يوې بلې سرچينې بيا ازادي راډيو ته ويلي کوم طالبان چې نن ماښام خوشې شول شمېر يې ۱۰۰ کسانو ته رسېږي.
نوالني په مشکوک ډول له مسموم کېدو وروسته اوس د برلین په یوه روغتون کې تداوي کېږي.
د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزارت وايي، اسیايي پراختیايي بانک له ټاپي پروژې سره چې ترکمنستان ګاز د افغانستان له لارې پاکستان او هندوستان ته لېږدوي ۱.۱۷ میلیارد ډالره مرسته کړې ده.
د افغانستان د جمهوري ریاست ویاند صدیق صدیقي د دوشنبې په ورځ په دې اړه په یو خبري کنفرانس کې وویل: "د هېواد جمهور رئیس محمد اشرف غني د جلا فرمانونو له لارې د کابینې پاتې غړي په لاندې ترتیب سره د باور رایې اخیستلو لپاره د افغانستان ولسي جرګې ته معرفي کوي."
ظاهراً دا هغه کسان دي چې عبدالله عبدالله وړاندیز کړي دي.
د پاکستان د باندنیو چارو مرستیال وزیر سهیل محمود د سولې او پیوستون لپاره د افغانستان – پاکستان د عمل پلان په پړاویزه غونډه کې د ګډون لپاره د یوه پلاوي په مشرۍ کابل ته راغلی دی.
ټاکل شوې ده چې د ملګروملتو امنیت شورا د پنجشنبې په ورځ د افغانستان په اړه د یوناما په درې میاشتني راپور خبرې وکړي.
محمدحسن هوتک پخوا د مشرانو جرګې انتصابي غړی و.
متحده عربي امارات د خلیج د سیمې لومړنی او د عربي نړۍ دریم هېواد دی چې له اسرائیل سره اړیکې ټینګوي.
په افغانستان کې یو شمېر ځوانان غواړي د نوي یا عصري ټکنالوجۍ لپاره نوي سافټویرونه او اپلېکېشنونه جوړ کړي، خو پوښتنه دا ده چې د دغو سافټویرونو بازار او اړتیا تر کومې کچې دی؟ هیلې اسد دې پوښتنې ته د ځواب موندلو لپاره د سافټویرونو د جوړولو دوو خصوصي کمپنیونو ته ورغلې او دا راپور یې چمتو کړی دی:
د ملي روغې جوړې عالي شورا د دوشنبې په ورځ په یوه خپره کړې اعلامیه لیکلي: "د دې شورا ایجاد د د ملي روغې جوړې د عالي شورا د رئیس له صلاحیتونو څخه دي او د ولسمشرۍ د محترم مقام د فرمان ایجاب نه کوي."
د لوبو له ميدانه د دې اونۍ په خپرونه کې پر بېلابېلو ورزشي موضوعاتو بحث شوی.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند حامد تهذیب وایي، دا ناسته چې په کابل کې جوړه شوه د دواړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزارتونو د معینانو په کچه وه او د دواړو هېوادونو تر منځ د سولې او امنیت لپاره د باور فضا د رامنځته کولو په هدف جوړه شوې.
اوه میاشتې وړاندې د کرونا ویروس د لا خپرېدو د مخنیوي په هدف افغان حکومت په افغانستان کې په هر ډول ورزشي سیالیو بندیز ولګاوه.
د افغانستان په ۱۴ ولایتونو کې د سختو اورښتونو او سیلابونو په دوام د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې په برخه کې د افغان دولت وزارت یو ځل بیا روانه اوونۍ د دغه هېواد په اتو ولایتونو کې د سیلابونو د راوتلو خبره کوي.
امرالله صالح دا خبره له وروستیو سختو سيلابونو وروسته وکړه، چې په څو ولایتونو کې یې مرګ ژوبلې او تاوانونه پېښ کړل.
د پاکستان پوځ ویلي چې دا پېښه پرون هغه مهال وشوه چې پوځیانو د تلاشۍ عملیات کول.
د سعودي عربستان رسمي خبري اژانس وايي چې په بیړۍ کې، چې له لېرې کنټرولېده، چاودېدونکي مواد بار و.
که څه هم په امریکا کې په کرونا ویروس د مړینو شمېر په عمومي ډول کم شوی خو چارواکي وېره لري چې د تعلیمي مرکزونو له پرانیستلو سره به دا ویروس نور هم خپور شي.
د ښاغلي عالمیار له قوله، دوی اوس غواړي چې له یو شمېر ایراني شرکتونو سره د هوکړو په لاسلیک سره، د پاکستان پر ځای ایران سره راکړه ورکړه ولري.
د افغانستان د صنعت کارانو ټولنې مشر شېرباز کمینزاده نن ازادي راډیو ته وویل، د دې شرکت مسئولانو د خپل شرکت جوړ کړي ټرانسپورتي تولیدات نن په ارګ کې د ولسمشر او لومړۍ مېرمن په حضور کې نندارې ته وړاندې کړل.
ټاکل شوې چې ولسمشر ټرمپ کینوشا ښار ته سبا ولاړ شي او هلته د قانون د تنفیذ په اړه له چارواکو سره خبرې وکړې او هم هغه ورانۍ له نژدې وګوري چې د دغو ډزو پر سر د را ولاړو شویو ناکراریو په ترڅ کې دې ښارته رسېدلي دي.
د ارزګان ولایت د چینارتو ولسوالۍ اوسېدونکې وايي، د لارې د تړل کېدو سره هر څه خلاص شوي او که مرکزي ادارې بېړنۍ مرستې ورسره ونه کړي نو زیات شمېر کسان به د ناروغیو او لوږې له امله خپل ژوند له لاس ورکړي.
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
103news.com — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.
Музыкальные новости