مارشال عبدالرشید دوستم 'کابل' ته راځي
مارشال عبدالرشید دوستم به د شنبې ورځې له غرمې مخکې له جوزجان څخه کابل ته راشي. مارشال دوستم ته نږدې کس فریدون الهام ازادي راډیو ته وايي چې ښاغلی دوستم به په دغه سفر کې له جمهور رئیس محمد اشرف غني او یو شمېر سیاسي څېرو سره وګوري. تر اوسه رسمي سرچینو په دې اړه څه نهدي ویلي. عبدالرشید دوستم د ۲۰۱۹ کال له ولسمشریزو انتخاباتو وروسته کابل ته نهدی راغلی، ان وروسته له هغې چې د روان کال په چنګاښ/ سرطان میاشت کې د جمهور رئیس اشرف غني او عبدالله عبدالله ترمنځ د هوکړې په پایله کې یې مارشالي ترلاسه کړه هم کابل ته نهدی راغلی. Читать дальше...