Мы в Telegram
Добавить новость
103news.com
Pa.azadiradio.com
Февраль
2021

Новости за 20.02.2021

د میانمار پولیسو ٢ معترضان وژلي

Pa.azadiradio.com 

د میانمار کورنیو رسنیو راپور ورکړی، چې د پوځي کودتا ضد معترضانو څخه دوه کسان نن د پولیسو په ډزو لګېدلي او مړه شوي دي. د میانمار- پخوانۍ برما د دوهم لوی ښار مندلای، د رضاکارو بېړنیو خدمتونو د مرکز مشر ویلي، چې پر اعتراض کوونکو د پولیسو له ډزو وروسته دوه کسان مړه شوي او شاوخوا دېرش نور ټپیان دي. سرچینې ویلي دي، چې اکثر ټپیان په مرمیو لګېدلي. د راپورونو له مخې د یوشمېر ټپیانو حالت نازک دی. د دې مرکز مشر زیاتوي چې په مړو کسانو کې یو ځوان هلک هم و، چې پر سر په مرمۍ لګېدلی و. د برما پوځ د فبروري... Читать дальше...

د ناسا له لوري مریخ ته د استول شوې وسیلې ځينې انځورونه خپاره شوي

Pa.azadiradio.com 

د امریکا د فضايي تحقیقاتو ادارې یا ناسا مریخ ته د استول شوې وسیلې د کېناستو د شېبې په زړه پورې تصویرونه خپاره کړې دي. په دې رنګه تصویرونو کې چې د ناسا ساینسپوهانو پرون د فبروري په نولسمه خپاره کړل هغه سیلفي هم شامله ده، چې د شپږو ارابو لرونکې دې واسطې، د دې سرې سیارې پر غولي له کېناستو مخکې له ځانه اخیستې ده. دا عکسونه چې د فضايي الوتنو د تاریخ له مهمو یادګاري تصویرونو څخه به وي، د هغې کمرې په وسیله اخیستل شوي چې د آسماني جرثقیل په نوم د دې فضايي وسیلې په پاسنۍ برخه کې نصب شوې ده. آسماني جرثقیل... Читать дальше...

امریکا: د تهران د فشارونو پر وړاندې د هېڅ راز اقداماتو پلان نه شته

Pa.azadiradio.com 

سپینه ماڼۍ وايي، چې متحدایالات د ایران اټومي موافقې ته له ستنېدو مخکې د تهران د فشارونو پر وړاندې د هېڅ راز اضافي اقداماتو پلان نه لري. د سپینې ماڼۍ ویاندې جېن ساکي پرون وویل، چې له ایران سره د ډیپلوماتیکو خبرو په درشل کې د دې هېواد پر وړاندې د اضافي اقداماتو پلان نه شته. مېرمن ساکي یادونه وکړه، چې له شپږو لویو قدرتونو- امریکا، برتانیا، فرانسې، جرمني، روسیې او چین سره د ایران د خبرو نظریه اروپايي ټولنې مطرح کړې. د اروپايي ټولنې یوه جګپوړي چارواکي پرون وویل، اروپايي ټولنه د دې معاملې د ټولو... Читать дальше...



د "مولوي مجیب الرحمان انصاري" وروستیو څرګندونو غبرګونونه پارولي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب د هرات د دیني عالم مولوي مجیب الرحمان انصاري د څرګندونو په غبرګون کې وايي هغه کسان چې خلک د ده په وینا د نظام پرضد پاروي باغیان دي. ښاغلي محب دا څرګندونې نن په کابل کې خبریالانو ته وکړې.  هغه زياتوي: "که څوک خلک د نظام پرضد پاروي او هلته د پوځ او پولیسو یادونه کوي نو موږ یې د باغي په توګه پېژنو او باید پر وړاندې یې اجراآت وشي."  په عین حال کې د هرات والي عبدالوحید قتالي ویلي، هېچا ته اجازه نه ورکوي چې د ده په وینا د پردیو په دستور په هرات کې افراطي افکار رامنځته کړي. Читать дальше...

د ښار جوړونې وزارت ١٢ کارکوونکي د اختلاس په تور نیول شوي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د کورنیوچارو وزارت وايي، د ښار جوړونې وزارت دوه چارواکي او لس کارکوونکي د اختلاس او ناوړه استفادې په تور نیول شوي دي. د کورنيو چارو وزارت ویاند طارق آرین پرون پر ټویټر ولیکل، چې د درنو جرمونو پرضد د مبارزې پولیسو د ښار جوړونې وزارت مالي او اداري رییس او همداراز د تدارکاتو رییس نن ونیول. ښاغلی آرین زیاتوي، چې د کشفي تحقیقاتو په اساس دې کسانو د حکومت میلیونونه افغانۍ ضایع کړې دي. اداري فساد لاهم د افغانستان د حکومت لپاره یو له لویو ننګونو څخه دی.

امنیتي چارواکي: طالبان لا هم له ترهګرو يزو ډلو سره پياوړې اړیکې لري

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان لومړی درجه امنیتي چارواکي وايي، طالبان لا هم له نورو ترهګرو ډلو سره قوي اړیکې لري. د افغانستان لومړۍ درجه امنيتي چارواکو نن شنبه په کابل کې د یوې خبري ناستې پرمهال د تېرې یوې اونۍ امنیتي پرمختګونه او ستونزې له رسنیو سره شریکي کړې. د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب وويل، سره له دې چې طالبانو له امریکا سره هوکړه کې ویلي و چې نور ترهګریز ډلو سره اړیکې پرې کوي خو په خبره يې دوی لاهم د دې ډلو لپاره د فعالیت قوي بستر برابر کړی دی هغه خبره چې طالبانو تل رد کړې او ويلي، چې امريکا سره شوې... Читать дальше...

چارواکي: د کابل د هوا ککړتیا ٢ سلنه را کمه شوې

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د چاپېریال ساتنې ملي اداره وايي، د تېرکال په پرتله روان کال د کابل ښار د هوا ککړتیا يوازې دوه سلنه را کمه شوې ده.  د افغانستان د چاپېریال ساتنې اداره وايي، له دې سره سره چې دغې ادارې د هوا د ککړتیا د راکمولو لپاره بې درېغه هڅې کړې، خو ښکاري چې اغېز يې کم و. د دغې ادارې ویاند قاسم رحیمي د شنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل، د تېرکال په پرتله روان کال د کابل ښار د هوا ککړتیا دوه يوازې دوه سلنه راکمه شوې ده. هغه زياتوي: "روان کال د تېرکال د ورته وخت په تناست د کابل په هوا کې کم یعنې په... Читать дальше...

امریکا د روسي بېړيو پر يوه خاوند اضافي بنديزونه ولګول

Pa.azadiradio.com 

د امریکا متحدو ایالتونو پر هغې روسي بېړۍ او د بېړيو پر خاوند اضافي بندیزونه ولګول چې له روسیې څخه جرمني ته د طبیعي ګازو د نللیکې نارد ستریم ۲ پر جوړولو کار کوي. خو د حکومت دا اقدام د کانګرس د جمهوریپالو استازو له فوري انتقاد سره مخامخ شو او هغه یې ناکافي وباله. بندیزونه د بهرنیو چارو وزارت له لوري پرون کانګرس ته په یوه راپور کې وړاندې شول. دوو جمهوریپالو استازو سمدلاسه اعلان وکړ، چې حکومت پر نورو هدفونو د بندیزونو په لګولو کې پاتې راغلی دی. دوی له حکومته وغوښتل، چې په دې اړه توضیح ورکړي چې... Читать дальше...



کابل کې د اسیا 'بي'درجې فوټبال روزنېز کورس پای ته ورسېده

Pa.azadiradio.com 

په کابل کې د اسیا'بي'  درجې فوټبال روزنېز کورس نن شنبه (د کب ۲مه) پای ته ورسېده. د افغانستان د فوټبال فدراسیون ویاند فیروز مشعوف نن ازادي راډیو ته وویل چې دغه روزیز کورس درې اوونۍ مخکې په کابل کې پیل شوی و چې نن د سندونو او جایزو په ورکړې سره پای ته ورسېد. ښاغلی مشعوف وایي، په دغه شل ورځني پروګرام کې له کابل او ولایتونو څخه ۲۴ روزونکو برخه اخېستې وه. یاد پروګرام د افغانستان د فوټبال فدراسون د فني مدیر طاهر رؤفي له خوا پرمخ یوړل شو.

د کرکټ ولایتي سیالۍ؛ زابل-فراه ته او هلمند-بغلان ته ماتې ورکړه

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د کرکټ بورډ له لوري د ۱۶ ولایتونو ترمنځ د ګرېډ ټو (دوهمه درجه) ولایتي سیالۍ پيل شوي چې د همدغو سیالیو په لړ کې نن شنبه (د کب ۲مه) زابل فراه ته او هلمند بیا بغلان ته ماتې ورکړه. د زابل او فراه لوبډلو ترمنځ لوبه د ننګرهار په غازي امان الله خان لوبغالي کې ترسره شوه چې په کې زابل د ۱۳۷ منډو په توپير فراه ته ماتې ورکړه. په دغه لوبه کې زابل لوبډلې لومړی توپ وهنه وکړه او د ۷ لوبغاړو په سوځېدو يې په پوره ۵۰ اوورونو کې د ۲۶۶ منډو ستر هدف فراه لوبډلې ته ورکړ. فراه لوبډله د هدف په پوره کولو... Читать дальше...

بایډڼ له ډیپلوماټيکې لارې د افغان جګړې پر حل ټينګار وکړ

Pa.azadiradio.com 

د امریکا متحده ایالاتونو ولسمشر ویلي، ټول متعهده دي چې ډاډمنه کړي له افغانستانه بیا ترهګریز بریدونه ونه شي.   ولسمشر بایډن بېګا د مونیخ امنیتي کنفرانس ته وینا کوله او دا خبره یې وکړه. په دې اړه دا ویډیوي راپور وګورئ.

داوودزی له پاکستانه غواړي چې طالبان اوربند ته وهڅوي

Pa.azadiradio.com 

د پاکستان لپاره د افغان حکومت ځانګړی استازی له پاکستان څخه غواړي چې طالبان اوربند او د سولې د خبرو بیا پیل ته وهڅوي.  محمدعمر داوودزي نن شنبه (د کب ۲مه) له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل چې دا غوښتنه به د راتلونکې اوونۍ اسلام اباد ته د سفر پر مهال له چارواکو سره هم شریکه کړي. ښاغلی داوودزی د را روانې چهارشنبې په ورځ د پاکستان د حکومت په بلنه د درې ورځني سفر په مخه اسلام اباد ته ځي.  د پاکستان لپاره د افغان حکومت ځانګړی استازی دا څرګندونې داسې مهال کوي چې په دوحه کې د افغان دولت او طالبانو د مرکچي پلاوو ترمنځ خبرې په ټپه ولاړې دي. Читать дальше...

د کرملین د منتقد الکسي ناوالنۍ د حبس موده راکمه شوه

Pa.azadiradio.com 

په روسیه کې د استېناف یوې محکمې نن شنبه (د کب ۲مه) د کرملین د منتقد الکسي ناوالنۍ د حبس موده راکمه کړه. ناوالنۍ د لومړنۍ محکمې د هغه حکم پر وړاندې چې دی یې د اختلاس په یوه قضیه کې په درې نیم کاله حبس محکوم کړی و، د استېناف غوښتنه کړې وه.  د مسکو د بابوشکینسکي ولسوالۍ استېناف محکمې د نوموړي د حبس موده دې ته په پام سره چې یو څه وخت یې په زندان کې هم تېر کړی دی، دوو کلونو او اتو میاشتو ته راکمه کړه.  پر ناوالنۍ دا تور هم و چې جرمني کې د درملنې پر مهال له زندانه د مشروطې ازادۍ شرایط یې تر پښو لاندې... Читать дальше...

اسلام اباد ته د داوودزي د سفر موخه اوربند او قطر کې د سولې د خبرو ژر پیلېدل دي

Pa.azadiradio.com 

د پاکستان لپاره د افغان حکومت ځانګړی استازی محمد عمر داوودزی وايي، د روانې میلادي میاشتې په ۲۴ مه نېټه پاکستان ته سفر کوي. هغه ازادي راډیو ته وویل، دا سفر ځکه مهم دی چې قطر کې د سولې خبرې څه نا څه پڅې شوي او تاوتريخوالی زيات شوی دی، نو که طالبان دایمي اوربند ته غاړه نه ږدي باید د پاکستان د فشار په ترڅ کې لنډ مهاله اوربند ته دې غاړه کېږدي. ښاغلی داوودزی وايي، پاکستان باید دې برخه کې له خپل نفوذه ګټه واخلي:" د سولې په اړه موضوعات ډېر دي، خو اوربند او د طالبانو راتلل د مذاکرې میز ته، دا د سفر... Читать дальше...

‎افغانستان ډیجیټلي حکومتوالۍ ته کار پیل کړی، غواړي دا سیسټم لاپیاوړی کړي

Pa.azadiradio.com 

که څه هم افغان حکومت لا له وړاندې د ډیجیټلي حکومتوالۍ لپاره کار پیل کړی و، خو سږ یې د جنیوا کنفرانس کې له نړيواله سره له کړېو ژمنو یوه دا وه چې دا برخه به لا پیاوړې کوي. ‎د افغانستان د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت وایي چې د ډیجیټلي سیسټم پر سټراتیژۍ یې کار پیل کړی چې په خبره یې په راتلونکي کې د ټولو دولتي ادارو چارې ډیجیټلي کړي. ‎د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت ویاند نصرت الله نصرت ناصري ازادي راډیو ته وویل: ‎"د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت دې برخه کې پلان لري او اوس د ډیجیټلي... Читать дальше...

د بدخشان د مستوفيت مالياتي عواید په ١٣٩٩کې ٦سلنه زياتوالى ښيي

Pa.azadiradio.com 

په ١٣٩٩ مالي کال کې د بدخشان مستوفيت مالياتي عوايد د ماليې وزارت د ورکړل شوي پروګرام پرتله ٦سلنه زياتوالى ښيي. د بدخشان مستوفي محمد مقصود اصفيا نن شنبه (د کب ۲مه) ازادي راډیو ته وويل چې د بدخشان مستوفيت ته په ١٣٩٩ مالي کال کې د ماليې  وزارت له خوا د عوايدو د راټولولو له پلوه څه د پاسه ٢٣٣ ميليونه افغانۍ هدف ټاکل شوى و  چې دغه اداره بریالۍ شوه  ٢٤٨ ميليونه افغانۍ عوايد راټول کړي چې د ماليې وزارت د ورکړل شوي هدف په نسبت څه د پاسه  ٦سلنه زياتوالى ښيي. نوموړي وویل، د موسسو ، مخابراتو ، ټرانسپورټ... Читать дальше...

صرافان: څو چې افغانستان بانک مو غوښتنې ونه مني کار بندیز به وي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د صرافانو سراسري ټولنې د افغانستان بانک له لوري د دوی غوښتنو ته د نه پاملرنې له امله نن شنبه (د کب ۲مه) بيا يوه اعتراضیه ناسته وکړه. دغو صرافانو له تېرو ١٤ ورځو راهیسې کار بندیز اعلان کړی. د دغې شورا ویاند هاشم روضه یي نن شنبه ازادي راډیو ته وویل، تر کومه چې د افغانستان بانک د دوی غوښتنې ونه مني کار بندیز ته به دوام ورکړي. د نوموړي په وینا چې په یاده اعتراضیه ناسته کې نږدې دوه زره کسانو برخه اخېستې او په ولایتونو کې هم کاري اعتصاب دوام لري. دوی وایي، پخوا تردې به د پیسو خدماتونه... Читать дальше...

چارواکي: بلوچستان کې ۵ پاکستاني ملېشه سرتېري وژل شوي

Pa.azadiradio.com 

چارواکي د پاکستان په بلوچستان کې د لږ تر لږه پنځه پاکستاني ملېشه سرتېرو د وژلو خبر ورکوي.  یوه امنیتي مسوول پرته له دې چې خپل نوم واخلي، د پنجشنبې په ماښام وویل چې یو ملېشه په مرکز کوټه کې د چاودنې پر مهال ووژل شو  او یو ټپي شو. تردې مخکې د ډان ورځپاڼې د راپور له مخې د کاهان په سیمه کې د وسله والو په برید کې د ملېشه وو څلور سرتیرې ووژل شول.  کومې ډلې د دې بریدونو مسوولیت نه دی منلی.  په بلوچستان کې بیلتون غوښتونکي بلوچان له دوه زره څلورم کال راهیسې د حکومت پرضد بریدونه پيل کړي دي.

د ناوالنۍ د استېناف غوښتنې لپاره مسکو کې د محکمې غونډه جوړېږي

Pa.azadiradio.com 

د کرملین د منتقد الکسي ناوالنۍ د استېناف غوښتنې لپاره به نن شنبه (د کب ۲مه) د محکمې غونډه په مسکو کې جوړه شي.  ناوالنۍ تورن دی چې په جرمني کې یې د درملنې پر مهال له زندانه د مشروطې ازادۍ شرایط تر پښو لاندې کړې دي.  پر ده دا تور هم دی چې د نړیوالې دوهمې جګړې پر یوه سرتیري یې تور پورې کړی دی.  ناوالنۍ تیره میاشت هغه وخت په مسکو کې ونیول شو چې له  جرمني خپل هېواد ته ستون شو.  دی وایي چې پر ده لګیدلي تورونه سیاسي انګېزه لري.


Музыкальные новости
Елена Волкова

Два дня, наполненных театром, музыкой, книгами и наукой, — в Парке Горького во 2-й раз прошел Московский детский фестиваль искусств «НЕБО»





Rss.plus
Станислав Черчесов

«Вклад Черчесова в наш успех — очень большой»




В Подмосковье действует запрет на парковку у контейнерных площадок

В Москве стартовали съемки второй части фильма «Чебурашка»

РПЦ намерена запретить товарные знаки с религиозной символикой

Продажи Omoda в России выросли вдвое




انتوني بلېنکن طالبانو سره د شوي تړون پر بیا کتنې ټینګار وکړ

Pa.azadiradio.com 

د امریکا د متحد ایالاتونو د بهرنیو چارو  وزیر انتوني بلېنکن د امریکا د پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ادارې او طالبانو ترمنځ د شوي تړون پر بیا کتنه ټینګار وکړ.  ښاغلي بلېنکن پرون بي بي سي ته په دې اړه وویل: "موږ دې ته اړتیا لرو چې د متحد ایالتونو او طالبانو ترمنځ موافقې په دقت بیا وارزوو او څه چې مو  له افغان حکومت سره کړي دي.  خو  په دې  پوهېږو او لومړنۍ ارزونې مو دا دي چې موږ او نورو ته دا ډېره مهمه ده چې پر بېلابېلو اړخونو فشار راولو، څو هغه ژمنې عملي کړي چې کړې یې دي. د طالبانو په برخه کې، دوی... Читать дальше...

ویسا: د افغانستان اقتصادي څرخ په ټپه دریدلی او د سقوط ګواښ سره مخ دی

Pa.azadiradio.com 

هشت صبح هشت صبح ورځپاڼې ټینګار کړی چې وسله وال طالبان باید له فرصته ګټه واخلي او بېرته د خبرو میز ته وګرځي. وړاندې سرمقاله کې راغلي، که څه هم د ناټو د دفاع وزیرانو په ناسته کې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو په مسئلې وروستۍ پرېکړه ونه شوه، خو ليکل شوي چې په دې اړه به د ناټو د غړیو هېوادونو تر سلا مشورو وروسته تصمیم ونیول شي. د لیکوال په اند نړېواله ټولنه هیله منه ده چې طالبان د تاوتریخوالي کمولو سره بېرته د سولې مذاکرې ته راستانه او بیا ځلي خبرې پیل شي . ورځپاڼې ټینګار کړی، که وسله... Читать дальше...

کابل پولیس: دوو چاودنو ۲ تنه وژلي او دوه نور یې ټپیان کړي

Pa.azadiradio.com 

‏په کابل کې نن شنبه (د کب ۲مه) سهار دوو چاودنو دوه تنه ووژل او دوه تنه نور یې ټپيان کړل.  پولیس وایي، د اتو بجو خوا ته د شپږمې ناحیې مربوط د دارالامان پر سړک پر یوه کرولا موټر د ماین چاودنه وشوه چې دوه تنه په کې ټپیان شول.  تر دې پیښې نژدې پنځلس دقیقې وروسته د څلورمې ناحیې اړوند د کارتې پروان په سیمه کې پر یوه کرولا موټر د ماین چاودنه وشوه چې دوه تنه یې ووژل.  تر اوسه کومې وسله والې ډلې د دې پېښو پړه نه ده منلې.

د امریکا دفاع وزیر لوېډ اسټن: طالبان دې تاوتریخوالی سمدستي کم کړي

Pa.azadiradio.com 

د امریکا دفاع وزیر په افغانستان کې د طالبانو د تاوتریخوالي د سمدستي کمېدو غوښتنه وکړه. لوېډ اسټن په خپله لومړنۍ خبري ناسته کې جمعه (د کب ۱مه) وویل چې د افغانستان د سولې په پروسه کې پرمختګ او د امریکا د پوځي ښکېلتیا پای ته رسول د طالبانو د بریدونو په کموالي تړلې ده. ښاغلي اسټن زیاته کړه: "تاوتریخوالی ډېر زیات دی او د افغانانو په مشرۍ خبرو کې ډېر پرمختګ ته اړتیا ده. ځکه هم زه ټولې خواوې دې ته هڅوم چې د سولې لار غوره کړی. تاوتریخوالی باید راکم شي." امریکا باید له طالبانو سره د ۲۰۲۰ میلادي کال... Читать дальше...

د بشري حقونو افغان کمېسیون: تاوتریخوالی بند کړئ او خبرو ته راوګرځئ

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون مشرې په خپل ټوېټر لیکلي "تاوتریخوالی بند کړئ او خبرو ته راوګرځئ" شهرزاد اکبر پرون جمعه (د کب ۱مه) پرته له دې چې د افغان دولت او طالبانو نوم یاد کړي په خپل ټویټ کې زیاته کړې چې د ناټو او امریکا پرېکړو ته له پام پرته دواړه خواوې د جګړې د ختمولو لپاره د افغانانو پر وړاندې لوی مسوولیت لري. اغلې شهرزاد اکبر زیاته کړې، دا جګړه افغانستان ته ډېره ګرانه تمامه شوې باید له هرې شېبې او هرې ورځې د ګډې حل لارې د موندلو لپاره استفاده وشي. د افغانستان د دولت مذاکراتي... Читать дальше...

وار-اېن- ډي راکس: له طالبانو سره باید څه ډول چلند وشي؟ 

Pa.azadiradio.com 

وار-اېن- ډي راکس خپرونه وار-اېن- ډي راکس خپرونې په دې لیکنه خپره کړې چې له طالبانو سره باید څه ډول چلند وشي؟  د امریکا ولسمشر جوبایډن باید ژر پرېکړه وکړي چې له افغانستانه ۲۵۰۰ پاتې پوځیان وباسي او که پرېږدي؟  د تېرکال د فبرورۍ د ۲۹مې نېټې له موافقې سره سم امریکا باید خپل ټول پوځیان د مې تر لومړۍ نېټې پورې وباسي.  خو د دې پر وړاندې طالبانو منلې چې له القاعده سره به اړیکې پرې کوي، تاوتریخوالی به کموي او د افغانستان له دولت سره به د سولې خبرې پیلوي.  وار-اېن- ډي راکس وايي، شپږ میاشتې کېږي... Читать дальше...



Москва

Студенты Академии Игоря Крутого раскрыли свои таланты


Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media
Москва

Собянин объявил об окончании строительства городского вокзала «Кутузовская»



103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. 103news.com — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости

Rammstein

Rammstein зажигают




Спорт в России и мире

Алексей Смирнов – актер, которого, надеюсь, еще не забыли

Баскетболисты из Лобни завоевали золото на турнире Moscow Open

Росгвардейцы обеспечили безопасность во время футбольного матча в Москве

Среди сотрудников уголовно-исполнительной системы Республики Дагестан определили лучшего гроссмейстера


Варвара Грачёва

Осталась в одиночестве: Андреева победила Грачёву и вышла в четвертьфинал «Ролан Гаррос», Медведева остановил де Минор



Новости Крыма на Sevpoisk.ru


Москва

Два дня, наполненных театром, музыкой, книгами и наукой, — в Парке Горького во 2-й раз прошел Московский детский фестиваль искусств «НЕБО»



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России