Мы в Telegram
Добавить новость
103news.com
Pa.azadiradio.com
Сентябрь
2021

Новости за 26.09.2021

طالبانو د ملګرو ملتونو پر یوې پرېکړې اعتراض کړی

Pa.azadiradio.com 

طالبانو د ملګرو ملتونو پر هغې پرېکړې اعتراض کړی چې د دوی استازی د ملګرو ملتونو په ۷۶مه عمومي اسامبلۍ کې ګډون او وینا نه شي کولای.  په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین چې په ملګرو ملتونو کې د طالبانو د حکومت سفیر نومول شوی، نن ازادي راډیو ته وویل چې دوی حق لري د افغانستان استازیتوب وکړي او د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې برخه واخلي.  شاهین زیاته کړه: "موږ د خلکو ملاتړ لرو او موږ د دې وړتیا لرو چې د خپلو خلکو او هېواد دفاع وکړو. نو دا زموږ حق دی چې د ملګرو ملتونو د اصولو پر بنسټ... Читать дальше...

ترکیه: له روسیې د لازیاتو دفاعي سیسټمونو په پیرلو غور کوو

Pa.azadiradio.com 

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وايي، له روسیې نه د لا زیاتو دفاعي سیسټمونو په اخیستلو غور کوي.  دا کار ممکن واشنګټن لا ناراحته کړي.  ترکیه چې د ناټو غړې ده، د F-35 جنګي الوتکو له پروګرام څخه ایستل شوې ده.  وروسته له هغې چې انقرې په ۲۰۱۹ کې له روسیې څخه S-۴00 هوایي دفاعي سیسټم وپیره، د دې هېواد د دفاع وزارت چارواکي له بندیزونو سره مخ شول.  متحده ایالات وايي چې د روسیې له دې سیسټمه د ناټو دننه کار اخیستل F-۳۵ جنګي الوتکي ګواښي،خو ترکیه وايي، دا سیسټم پرته له دې چې د ناټو سیسټمونو کې مدغم شي په خپلواکه توګه وکارول شي.

طالبان: نړیوال هوايي شرکتونه دې افغانستان ته الوتنې پیل کړي

Pa.azadiradio.com 

طالبانو له نړیوالو هوايي شرکتونو غوښتي چې افغانستان ته خپلې الوتنې بیا پیل کړي.  د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت چارواکي وايي، د کابل په هوایي ډګر کې ستونزې حل شوي دي.  د کابل هوایي ډګر  چې تېره میاشت د بهرنیانو او له خطر سره مخ افغانانو د ایستلو پر مهال لږ څه تخریب شوی وو، د قطر او ترکیې په مرسته بېرته جوړ شوی.  د امریکا په مشرۍ د خلکو د ایستلو د عملیاتو پر مهال له ۱۲۰ زرو زیات کسان چې په کې اکثر افغانان وو وایستل شول.  د پاکستان د نړیوال هوايي شرکت PIA په ګډون یو شمېر هوایي شرکتونه د کابل هوایي ډګر څخه محدود خدمات لري. Читать дальше...



جرمني کې خلکو د نوي پارلمان د ټاکلو لپاره رایې ورکړه

Pa.azadiradio.com 

په جرمني کې نن خلکو د نوي پارلمان د ټاکلو لپاره رایې ورکړه. لومړنۍ وړاندوینې ښيي چې هېڅ یوه ګوند تردې دمه اکثریت نه دی ګټلی.  په جرمني کې له څه باندې شپېته میلیونو کسانو چې د رایې ورکولو په شرایطو برابر دي څلوېښت فیصدو یې ویلي چې بې تصمیمه دي.  یو شمېر نورو بیا وار دمخه د پوستې له لارې خپله رایه ورکړې ده.  د جرمني تلونکې صدراعظمه انګېلا مېرکل د خپل ډموکراټ مسیحي ګوند استازی ارمین لاشت مخته کړی او له خلکو یې غوښتي وو چې هغه ته رایه ورکړي.  هاخوا د لاشت پر وړاندې د ماليې وزیر اولاف شولتز چې... Читать дальше...

اسراییلي پوځ: یو لړعملیاتو کې ۵ فلسطینیان وژل شوي

Pa.azadiradio.com 

د اسراییل پوځ تایید کړې چې د دوی په یو لړ عملیاتو کې نن سهار پنځه فلسطینیان وژل شوي.  د پوځ په بیان کې راغلي چې اسراییلي عسکرو د هغو فلسطینیانو د نیولو لپاره په بیت المقدس او شااوخوا سیمو کې عملیات ترسره کړل چې د ترهګریزو بریدونو د ترسراوي قصد یې درلود.  بیان زیاتوي چې وژل شوي فلسطینیان د حماس وسله وال غړي وو چې د دوی له پوځیانو سره په مخامخ ډزو کې لګېدلي.  د فلسطین د روغتیا وزارت بیا اعلان کړی چې د بیت المقدس په شمال کې د بدو سیمې درې اوسیدونکي او د برقین سیمې دوه اوسیدونکي د اسراییل له خوا وژل شوي. Читать дальше...

کابل کې لاریون: طالبان دې ژر تر ژره د خصوصي شرکتونو د پېسو برخلیک معلوم کړي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د ملي پراختیايي شرکت نامعلوم برخلیک د یو شمېر خصوصي شرکتونه اندېښمن کړي. د دې شرکتونو مسوولینو نن یکشنبه په کابل کې د یو لاریون په ترڅ کې وویل، له ملي شرکت سره یې د یو لړ لویو پروژو د عملي کېدو تړونونه لاسلیک کړي وو او د افغانستان په بېلابېلو برخو کې یې یو شمېر پروژې عملي کړې هم وې، خو د نظام په بدلېدو سره یې پېسې تر اوسه نه دي ورکړل شوي. د خصوصي شرکتونو یو مسول وویل: "لسګونو کسانو په دې پروژو کې کار کړی او د شپې له خوا یې خپلو اولادونو ته ډوډۍ وړله، خو اوس دغه چاره په ټپه درېدلې... Читать дальше...

بلومبرګ رسنۍ: کام اییر شرکت د خبریالانو پرځای خپل همکاران بهر ته لېږدولي

Pa.azadiradio.com 

په افغانستان کې د خبریالانو د حقونو ملاتړي بنسټونه د کام‌اییر هوايي شرکت دا عمل غندي چې د ژورنالیستانو له نوم په ګټې یې بهر ته د یاد شرکت د خاوند او همکارانو د کورنۍ غړي لېږدولي دي. بلومبرګ رسنۍ د سېپټمبر په ۲۵مه د یو شمېر امریکايي چارواکو او د هغې الوتنې د لګښت ورکوونکو له قوله چې خبریالانو ته یې د وتلو زمینه برابره کړې وه ولیکل، دوی غوښتل ۱۸۸ خبریالان چې ژوند ته یې ګواښ پېښ و، له کابل ابوظبۍ ته ولېږدوي. خو سرچینه لیکي، کام‌اییر هوايي شرکت د دې کسانو پرځای د شرکت د خاوند او همکارانو د کورنیو... Читать дальше...

نصرت حقپرست په یو اېف سي کې خپله لوبه پر ډن هوکر وبایلوده

Pa.azadiradio.com 

د رزمي لوبو وتلي افغان لوبغاړي نصرت حقپرست د رزمي لوبو د تر ټولو معتبره سازمان یو اېف سي په ۲۶۶ دور کې نن سهار وختي له اسټرالیايي لوبغاړي ډن هوکر سره چې د نړۍ اووم مقام لري ولوبېد. د دوی لوبه د امریکا د لاس ویګاس په ټي ارینا کې وشوه چې زرګونه ننداره چیان هم ورته ناست وو. حقپرست د درېیو راونډونو په پایله کې د ځینو نومرو په تفاوت لوبه وبایلوده خو له لوبې وروسته یې ټېنګار وکړ چې ژر به لاغښتلی راستنیږي. حقپرست چې دوه اوونۍ مخکې یې مور وفات شوې وه ویلي چې په ډېرو سختو حالاتو کې یې لوبه وکړه. ... Читать дальше...



ملګري ملتونه: طالبان په عمومي اسامبلۍ کې ګډون او وینا نه شي کولی

Pa.azadiradio.com 

د ملګرو ملتونو ویاند ویلي، طالبان په عمومي اسامبلۍ کې ګډون او وینا نه شي کولی. سټيفن دوجاریک ویلي، د دوشنبې په ورځ به په عمومي اسامبلۍ کې په رسمي توګه غلام محمد اسحق زی د افغانستان په استازیتوب وینا وکړي. اسحق زی د افغانستان د تېر حکومت سفیر و چې لا پر خپلې څوکۍ پاتې دی. سره له دې چې د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي د ملګرو ملتونو سرمنشي ته په لېک کې له هغه غوښتي چې د طالبانو استازي ته په عمومي اسامبلۍ کې د ګډون او وینا اجازه ورکړي، خو ملګرو ملتونو لا په دې اړه پرېکړه نه ده کړې. ... Читать дальше...

طالبان: که فشارونه دوام وکړي ګټونکی به هغه څوک وي چې نړۍ ته ګواښ پېښولی شي

Pa.azadiradio.com 

په لومړي ځل د طالبانو یو لوړ پوړی چارواکی مني چې ګوندې حکومت یې د یو شمېر هېوادونو تر فشار لاندې دی. د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي دا فشارونه د افغانستان او نړۍ په ګټه نه بولي. که څه هم ښاغلی مقتي دا نه وايي چې د فشارونو دا بهیر په کومه کچه او په کومه برخه کې دی، خو له طالبانو د نړېوالې ټولنې غوښتنه له ترهګرو ډلو سره د اړیکو پرېکون، د یوه ټول‌ګډونه حکومت جوړښت او د بشر په ځانګړي ډول د ښځو د حقونو خوندیتوب دی. د طالبانو د بهرنیو چارو د سرپرست وزیر له قوله، دوی ژمنه کړې چې... Читать дальше...

لاوروف: ګڼ هېوادونه پر دې کار کوي څو طالبان خپلو ژمنو عملي کولو ته وهڅوي

Pa.azadiradio.com 

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر وايي، ګڼ هېوادونه پر دې کار کوي چې د طالبانو مشران د دوی د ژمنو عملي کولو ته وهڅوي.  سرګي لاوروف د شنبې په ورځ وویل، د روسیې، چین، پاکستان او امریکا مشران غواړي طالبان داسې حکومت جوړ کړي چې د ټولو استازیتوب وکړای شي.  د ده په وینا، دغه هېوادونه غواړي طالبان له افغانستانه د افراطیت د خپرېدو د مخنیوي لپاره هم اقدامات وکړي.  د روسیې د بهرنیو چارو سرګي لاروف وايي، روسیه، چین، پاکستان او د امریکا متحد ایالاتونه په خپلو کې د طالبانو په مسئله کې په تماس کې دي.  د ده په خبره د درېیو هېوادونو... Читать дальше...

روسیه: د طالبانو حکومت د رسمیت پېژندلو پر موضوع حاضر دمه غور نه کېږي

Pa.azadiradio.com 

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر وايي، د نړیوالې ټولنې له لوري د طالبانو د حکومت د رسمیت پېژندلو پر موضوع حاضر دمه غور نه کېږي.  سرګي لاوروف دا خبره وروسته له دې وکړه چې د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي د ملګرو ملتونو له سرمنشي انتونیو ګوتریش څخه وغوښتل چې د ملګرو ملتونو په عمومي اسامبلۍ کې د طالبانو استازي ته د وینا اجازه ورکړي.  لاروف همدا راز وویل، د ملګرو ملتونو امنیت شورا تر اوسه په دې غور نه دی کړی چې ایا پر طالبانو لګول شوي بندیزونه لېرې کړي او که نه؟   لاورف چې په یوه خبري کنفرانس... Читать дальше...

جرمنيان انتخاباتو کې برخه اخلي څو مېرکل ځای ناستی غوره کړي

Pa.azadiradio.com 

د جرمني خلک نن یکشنبه په انتخاباتو کې ګډون کوي چې د انګېلامېرکل ځای ناستی غوره کړي.  مېرمن مېرکل چې له ۱۶ کلونو راهیسې د جرمني صدراعظمه ده، د خپل دموکرات مسیحي ګوند د مشر ارمین لاشت د بري لپاره هلې ځلې کوي.  مېرمن میرکل د جمعې په ورځ په یوه وینا کې وویل، د دې لپاره چې په جرمني کې ثبات دوام وکړي، باید ارمین لاشت صدراعظم شي.  خو د لاشت سیال الاف شولتز چې اوس د جرمني د اقتصاد وزیر دی، په یوه وینا کې وویل، اوس د جرمني لپاره د یوې نوې پیلامې وخت دی.  د جرمني تر ۶۰ میلیونه ډېر خلک د رای ورکولو په شرایطو برابر دي.

امریکا کې له پټلۍ د یوه رېلګاډي د وتلو له کبله ۳ تنه مړه شوي

Pa.azadiradio.com 

په امریکا کې له پټلۍ څخه د یوه رېلګاډي د وتلو له کبله لږ تر لږه ۳ تنه مړه شوي دي.  دا پېښه پرون شنبې په مونتانا ایالت کې وشوه.  شیکاګو ته په دغه روان رېلګاډي کې ۱۴۶ تنه سپرلۍ او ۱۶ تنه عمله سپره وه چې له پټلۍ ووت.  تراوسه پورې له پټلۍ څخه د دغه رېلګاډي د وتلو علت نه دی څرګند شوی.

ارزګان میشتي خلک طالبانو ته: خپل ښخ کړي ماینونه وکاږئ، څو ژوند وکړو

Pa.azadiradio.com 

د ارزګان ولایت یو شمېر اوسیدونکي وايي، د جګړې د درېدو سره سره لا هم د خپلو سیمو څخه بې ځاي شوي او ځینې نور بیا وايي، که څه هم خپلو سیمو ته راغلي خو وايي، په ډاډه زړه په کې ژوند نه شي کولی. د ارزګان ولایت د مرکز ترینکوټ اړوند د طورې د سیمې اوسیدونکی عبدالرازق چې شااوخوا یوه میاشت وړاندې یې هغه مهال د ماین په چاودنه کې دواړه پښې او د یوه لاس ګوتې له لاسه ورکړې چې د کور مخه یې د جګړې لومړۍ کرښه وه. دی وايي: "په ماین چاودنه کې مې دوه پښې او د یوه لاس درې ګوتې له لاسه ورکړې، غوښتنه مې له طالبانو... Читать дальше...

خلک طالبانو ته: ستونزو په مخه کړي یو، د پاسپورټ او تذکرو ادارې پرانیزئ

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د پلازمېنې کابل په ګډون او نور ولایتونو کې د ګڼ شمېر دولتي ادارو او په ځانګړي توګه د پاسپورټ او برېښنايي تذکرو د ادارو نه فعالیت زیات شمېر هېوادوال له سختو ستونزو سره مخامخ کړي دي. د شمال ختیځ ولایتونو یو شمېر اوسېدونکي د پاسپورټ او تذکرو د ادارو د نه فعالیت له کبله انتقاد کوي او دغه راز له طالبانو غواړي چې ژر تر ژره یادې ادارې پرانیز، څو د خلکو شته ستونزې هوارې شي. د کندز ښار اوسېدونکی ۳۵ کلن راز محمد اڅکزی غواړي خپله ناروغه مور هند ته بوځي، خو د پاسپورټ نشتوالي له ستونزو سره مخ کړی دی. Читать дальше...

واشنګټن پوسټ؛ د 'لال مسجد' خطیب: افغانستان کې د طالبانو واکمنېدل د خدای کار و

Pa.azadiradio.com 

واشنګټن پوسټ واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د پاکستان د پلازمېنې اسلام اباد د لال مسجد یا سره جومات د خطیب په باب لیکنه خپره کړې، هغه جومات چې له کلونو راهیسې د مذهبي مبارزې د سنګر حیثیت لري او د تُندلارو کسانو د تبلیغ مرکز هم ګڼل کېږي.  په لیکنه کې راغلي: طالب ­پلوه خطیب مولانا عبدالعزیز په دغه جومات کې په زرګونو لمونځ ­کوونکي د افراطي وسله والو په ملاتړ د کېدونکو تبلیغاتو اورېدو ته جذب کړي دي.   دغه جومات چې څنګ ته یې د نجونو مدرسه هم ده، په ۲۰۰۷میلادي کال کې د پاکستان د امنیتي ځواکونو د خونړۍ محاصرې... Читать дальше...

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د امریکا د وروستي اقدام هرکلی کړی

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د امریکا د وروستي اقدام چې له افغانستان سره د بشري مرستو لپاره یو شمېر ادارو ته د فعالیت او د پیسو د ځینو انتقالاتو ته اجازه ورکړې، هرکلی وکړ.   د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي پرون شنبې رسنیو ته په یوه استولي اعلامیه کې ویلي چې د اسلامي امارت د  امریکا د خزانې وزارت وروستنی اقدام چې له مخې یې د امریکا دولتي ادارو، نړیوالو او غیر رسمي ټولنو او بانکونو ته اجازہ ورکړل شوې چي له افغانستان سرہ د خوراکي توکو او درملو مرستو رسولو ته اسانتیاوې برابرې کړي، هرکلی کوي. Читать дальше...

روسیه: لا هم غور نه دی شوی چې پر طالبانو بندیزونه لېري شي او که نه؟

Pa.azadiradio.com 

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاروف وایي، د ملګرو ملتونو امنیت شورا تراوسه په دې غور نه دی کړی چې ایا پر طالبانو لګول شوي بندیزونه لېرې کړي که نه؟ لاورف چې پرون شنبې یې په نیویارک کې د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلۍ ترڅنګ په یوه خبري کنفرانس کې څرګندونې کولې دغه راز وویل، ده تراوسه له هېڅ چا نه دي اوریدلي چې چا دې د ملګرو ملتونو له امنیت شوراغوښتي وي چې اوس یې اړتیا ده چې پر طالبانو دې لګول شوي بندیزونه کم یا بیخې لېرې شي. روسیه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا چې د بندیزونو په لېرې کولو یا لګولو کې مهم رول لري، د پنځو دایمي غړیو له ډلې یوه ده.


Музыкальные новости
Надежда Бабкина

В Ярославле ждут Надежду Бабкину на бесплатные концерты





Rss.plus
Бизнес

Бизнес-омбудсмен Москвы объяснила, почему важно принять закон о креативной индустрии




Имущественный комплекс в Сергиевом Посаде выставили на торги

Сотрудники Росгвардии обеспечили общественную безопасность в период проведения праздника Дня защиты детей в Городском парке культуры и отдыха г.о. Чехов

Мособлдума рассмотрит законопроект о ежемесячных выплатах для соцработников

Около 219 дорог в рамках нацпроекта отремонтируют в Подмосковье в 2024 году




ایټالیا کې زرګونو کسانو د افغان مېرمنو په ملاتړ لاریونونه وکړل

Pa.azadiradio.com 

په زرګونو کسانو د ایټالیا د پلازمېنې روم په ګډون په څو ښارونو کې د افغان ښځو په ملاتړ لاریونونه وکړل او غوښتنه یې وکړه چې نړیوال دې د طالبانو پر مشرانو فشارونو ته دوام ورکړي، څو ښځې پریږدي چې زده کړې وکړي او په ټولنه کې فعاله ونډه واخلي.  د اسوشیټېډ پرېس خبري اژانس د راپور له مخې په هغو ډلو کې چې دغه لاریونونه یې تنظیم کړي وو، د پنجیه بنسټ(فاونډېشن) هغه غړي هم و چې په تېرو شلو کلونو کې یې د افغان مېرمنو لپاره په اقتصادي پروژو کې ونډه اخیستې وه.   د دې بنسټ مرستیالې سیمونا لانځوني چې د روم په لاریون کې یې ګډون کړی و، وویل... Читать дальше...

البانیا: د افغانستان خلک دې بیا یوه څلورلاره کې نه پرېښودل کېږي

Pa.azadiradio.com 

د البانیا صدراعظم ایدي راما وایي، د افغانستان خلک باید بیا په یوه څلورلاره کې پرینه ښودل شي.  ښاغلي راما دغه څرګندونې پرون د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلۍ ته په وینا کې وکړې او په خپل هېواد کې یې د یو شمېر افغانانو منلو ته په اشاره وویل، هغه څه چې یې د سترګو پر وړاندې تیرېدل نه شوای کولای چې بې تفاوته پاتې شي. ښاغلي راما زیاته کړه: "دا زموږ مسولیت دی چې له ټولو امکاناتو چې په وس کې مو دي کار واخلو ترڅوهغه افغانان یوازې پرینه ږدو چې یو ځل بیا ځان په یوه څلورلاره کې ویني. په دې هېواد کې د تېرو شلو... Читать дальше...

مسکو کې له زرو زیاتو کسانو په یوه مظاهره کې ګډون وکړ

Pa.azadiradio.com 

د روسي چارواکو له خبرداري سره-سره پرون په مسکو کې له زرو زیاتو کسانو په یوه مظاهره کې ګډون وکړ.  دوی په دې ډېر په غوصه وو چې ولې د تیرۍ اوونۍ په پارلماني انتخاباتو کې په انلاین بڼه رایې ورکړل شوي.  دغه مظاهره د څو سیاستوالو له خوا چې اکثره یې کمونستان دي، تنظیم شوې وه.  مظاهره کوونکو ویل چې په رایو کې یې درغلي شوې او د لغوه کېدو غوښتنه یې کوله، خو د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین پرون یوې ډلې سیاستوالو ته چې دوما یا ولسي جرګې ته یې لاره موندلې په وینا کې وویل چې په انلاین بڼه د رایې ورکولو لکه د تکنالوژۍ د پرمختګ غوندې مخه نه شي نیول کېدای. Читать дальше...

هند: د افغانستان له بې ثباتۍ دې هېڅ هېواد د ځان په ګټه کار نه اخلي

Pa.azadiradio.com 

د هند صدراعظم نارندرا مودي وایي، د افغانستان له بې ثباتۍ باید هېڅ یو هېواد د ځان په ګټه کار وانه خلي. ښاغلي مودي دغه څرګندونې پرون شنبې د ملګروملتونو عمومي اسامبلۍ ته په وینا کې وکړې: "د دې مسالې یقیني کول کاملاً حیاتي دي چې د افغانستان له خاورې باید د ترورېزم د خپرېدو او د تروریستو حملو لپاره کار وانه خېستل شي."   د هند صدراعظم که څه هم د کوم مشخص هېواد نوم وانه خېست، خو اشاره یې پاکستان او چین ته وه او ویې ویل، هغه هېوادونه چې زاړه فکرونه لري، له ترورېزمه د یوې سیاسي وسیلې په توګه کار اخلي... Читать дальше...

ملګري ملتونه: ژمی راروان دی افغانستان د لوږې له سمدستي خطر سره مخ دی

Pa.azadiradio.com 

د ملګرو ملتونو د نفوس وجهي صندوق اجرائیوي مشره ناتالیا کانیم وایي، اوس چې ژمی را روان دی او په افغانستان کې واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته خدمتونه ګډوډ شوي، دا هېواد د لوږې له سمدستي خطر سره مخامخ دی. نوموړې دغه خبرداری پرون شنبې په نیویارک کې له خپل دفتره له فرانس پرېس خبري اژانس سره په مرکه کې ورکړ. هغې وویل، دا به مبالغه نه وي که ووایي چې د افغانستان د شااوخوا ۳۳ میلیونه وګړو یو پر درېیمه برخه به یې له سمدستي لوږې سره مخامخ شي. کانیم دغه راز وویل چې سخت ژمی لېرې پرتو او غرنیو سیمو ته د مرستو رسول ستونزمن کوي. Читать дальше...

د جلال اباد اوسیدونکی: ۴ اونۍ کېږي چې کار پسې راځم خو تش لاس ستنیږم

Pa.azadiradio.com 

په جلال اباد کې د بې روزګاره ځوانانو شمېر له یوې ورځې بلې ته مخ په ډېرېدو او روزګار په ورکېدو دی. کشمیر خان د ننګرهار اوسېدونکی او د یوې لس کسیزې کورنۍ یواځنی سرپرست او د نفقې ګټونکی دی. دی هره ورځ جلال اباد ښار ته د کار روزګار په تمه راځي خو له یوې میاشتې راهیسې ماښام تش لاس کور ته ځي. د کشمیر خان په خبره، کار روزګار نشته او د بې روزګارو خلکو شمېر له یوې ورځې تر بلې په ډېرېدو دی. کشمیر خان زیاتوي: "شااوخوا څلور اوونۍ کېږي چې هره ورځ ښار ته د کار لپاره راځم، خو هېڅ کار نه وي او له سختو ستونزو... Читать дальше...



Москва

"СВЯТОЙ ЛЕНИН: сенсация о прогнозах направит Америку и Европу творить добро?!


Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media
Москва

Собянин рассказал о развитии Москвы на ПМЭФ   



103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. 103news.com — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости

Сергей Шнуров

Стас Михайлов заявил, что до сих пор обижается на Сергея Шнурова




Спорт в России и мире

Алексей Смирнов – актер, которого, надеюсь, еще не забыли

Серебро «Кубка МЧС России по боксу» завоевал бердчанин Владислав Ефременко

12 июня в Оренбуржье пройдут мероприятия, посвященные Дню России

Альбина Мухаметзянова на ПМЭФ объявила о выходе сериала «Команда МАТЧ» в Казахстане


Матс Виландер

Экс первая ракетка мира Виландер оценил шансы Паолини на победу в финале «Ролан Гаррос»



Новости Крыма на Sevpoisk.ru




Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России