د افغانستان لویه څارنوالۍ: د افغان چارواکو لسګونه د فساد قضیې وڅېړل شوې
د افغانستان لویه څارنوالۍ له اداري فساد سره د مبارزې په برخه کې د خپلو هڅو د ګړندي کېدو خبر ورکوي. دغه اداره وایي، په وروستیو دوو میاشتو کې یې د افغان چارواکو اړوند لسګونه د فساد قضیې څېړلې دي. د دې ادارې ویاند جمشېد رسولي د چهارشنبې په ورځ «۱۳۹۹ کال د کب ۰۶» رسنیو ته خبري کنفرانس کې وویل، په قوس او جدي میاشتو کې یې ۲۲۴ د اداري فساد قضیې چې نږدې ۵۰۰ کسانو پورې اړوند دي څېړلې او اړوندو محکمو تهیې لېږلي دي. د ښاغلي رسولي په خبره، په یادو قضیو کې تر ډېره افغان چارواکي ښکېل دي. ښاغلی رسولي زیاتوي... Читать дальше...