کابل ښاروالۍ ځینې ښځینه کارکوونکې په کور کېنولې
د کابل ښاروالي وايي له ځینو برخو پرتهیې ښځینه کارکوونکو ته ویلي چې په کور کېني. د کابل سرپرست ښاروال حمدالله نعماني په خپل لومړني خبري کنفرانس کې دا خبره وکړه. نعماني بیا وویل چې ځینو برخو کې ښځینه کارکوونکې پاتې دي. دی زیاتوي: "بازار کې زنانه تشنابونه دي. هغه کار خو نر نهشي کولای. ښځې د اجیرانو په صفت راځي دا کار کوي. په ناحیو کې یا په مرکز کې ځینې داسې ښځې شته چې هغه د مسلک په لحاظ باندې موږ د دوی په تناسب بل کدر نهلرو هغه هم راځي. د ډيزاین په برخه کې شته، د ساختمان په برخه کې شته. د... Читать дальше...