Мы в Telegram
Добавить новость
103news.com
Pa.azadiradio.com
Февраль
2021

Новости за 08.02.2021

د تخار چارواکي: د رزمي لوبو یو لوبغاړی وژل شوى

Pa.azadiradio.com 

د تخارامنیتي چارواکي، په دې ولایت کې د رزمي لوبو د یوه لوبغاړي اسلام الدین مبارز د وژلو خبر ورکوي. د دې ولایت د امنیې قومندانۍ ویاند خلیل اسیر د دغې پیښې په اړه ازادي راډیو ته وویل: "ځوان لوبغاړی اسلام الدین، د رستاق ولسوالۍ د دشت آبي د کلي اوسېدونکی و چې نن غرمه مهال له خپله کوره د رستاق ښارته په لاره، د نامعولو وسله والو له خوا په نښه او په شهادت ورسېد."  تراوسه د دغې پېښې مسئولیت چا یا کومې ډلې نه دی اخیستی. د چارواکو په وینا، د ښاغلي مبارز نږدې خپلوانو د اعتراض په توګه د هغه مړی د رستاق... Читать дальше...

په هند کې د سېلابونو له امله د ورکو شويو کسانو پلټنه کېږي

Pa.azadiradio.com 

په هند کې د ژغورنې او مرستې رسونې ډلې د هغو لږترلږه ۱۸۰ کسانو پلټنه کوي، چې پرون له سیلاوه وروسته لادرکه شول. په اتراکنډ ایالت کې وروسته تر دې سېلاب راووت چې د همالیا د غرونو د طبیعي کنګلونو یوه برخه ونړېده. تراوسه په دغې پېښه کې د لږترلږه اتلسو کسانو مړينه تایید شوې خو د دې وېره شته چې د مړوشویو شمېر به له دې زیات وي. د سېلاونو له کبله د اوبو د برښنا یوه پروژه چې کارپرې روان و، ویجاړه شوې او د برښنا د تولید یوه بله دستګا زیانمنه شوې ده. ویل شوي، چې ډېر تري تم شوي کسان د دغو دواړو پروژو کارکونکي دي. Читать дальше...

کورنيو چارو وزارت: د میدان وردګ د امنیه قومندان دنده ځنډول شوې

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي چې د میدان وردګ د امنیه قومندان دنده يې ځنډولې ده.  د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، چې د روانې لمریزې دلوې میاشتې پر لسمه د جمعې په ورځ د میدان وردګ په بهسود ولسوالۍ کې د لاریون پر مهال ۱۱ ملکي وګړي وژل شوي او ۳۱ نور ټپيان شوي دي. د کورنیو چارو وزارت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي: "د کورنیو چارو وزارت پر همدې بنسټ د میدان وردګ د امنیه قوماندان دنده ځنډولې او قضیه یې څارنوالۍ ته سپارل شوې ده،تر څو د قانون په رڼا کې د عدالت په نظر کې نیولو سره موضوع... Читать дальше...



په شمال کې فعالانو د تاوتریخوالي پر کمښت او اوربند ټينګار وکړ

Pa.azadiradio.com 

د قطر په پلازمېنه دوحه کې د افغانستان د اسلامي جمهوريت د پلاوي او د طالبانو ډلې ترمنځ د سولې د خبرو له درېدو وروسته، په شمال زون کې د مدني بنسټونه ټولنې په هېواد کې د تاوتریخوالي د کمېدو او د اوربند د اعلامېدو غوښتنه کړې. په شمال زون کې د مدني بنسټونو ټولنه د افغانستان د سولې په اړه د مذاکراتو د دویم پړاو په بېرته پیلېدو ټینګار کوي. د دغې ټولنې مشر عبدالحمید صفوت د دوشنبې په ورځ ( د دلو ۲۰) له طالبانو وغوښتل چې له هېڅ سیاسي پلمې پرته دې د افغانستان د اسلامي جمهوریت له پلاوي سره د سولې خبرو ته دوام ورکړي. Читать дальше...

چارواکي: په ننګرهار کې د القاعده شبکې د جلب او جذب مسئول نیول شوی

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وایي، د ننګرهار ولایت د سره رود ولسوالۍ په مربوطاتو کې د پولیسو د ځانګړې قطعې د عملیاتو په ترڅ کې د سید کامران په نوم د القاعده شبکې د جلب او جذب مسئول نیول شوی دی. د ننګرهار د والي له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې نوموړی دوه ورځې مخکې نیول شوی او ورسره د یوې تفنګچې په ګډون یو شمېر نور وسایل هم نیول شوي دي. د خبرپاڼې له مخې د القاعده دغه مسئول دوه میاشتې وړاندې له سعودي عربستان څخه ننګرهار ته ورغلی و. د القاعده دغه غړی داسې مهال نیول کېږي،  چې په دې... Читать дальше...

په نړۍ کې د یوه بیرل تېلو بیه له ۶۰ ډالرو اوښتې

Pa.azadiradio.com 

د یوه بیرل تېلو بیه په څه باندې یوه کال کې له ۶۰ ډالرو اوښتې او پانګه وال هیله من دي چې د کرونا د وبا له امله اقتصادي رغونه به د تمې خلاف په چټکۍ پیل شي. د لندن د اومه تېلو په بازار کې نن د یوه بیرل تېلو بیه په سلو کې یو اعشاریه درې زیاته او څه باندې ۶۰ ډالرو ته پورته شوه. دا د تېرکال د جنوري له میاشتې راهیسې لومړی ځل دی چې د تېلو بیه دومره لوړېږي. د چین له خوا له مخکینیو اندازو زیات د تېلو مصرف او هغه اعتماد چې واکسینونو بېرته احیا کړی، د تېلو د بیو د لوړېدو ځينې علتونه بلل شوي دي. په نړۍ... Читать дальше...

په افغانستان کې د پولیو ویروس نوې بڼه خپره شوې

Pa.azadiradio.com 

‎د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د پولیو ویروس د دوهم ‌‌‌‌‌‌ډول د خپرېدو خبره کوي. ‎د دغه وزارت د چارواکو په خبره، تر اوسه په دغه هېواد کې ٣٠٣ پېښې د دغې نوي ‌‌‌‌‌‌ډول په نښه شوي دي. ‎په افغانستان کې لا هم ماشومان د پولیو یا ګوزڼ ویروس د اخته کېدو له ګواښ سره مخ دي. ‎په دغه هېواد کې په ٢٠٢٠ میلادي کال کې د پوليو د ۵۶ پېښو تر ثبتېدو وروسته د عامې روغتیا وزارت د ماشومانو د ګوزڼ د دوهم ‌‌‌‌‌‌ډول د ۳۰۳ پېښو د ثبتېدو خبره کوي. ‎د دغه وزارت سرپرست وحید مجروح نن دوشنبه په کابل کې ولس ته د دولت د... Читать дальше...

بایډن: تر سپټمبره د کرونا ویروس په وړاندې کتلوي معافیت ترلاسه کول ګران دی

Pa.azadiradio.com 

د امریکا ولسمشر جو بایډن وایي، د متحده ایالاتو لپاره به ډېره ګرانه وي چې د سپټمبر تر میاشتې پورې د کرونا ویروس په وړاندې کتلوي معافیت ترلاسه کړي. بایډن له سي بي اېس نیوز سره په مرکه کې چې پرون خپره شوې ویلي هغه مفکوره چې موږ کولای شو، دغه ډله‌ییز معافیت د دوبي تر پایه ترلاسه کړو، دا به ډېره سخته وي.  کتلوي معافیت دا معنی لري چې د وګړو ډېره برخه د یوې ساري ناروغۍ په وړاندې د مخکېنیو سرایتونو یا د واکسینونو د تطبیق په نتیجه کې معافیت ترلاسه کړی وي.  دغه معافیت له دې سره مرسته کوي چې د ویروس... Читать дальше...



د اسرائیل صدراعظم محاکمه: نتانیاهو پر ځان د فساد لګېدلي تورونه رد کړل

Pa.azadiradio.com 

د اسرائیل صدراعظم بنیامین نتانیاهو پر ده د فساد لګېدلي تورونه رد کړل.  د نتانیاهو محاکمه نن په بیت‌المقدس کې داسې مهال له سره پیل شوه چې شاوخوا شپږ اوونۍ وروسته انتخابات ترسره کېږي او دی هیله‌من دی چې په نتیجه کې یې ۱۲ کلن حکومت بیا تمدید شي.  نتانیاهو تورن دی چې له خپلو شتمنو ملګرو څخه‌یې قیمتي تحفې ترلاسه کړې دي.  نتانیاهو په دې هم تورن دی چې له خوښې سره سم د خبري پوښښ لپاره د لویو رسنیو په ګټه پر هغوی د مقرراتو د وضع کېدو هڅې یې کړې دي.  ۷۱ کلن نتانیاهو ویلي چې محاکمه‌یې سیاسي انګېزه لري.

د ولسي جرګې ځیني غړي: د بودجې درېیم ځلي راستول شوی سند لاهم جدي ستونزې لري

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د ولسي جرګې يو شمېر غړي وايي، لا هم د بودجې سند کې جدي ستونزې شته او کوم بدلونونه چې دوی يې وړانديز کړی و په پام کې نه‌دي نيول شوي.  دوی د دوشنبې د ورځې عمومي غونډه کې په دغه سند چې د درېیم ځل لپاره جرګې ته لېږل شوی، نيوکې وکړې. دا سند لومړی ځل د جنوري په دوهمه د جرګې له‌خوا رد شو او اوس چې له مياشت زيات وخت پې اوړي هم لانجه‌یې نه‌ده ختمه شوې. افغان حکومت د ولسي جرګې له‌خوا د دوه ځلې رد وروسته د ملي بودجې سند د درېیم ځل لپاره ولسي جرګې ته لېږلی دی.  خو د ولسي جرګې يو شمېر غړي... Читать дальше...

پروان کې چاودنې یو تن وواژه او شپږ نور ټپیان دي 

Pa.azadiradio.com 

د پروان په مرکز چارېکارو کې پر یوه رنجر موټر د مقناطیسي ماین په چاودنه کې یو تن وژل شوی او شپږ نور ټپیان شوي دي.  د امنیتي چارواکو په وینا دغه پېښه نن له غرمې مخکې شاوخوا لس نیمې بجې په چارېکارو کې دولتي پوهنتون ته څېرمه شوې ده.  د پروان د دولتي روغتون رئیس قاسم سنګین ازادي راډیو ته وویل چې له دغې پېښې د امنیتي ځواکونو د یوه غړي مړی او شپږ تنه ملکي ټپیان دې روغتون ته وروړل شوي دي.  د دغې پېښې مسؤلیت تر اوسه چا یا کومې ډلې نه‌دی اخیستی.  دا په وروستیو څو ورځو کې په پروان کې د مقناطیسي ماینونو... Читать дальше...

د هند د سېلاب په انځورونو کې

Pa.azadiradio.com 

په هند کې ژغورونکې ډلې لا هم د نږدې دوه سوه ورکو شويو کسانو د موندلو هڅه کوي. دوى تېره ورځ(يکشنبه) وروسته له هغه په اتراکنډ ايالت کې ورک شول چې د هند د هيماليا غرونو يوه برخه کې طبيعي يخچالونه د سېلابونو د راوتو لامل شول. عکسونه: (15 AFP, AP, EPA-EFE, Reuters, ITBP)

ارزګان کې د ملي اردو د څلورمې لوا د اووم کنډک ټپي شوی قوماندان مړ شو

Pa.azadiradio.com 

د ارزګان چارواکي وایي، په دې ولایت کې د ملي اردو د څلورمې لوا د اووم کنډک قوماندان ډګرمن ذبیح‌الله غیور چې مخکې په جګړه کې ټپي شوی و، تېره ورځ مړ شو.   د دغې لوا ویاند جګړن اقا محمد صافي نن ازادي راډيو ته وویل ښاغلي غیور چې درې ورځې مخکې ترینکوټ ته څېرمه په چنارک سیمه کې له طالبانو سره په جګړه کې ټپي شوی و، د ژورو ټپونو له امله تېره شپه د کندهار په روغتون کې ساه ورکړه.  نوموړی وايي، هغه مهال په جګړه کې ۵ طالبان هم وژل شوي وو.

کاناډا ته د افغانستان د وچې مېوې صادرات پیل شول

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ وزارت وایي، کاناډا ته د افغانستان د وچې مېوې صادرات پیل او تازه ۱۴ ډوله وچه مېوه د ۵۰۰ زره ډالرو په ارزښت ولېږدول شوه. د دې وزارت ویاند اکبر رستمي ازادي راډیو ته وویل، ياد محصولات د ځمکني ټرانسپورټ له لارې د ازبکستان او ترکيې له لارې کاناډا ته صادر شول. د ښاغلي رستمي په خبره، د وچې مېوې دا صادرات راز فوډ په نوم يو خصوصي شرکت ترسره کړي دي. نوموړی زیاتوي، د افغانستان محصولات په ټوله نړۍ او په ځانګړې توګه د سیمې هېوادونو، منځنۍ اسیا، سوېلي اسیا، چین او خلیج... Читать дальше...

کابل کې له مېشتو امریکايي عسکرو سره د جو بایډن ټیلیفوني خبرې؛ له خدمت مو مننه کوم

Pa.azadiradio.com 

په داسې حال کې چې د امریکا نوی حکومت له طالبانو سره د سولې هوکړه او له افغانستانه د خپلو عسکرو د ایستلو تګ‌لاره ارزوي، ولسمشر جو بایډن په کابل کې له خپلو مېشتو عسکرو سره ټیلیفوني خبرې کړي. بایډن له دې خبرو وروسته، په خپله ټویټرپانه په افغانستان کې امریکايي عسکرو ته په خطاب کې د هغوی له قربانیو مننه کړې. بایډن ولیکل "په کابل او USS Nimitz جنګي بېړۍ کې د خپلو ځواکونو له خدمت کولو مننه کوم. موږ د هغه چا له قربانیو منندوی یوو چې زموږ د خوندیتوب لپاره‌یې ورکوي." د ولسمشر بایډن له ټویټ وروسته، د امریکا... Читать дальше...

هند کې د سېلابونو له امله د ۱۷۰ لادرکه شویو کسانو پلټنه پیل شوه

Pa.azadiradio.com 

په هند کې د ژغورنې او مرستې رسونې ډلې د هغو ۱۷۰ کسانو پلټنه کوي چې پرون له سېلابه وروسته لادرکه شول. پرون په اتاراخاند ایالت کې وروسته تر دې سېلاب راووت چې د همالیا غرونو د طبیعي کنګلونو یوه برخه ونړېده. تر اوسه په دغې پېښه کې د ۱۴ کسانو د مړينې خبر تأیید شوی دی.  د سېلابونو له کبله د د اوبو د برېښنا یوه تر کار لاندې پروژه ویجاړه شوې او د برېښنا یوه بله دستګا زیانمنه شوې ده.  سېل کورونو او پلونو ته هم زیان اړولی دی.

د امریکا سنا جرګه روانه اوونۍ د ډونالد ټرمپ د دوهمې استیضاح محاکمه ترسره کوي

Pa.azadiradio.com 

ټاکل شوې د امریکا سنا جرګه همدې اوونۍ کې د مخکېني ولسمشر ډونالد ټرمپ د دوهمې استیضاح محاکمه ترسره کړي.  اټکل دا دی چې جمهوري غوښتونکی ټرمپ به د استیضاح پر مهال برائت ترلاسه کړي، خو دا له تاریخي پلوه د ټرمپ د بد میراث په توګه یادېږي.  سبا د فبرورۍ په نهمه به د امریکا ۱۰۰ سناتوران د قاضیانو په توګه درېږي او دا به معلوموي چې ډونالد ټرمپ پر کانګرس د ده د پلویانو په یرغل کې مجرم وپېژني او که نه.  د ټرمپ پارېدلو پلویانو تېره میاشت هغه مهال د کانګرس پر ودانۍ یرغل وکړ چې دننه په‌کې ټاکنیزو کالجونو... Читать дальше...

جو بایډن پر ایران د وضع شویو بندیزونو د لغوه کولو په بدل کې شرط کېښود

Pa.azadiradio.com 

د امریکا ولسمشر جو بایډن په مشروط ډول د ایران له اټمي تړون سره د واشنګټن د بېرته یوځای کېدو خبره کړې. جو بایډن وایي، تر هغو چې ایران د ۲۰۱۵ کال د اټمي تړون د بیا احیا کېدو لپاره د خبرو مېز ته راونه‌ګرځي، واشنګټن به پر تهران لګول شوي بندیزونه لغوه نه‌کړي.  ښاغلي بایډن پرون د امریکایي سي بي اېس ټلوېزیون د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایا پر ایران لګول شوي بندیزونه به لغوه کړي ترڅو تهران د خبرو مېز ته راوګرځي وویل، نه.  خبریال بیا له جو بایډن نه وپوښتل چې ایا غواړئ چې ایران دې لومړی د یورانیمو غني کول ودروي، د سر په ښورولو سره دا خبره تأیید کړه. Читать дальше...

د هلمند ولایتي شورا: ۱۰ ملکیان د افغان ځواکونو او طالبانو جګړه کې ټپیان شول

Pa.azadiradio.com 

د هلمند د ولایتي شورا رئیس عطاءالله افغان وایي چې د دې ولایت په ناوه ولسوالۍ کې ۱۰ ولسي وګړي د افغان ځواکونو او طالبانو ترمنځ جګړو کې ټپیان شوي دي.  ښاغلي افغان تېره شپه ازادي راډیو ته وویل، دغه ملکیان پرون مازدیګر هغه مهال ټپیان شول چې په ناوه ولسوالۍ کې د دواړو لورو ترمنځ مخامخ سخته جګړه ونښته.     ښاغلی افغان زیاتوي: "د دغې جګړې د مرمیو په تبادله کې د یوې کورنۍ، یا د دوکورنیو چې سره وروڼه او د اکا زامن دي، ۱۰ کسان ټپيان شوي دي. ۹ تنه‌يې د لښګرګاه ایمیر جنسي روغتون ته د درملنې لپاره انتقال... Читать дальше...


Музыкальные новости
Ольга Бузова

«Не ищите зло»: Бузова извинилась за экстравагантный образ на концерте в Уфе





Rss.plus
Арцах

Преступления мигрантов с рынков азербайджанского олигарха Года Нисанова продолжают шокировать Москву




В Петербурге завели дело после отравления девушки на сеансе татуажа

МИД России: Москва решительно осуждает авиаудары Израиля по Алеппо

Подведены итоги обучения первого потока слушателей МИК

"МК" назвал популярные способы обмана туристов на курортах России




د افغانستان د ملي امنیت شورا: طالبان باید سولې ته لومړیتوب ورکړي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د ملي امنیت شورا وایي، طالبان باید په افغانستان د جګړې بندېدو او سولې ته لومړیتوب ورکړي نه دا چې له خپله وسه پورته خبرې وکړي.  د دې شورا ویاند رحمت‌الله اندړ دغه څرګندونې پرون په کابل کې د دفاع او کورنیو چارو وزارتونو له ویندویانو سره په یوه ګډه خبري غونډه کې د تاپي پروژې د امنیت د ټینګښت په برخه کې د طالبانو د وروستۍ ژمنې په غبرګون کې وکړې. اندړ وویل، طالبانو ته پکار ده چې د سولې په برخه کې پر خپلو کړو ژمنو عمل وکړي.  ښاغلی اندړ زیاتوي: "د ټاپي پروژې د امنیت لپاره موږ نهایت زیات ځواکونه لرو. Читать дальше...

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت: طالبانو د جګړو په ډګر کې ماتې خوړلې

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وایي، طالبانو د جګړو په ډګر کې ماتې خوړلې ځکه‌یې په کابل او نورو ښارونو کې د مقناطیسي چاودنو په ګډون د نا امنیو پر زیاتوالي ډېر تمرکز کړی دی. د دې وزارت ویاند طارق ارین پرون په کابل کې په یوه خبري کنفرانس کې وویل، امنیتي ځواکونو هم د ښار د امنیت د ټینګښت د هڅو په ترڅ کې په دې وروستو کې د نا امنیو د پېښو په تړاو د طالبانو په ګډون شاوخوا ۳۰۰ ترهګر نیولي او په لسګونه ماینونه او نورې چاودېدونکې وسیلې یې شنډ کړي دي. ښاغلی ارین زیاتوي: "لږترلږه په تېره یوه میاشت کې په کابل کې ۳۰ حلقې ماینونه شنډ کړای شوي دي. Читать дальше...

ولسمشر غني له افغانستان سره د هند د کرونا ضد واکسین د مرستې هرکلی وکړ

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان جمهوري ریاست له افغانستان سره د هند د کرونا ضد پنځه لکه واکسین د مرستې هرکلی وکړ او د روغتیا وزارت ته‌یې لارښوونه وکړه چې دغه واکسینونه دې په لومړۍ مرحله کې د افغان امنیتي ځواکونو، روغتیایي کارکوونکو او د ټولنې پر نورو پرګنو چې د کرونا وبا په وړاندې د مبارزې په لومړۍ کرښه کې ولاړ دي، تطبیق شي.  د جمهوري ریاست په ټویټرپاڼه کې ولسمشر اشرف غني د هند د حکومت او د هند له خلکو چې په موقع‌یې دغه مرسته له افغانستان سره کړې، مننه کړې ده.  دا پنځه لکه دوزه واکسین چې په هند کې د استرازینیکا... Читать дальше...

بورېل: د روسیې او اروپايي ټولنې د اړیکو په اړه باید یوه مهمه پرېکړه وشي

Pa.azadiradio.com 

د اروپایي ټولنې د بهرني سیاست مشر جوزف بورېل ویلي چې د روسیې او اروپايي ټولنې ترمنځ اړیکې داسې مرحله کې دي چې په اړه‌یې باید یوه مهمه پرېکړه وشي.  بورېل دغه څرګندونې له مسکو څخه تر کتنې وورسته وکړې، هغه کتنه چې د ده په وینا ډېره پېچلې وه.  ښاغلي بورېل پرون وویل، روسیې ته د سفر په ترڅ کې یې لانجمن خبري کنفرانس او له دې هېواده د اروپایي ټولنې د درېیو ډیپلوماتانو ایستل، د دې څرګندونه کوي چې روسي چارواکو ونه‌غوښتل چې له دغه فرصت څخه له اروپایي ټولنې سره د رغوونکي ډیالوګ لپاره ګټه پورته کړي.  د... Читать дальше...

هیل: د سرتېرو ایستل ښايي امریکا او افغانستان ته ناوړه پایلې ولري

Pa.azadiradio.com 

هيل هیل ورځپاڼې لیکلي چې د امریکا متحده ایالتونو ولسمشر جوبایډن په افغانستان کې له یوه اشنا کړکېچ سره مخ دی او هغه دا چې په افغانستان کې پاتې کېږي یا له دې هېواده وځي. په مقاله کې راغلي، چې بایډن تر مې میاشت د ټولو امریکایي عسکرو د ایستلو ضرب الاجل د پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ له ادارې څخه په میراث ترلاسه کړی. ورځپاڼې لیکلي، چې کارپوهان ګواښ کوي له افغانستانه د ټولو امریکایي عسکرو ایستل ښايي امریکا او افغانستان ته ناوړه پایلې ولري. د بایډن ادارې چارواکو ویلي، چې غواړي د امریکا – طالبانو په موافقې بیا کتنه وکړي. Читать дальше...

د هنګري حکومت خپلو خلکو لپاره د روسیې د کرونا ضد واکسین تطبیق تأیید کړ

Pa.azadiradio.com 

د هنګري حکومت د اروپایي ټولنې لومړنی غړی دی چې د خپلو خلکو لپاره‌یې د روسیې د کرونا ضد واکسین تطبیق تأیید کړ.  دې هېواد پرون وویل چې د سپوتنیک-وي واکسین ۴۰ زره دوزه توزېع ته اماده دي. په ټوله کې هنګري دوه ملیونه دوزه واکسین اخیستی چې د راتلونکو درې میاشتو په موده کې به‌یې دا هېواد ترلاسه کړي.  هنګري دغه‌راز د اروپایي ټولنې لومړنی هېواد دی چې د کرونا ضد چینایي واکسین د اخیستو قراراداد یې هم کړی دی.  ټاکل شوې چې دا هېواد د دغه واکسین تطبیق د روانې میلادي میاشتې په وروستیو کې پیل کړي.



Москва

Более 40 тысяч семей в Москве и области получают ежемесячные выплаты из средств материнского капитала


Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media
Москва

Собянин: Новый корпус больницы святого Владимира планируется открыть в 2025 году



103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. 103news.com — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости

Композитор

Композитор Гладков предложил создать Театр юного зрителя в Чите




Спорт в России и мире

Алексей Смирнов – актер, которого, надеюсь, еще не забыли

В филиалах АО "Желдорреммаш" прошли мероприятия ко Дню защиты детей

Среди сотрудников уголовно-исполнительной системы Республики Дагестан определили лучшего гроссмейстера

Росгвардейцы обеспечили безопасность во время футбольного матча в Москве


Ролан Гаррос

Теннисист Джокович побил рекорд Федерера по победам на турнирах "Большого шлема"



Новости Крыма на Sevpoisk.ru


Москва

Артисты – они все особенные!



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России