Мы в Telegram
Добавить новость
103news.com
Pa.azadiradio.com
Сентябрь
2021

Новости за 27.09.2021

د کندز اوسیدونکي: طالبان دې د جګړو له امله ویجاړ پلونه،پلچکونه ورغوي

Pa.azadiradio.com 

د کندز د امام صاحب ولسوالۍ اوسېدونکي شکایت کوي چې د جګړو پر مهال د دغې ولسوالۍ د لویې لارې پر اوږدو کې ټول پلونه او پلچکونو پر بمونو الوزول شوي او د خلکو تګ را تګ یې ستونزمن کړی دی. د یادې ولسوالۍ اوسېدونکي وايي چې د پلونو او پلچکونو ړنګېدو له امله دوی خپل کرنیز محصولات په وخت سره بازار ته نه شي رسولی. د کندز د امام صاحب ولسوالۍ د عبدالقادر په نوم یوه اوسیدونکي ازادی راډیو ته وویل: "ویجاړو شویو پلچکونه ډېره لویه ستونزه جوړه کړې، هغه خلکو ته زیاته ستونزه چې ناروغان ولري او غواړي خپل ناروغان بازار... Читать дальше...

د رسنیو د ملاتړ بنسټونه: ځیني خلک د خبریالانو له نوم په استفادې بهر ته ایستل شوي

Pa.azadiradio.com 

د خبریالانو له نوم نه په استفادې سره بهر ته د ځینو خلکو د لېږلو په اړه د راپورونو تر خپرېدو وروسته، د رسنیو د ملاتړ یو شمېر بنسټونو په یوه غونډه کې په دې اړه غبرګون وښود. د دې بنسټونو غړي وايي، یو شمېر خلک د خبربالانو له نوم څخه په استفادې او د جعلي اسنادو په جوړولو سره له هېواد ایستل شوي دي، خو هغه خبریالان چې هره ورځ له جدي ګواښونو سره مخ دي لاهم په هېواد کې دي. د مدني ټولنو او ژورنالېستانو د ګروپ مشر ناصر اخترزي په کابل کې د دوشنبې په ورځ «۱۴۰۰ کال د تلې ۰۵» د دغه کنفرانس په څنډه کې ازادي... Читать дальше...

بروکسل کې د افغانستان سفارت ودانۍ ته شپږ تنه بلواګر په زوره ننوتلي

Pa.azadiradio.com 

د بلجیم په پلازمېنه بروکسل کې د افغانستان سفارت وايي، د دوی ودانۍ ته شپږ تنه بلواګر په زوره ننوتلي او هڅه‌یې کړې د دوی ځیني مهم اسناد ترلاسه کړي. دغه سفارت نن په یوه اعلامیه کې ویلي چې دغو کسانو چې ځانونه د «ډیموکرات افغانستان» وګړي بولي، سهار وختي تیاره مهال د سفارت پر ودانۍ حمله کړې ده. د سفارت په اعلامیه کې ویل شوي چې دغو کسانو د سفارت دروازې او کړکۍ هم ماتې کړي او ساتونکي یې په چړې ګواښلي دي. په بلجیم کې د افغانستان سفارت په خپله اعلامیه کې ویلي، سفیر هڅه وکړه له دغو بلواګرو سره خبرې وکړي،... Читать дальше...



سلواکیا: لا هم دې ته چمتو نه‌یو چې د طالبانو حکومت په رسمیت وپېژنو

Pa.azadiradio.com 

د سلواکیا د بهرنیو چارو وزیر وايي، هېواد یې لا هم دې ته چمتو نه‌دی چې د طالبانو حکومت په رسمیت وپېژني. ایوان کورچوک د ملګرو ملتونو له عمومي اسامبلۍ له ستنېدو وروسته نن په پلازمېنه براتیسلاوا کې یوه کنفرانس ته دا خبره وکړه. ښاغلی کورچوک وايي: "طالبان په رسمیت نه‌دي پېژندل شوي، موږ هم د دوی په رسمیت پېژندلو ته چمتو نه‌یو، خو طالبان هغه ډله وه چې د امریکا متحده ایالاتو په ۲۰۱۹م کال کې ورسره تر خاصو شرایطو لاندې له افغانستانه د خپلو ځواکونو د ایستلو موافقه نهايي کړه." طالبانو چې د اګسټ میاشتې پر... Читать дальше...

ناروې: که افغان نجونې ښوونځي ته لاړې نه‌شي د هېواد راتلونکی رښتینی نه‌دی

Pa.azadiradio.com 

په افغانستان کې ښوونځیو ته له شپږم ټولګي پورته د نجونو د نه‌تګ موضوع ورځ تر بلې غبرګونونه راپاروي. د ناروې د کډوالو چارو شورا سرمنشي یان ایګلنډ هم په دې اړه خپله چوپتیا ماته کړه. هغه نن دوشنبه په خپل ټویټرپاڼه لیکلي، د یو هېواد نجونې چې په هر عمر کې وي ښوونځي ته لاړې نه‌شي د دغه هېواد راتلونکی رښتینی نه‌دی. د ده په وینا چې مېرمنې باید د افغانستان په ټولو برخو کې په مساویانه ډول ګډون ولري تر څو اړتیاوو ته بې‌درېغه ځواب وویل شي. هغه لیکلي دي: "زما خطاب طالبانو ته دی، که نجونې چې په هر عمر کې... Читать дальше...

په نیمروز ولایت کې د لرغونو ودانیو د ویجاړېدو په اړه اندېښنې

Pa.azadiradio.com 

په دغه ولایت کې ۴۶ لرغونې کلاوې شته چې ډېرې یې د ویجاړېدو له ګواښ سره مخ دي. د دې ولایت فرهنګیان وایي، لرغوني اثار د یوه هېواد د هویت څرګندونه کوي او باید ورنه ښه ساتنه وشي. دوی له طالبانو غواړي چې د لرغونو اثارو او کلاګانو په ساتنه او بیارغونه کې هڅه وکړي.

په کونړ کې ولسونه او طالبان: تېره یوه اوونۍ کې د پاکستان پوځ ۴۰۰ ګولۍ راویشتلي

Pa.azadiradio.com 

په کونړ کې ولسونه او طالب چارواکي وایي، په تېره یوه اوونۍ کې د پاکستان پوځ پر سرکاڼو او مرورې ولسوالۍ د توپونو شااوخوا ۴۰۰ ګولۍ راویشتلي چې خلک‌يې ګڼو ستونزو سره مخ کړي او ډېری کورنۍ له خپلو مېنو کډوالې شوې دي. د سرکاڼو ولسوالۍ د ګنجګل کلی چې د ډیورند کرښې سره نږدې پروت دی، پخوا په‌کې زیاته ګڼه ګوڼه وه. سلګونه کسان په‌کې مېشت ول، خو د پاکستان پوځ توپچي بریدونو ډېری کورونه ړنګ کړي او اوسېدونکي یې نورو سیمو ته کډوال شوي دي. دلته اوس یوازې یو نیم تن تر سترګو کېږي چې هغه هم د کور ساتنې ته پاتې دی. Читать дальше...

ملګرو ملتونو کې د افغانستان په استازیتوب د غلام محمد اسحاق‌زي وینا ته د طالبانو غبرګون

Pa.azadiradio.com 

طالبان وايي، د ملګرو ملتونو په عمومي اسامبله کې یوازې د دوی له‌خوا معرفي شوی کس د دوی او د افغانانو استازولي کولای شي. په داسې حال کې چې نن د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلۍ ته په دغه سازمان کې د افغانستان په استازيتوب له افغانستانه د وتلي جمهور رئیس محمد اشرف غني استازی غلا محمد اسحاق‌زی وینا کوي، طالبانو دې کار ته غبرګون ښودلی وايي، یوازې هغه کس د افغانستان او طالبانو په استازيتوب دې اسامبلۍ ته وینا کولای شي چې د دوی له‌خوا معرفي شوی وي. د طالبانو د رسنیو دفتر یو غړي بلال کریمي نن دوشنبه «۱۴۰۰ کال... Читать дальше...



 هنګري او د روسيې ګازپروم شرکت د هنګري لپاره د تېلو د عرضې نوی تړون لاسلیکوي

Pa.azadiradio.com 

د هنګري د بهرنیو چارو وزیر پیټر سیارتو او د روسیې د ګازو د لوی شرکت ګازپروم مشر الکسي مېلر به نن په بوداپست کې د هنګري لپاره د تېلو د عرضې نوی اوږدمهاله تړون لاسلیک کړي. هنګري تېره میاشت ویلي و چې له مسکوه‌یې د ګازو د انتقال لپاره د نوي اوږدمهاله تړون له ټولو شرایطو سره موافقه کړې ده. هنګري ته د ګازو رسولو تړون د اکټوبر میاشتې له لومړۍ نېټې د تطبیق وړ دي. د هنګري د بهرنیو چارو وزیر د اګسټ میاشتې په وروستیو کې ویلي و چې له ګازپروم سره به دغه تړون د ۱۵ کلونو لپاره وي. ګازپروم به هنګري ته په کال کې ۴،۵ میلیارده متر مکعب طبیعي ګاز لېږدوي.

ناروې: د افغانستان اقتصاد د سقوط په درشل کې دی

Pa.azadiradio.com 

د ناروې د کډوالو شورا سرمنشي وايي، د افغانستان اقتصاد د سقوط په درشل کې دی. یان ایګلنډ چې په کابل کې دی، نن دوشنبه په یوه اعلامیه کې ویلي، د پیسو د نشتوالي له کبله ښايي یوه ورځ دولتي بانکي سیستم له سقوط سره مخامخ شي. د ناروې د کډوالو شورا سرمنشي ویلي په افغانستان کې یې له ګڼو داسې کورنیو سره کتلي چې یوازې په چایو او یوې ګولې وچې ډوډۍ یې ګوزاره ده. د ناروې د کډوالو شورا د سرمنشي په خبره که په افغانستان کې اقتصاد له سقوط سره مخامخ شو، زیات اساسي خدمات به هم نور نه‌وي او بشري اړتیاوې به لاپسې زیاتې شي. Читать дальше...

سږ کال په افغانستان کې د ګوزڼ یوه پېښه ثبت شوې

Pa.azadiradio.com 

په افغانستان کې د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) وايي، روان میلادي کال په افغانستان کې د ګوزڼ یا پولیو یوازې یوه مثبته پېښه ثبت شوې ده. دغې ادارې نن په یوه ټویټ کې ویلي، په ۲۰۲۰م کال کې په افغانستان کې د ګوزڼ ۵۶ مثبتې پېښې ثبت شوې وې. د روغتیا نړیوال سازمان ویلي چې کور پر کور ماشومانو ته د پولیو ضد واکسین ورکولو ته چمتو دی او دا کار باید ژر تر ژره ترسره شي. د سازمان په خبره همدا اوس د پولیو له‌منځه وړلو لپاره یو لوی فرصت شته. طالبانو په تېرو کلونو کې د کور پر کور واکسین لګولو ته اجازه نه‌ورکوله... Читать дальше...

 جرمني کې ۴ ګوندونه د بالقوه ائتلافي حکومت پر تشکیل خبرې کوي

Pa.azadiradio.com 

په پام کې ده په جرمني کې نن څلور ګوندونه د بالقوه ائتلافي حکومت پر تشکیل خبرو ته کېني. تر دې څو ساعته مخکې د پرونیو عمومي ټاکنو وروستیو نتیجو وښوده چې کیڼ ­اړخي سوسیال ډیموکرات ګوند تر واکمن محافظه‌کار اتحاد چې انګلا مېرکل‌یې مشري کوي، یو څه مخکې دی. د لومړنیو رسنیو نتایجو له مخې سوسیال ډیموکرات ګوند په سلو کې ۲۵،۷ او محافظه‌کار اتحاد څه باندې ۲۴ فیصده رایې ګټلې دي. په جرمني کې د پرونیو پارلماني انتخاباتو لومړنۍ نتیجې ښیي چې سوسیال ډیموکراټ ګوند «SPD» د جرمني د صدراعظمې انګلا مېرکل له واکمن محافظه‌کاره اتحاد څخه یو څه مخکې شوی. Читать дальше...

یونان کې ۵،۸ درجې زلزلې یو تن مړ کړ

Pa.azadiradio.com 

نن سهار د ریښتر په مقیاس ۵،۸ درجې زلزلې د یونان د کریتِ ټاپو یو نېستمن­ مېشته ښار ولړزاوه چې لږ تر لږه یو تن‌یې مړ کړی دی. د ټلوېزیون په تصاویرو کې ښکاري چې د زلزلې له کبله ګڼ کسان مجبوره شوي چې له ودانیو سړکونو ته راووځي. د زلزلې ټکانونه د کریتِ په شمال سانتوریني ټاپو کې هم احساس شوي دي. عیني شاهدانو ویلي چې دغې زلزلې کورونه هم زیانمن کړي دي.

د محمد اشرف غني رسمي فېس‌بوک پاڼه هک شوې

Pa.azadiradio.com 

د مخکېني ولسمشر محمد اشرف غني په یوه ټویټ کې ویل شوي چې د ښاغلي غني د فېس‌بوک رسمي پاڼه له پرون راهیسې هک شوې ده. دا خبره وروسته له هغې وشوه چې د محمد اشرف غني د فېس‌بوک پر پاڼه په یوه مطلب کې پر دې انتقاد شوی و چې د افغانستان په استازیتوب ولې نن دوشنبه د ملګرو ملتونو عمومي غونډې ته غلام محمد اسحاقزی وینا کوي. د فېس‌بوک په دغه مطلب کې د ښاغلي غني له قوله ویلي شوي وو: "نړیوال د دې پر ځای چې د افغانستان له ملت څخه لیرې شي باید له اوسني حکومت سره تعامل او ورسره مرستې وکړي." مخکېني ولسمشر محمد... Читать дальше...

 د جرمني په انتخاباتو کې تر دې دمه د سوسیال ډيموکراټ ګوند مخکې دی

Pa.azadiradio.com 

په جرمني کې د تېرې ورځې د پارلماني انتخاباتو لومړنۍ نتیجې ښیي چې سوسیال ډيموکرات ګوند اس پي ډي یو څه د جرمني د صدراعظمې انګلا مېرکل له واکمن محافظه‌کاره ائتلاف سي ډي یو او سي اېس یو څخه مخکې شوی. دواړو لورو ادعا کړې چې د نوي حکومت د جوړولو لپاره‌يې کافي رایې ګټلې دي، خو د دغو انتخاباتو لومړنۍ نتیجې ښیي چې د یوه ائتلافي حکومت د جوړولو لپاره به خبرې ډېرې دوام وکړي. مېرکل به چې له ۱۶ کلونو وروسته خپله دنده پرېږدي، تر هغو چې نوی حکومت نه‌وي جوړ شوی، د سرپرست صدراعظمې په توګه خپل کار ته دوام ورکړي. Читать дальше...

سروې؛ کرونا وبا د دوهمې نړیوالې جګړې راوروسته د خلکو عمر ډېر لنډ کړی

Pa.azadiradio.com 

د یوې ترسره شوې سروې نتیجه ښیي چې په نړۍ کې د کرونا خپرې شوې وبا له دوهمې نړیوالې جګړې راوروسته د خلکو عمر ډېر رالنډ کړی دی. د دغې سروې چې د امریکا متحده ایالاتو، چیلي او اروپایي هېوادونو په ګډون د نړۍ په ۲۹ هېوادونو کې ترسره شوې، نتیجه‌یې ښیي چې د ډېر ژوند کولو په برخه کې د څو لسیزو هغه پرمختګونه چې په دې هېوادونو کې شوي، د کرونا وبا له امله په اوبو لاهو شوي دي. د دغې سروې نتیجه نن د اېپېډیمي لوژي په نړیوال ژورنال کې خپره شوې. د دغې سروې یوه تنظیموونکي ډاکتر ریدهي کاشیاپ ویلي د دوی د سروې... Читать дальше...

ملګري ملتونه: ایران زموږ څارونکو ته د یوه ورکشاپ د کتنې اجازه نه‌ده ورکړې

Pa.azadiradio.com 

د ملګرو ملتونو د اټمي څارنې اداره وایي، ایران د هغه توافق له مخې چې دوه اوونۍ مخکې شوی، د دې ادارې څارونکو ته اجازه نه‌ده ورکړې چې تهران ته نږدې د سنترفیوژونو د پرزو جوړولو له یوه ورکشاپ څخه کتنه ترسره کړي. د دغې ادارې رئيس رافایل ګروسي په یوه بیان کې چې پرون یکشنبې خپور شوی، ټینګار کړی چې د هغې موافقې چې د دواړو لورو ترمنځ د سپټمبر په ۱۲مه شوې، ټول موارد باید تطبیق شي. د دغې موافقې له مخې ایران اجازه ورکړې چې نړیوال څارونکي کولای شي، د دې هېواد د اټمي فعالیتونو په حساسو ځایونو کې څارونکې کمرې نصب او څارنې ته دوام ورکړي.

ایټالیا: طالبان په رسمیت نه‌شو پېژندلی خو له افغانانو سره به مرسته وکړو

Pa.azadiradio.com 

ایټالیا ویلي، د طالبانو حکومت په رسمیت نه‌شي پېژندلی، خو له افغانانو سره به مرسته کوي. د روېټرز خبري اژانس په استناد دا خبره د ایټالیا د بهرنیو چارو وزیر لویجي دي مایو کړې. نوموړي ویلي، نړۍ باید افغانستان له اقتصادي ناورینه وژغوري. د ایټالیا د بهرنیو چارو وزیر ویلي، د طالبانو په رسمیت پېژندل ځکه ورته ستونزمن دي چې په خبره‌یې د طالبانو کابینه کې ۱۷ کسان داسې دي چې په ترهګریزو فعالیتونو تورن دي. طالبان د اګسټ په ۱۵مه کابل ته ننوتل، خو تر اوسه هېڅ یوه هېواد هم د دوی حکومت په رسمیت نه‌دی پېژندلی. Читать дальше...

اردوغان: د کابل هوایي ډګر په اړه له هوکړې مخکې باید ټول‌شموله حکومت اعلان شي

Pa.azadiradio.com 

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وایي، د کابل هوایي ډګر د مدیریت په اړه له هر ډول هوکړې مخکې غواړي چې طالبان ټول‌شموله حکومت اعلان کړي. ترکیې کابل کې د طالبانو له واکمنۍ مخکې ویلي و چې د هوایي ډګر د مدیریت او امنیت په برخه کې همکارۍ ته چمتو ده. اردوغان پرون سي بي اېس خبري شبکې ته ویلي چې افغانستان کې اوس حکومت ټول‌شموله نه‌دی او په خبره‌يې تر هغو چې ټول قشرونه په حکومت کې ونه‌ویني، افغانستان کې به حضور ونه‌لري. طالبانو د هوایي ډګر په تخنیکي برخه کې له ترکیې او قطره د همکارۍ غوښتنه کړې، خو له... Читать дальше...


Музыкальные новости
Бато Багдаев

В Маньжурии открывается российско-китайский ночной клуб Felicity Port





Rss.plus
Ольга Бузова

«Можно даже не уметь играть в футбол»: Ольга Бузова публично высмеяла и унизила бывшего мужа Дмитрия Тарасова




МИД России прокомментировал национализацию активов ушедших западных компаний

Пензенская область вошла в число участников первенства России по прыжкам в воду

COMvex 2024: российское машиностроение заменяется китайским

Горожанам подготовили особое меню на фестивале «Москва — на волне. Рыбная неделя»




کرکټ؛ ویرات کوهلي په شل اوریزو لوبو کې د ۱۰ زره منډو ریکارډ جوړ کړ

Pa.azadiradio.com 

ویرات کوهلي د هند د کرکټ لومړنی لوبغاړی شو چې شل اوریزو لوبو کې يې ۱۰ زره منډې پوره کړې. ۳۲ کلن کوهلي د ۱۰ زره منډو ریکارډ پرون په دوبۍ کې د ممبی انډینز لوبډلې په وړاندې سیالۍ کې پوره کړ. نوموړي دا ۱۰ زره منډې په ۳۱۴ شل اوریزو لوبو کې ترلاسه کړې دي. روېټرز اژانس ویلي، تر دې وړاندې د وېسټ انډیز لوبغاړي کرېس ګېل په شل اوریزو او پنځوس اوریزو لوبو کې ۱۰ زره منډې پوره کړې دي.

کرملېن: که امریکا نوي بندیزونه ولګوي ځواب به‌یې ورکړو

Pa.azadiradio.com 

کرملېن ویلي، که چېرې امریکا نوي بندیزونه پرې ولګوي، ځواب به‌يې ورکړي. د امریکا استازو جرګې تېره اوونۍ د ملي دفاع مسوده تصویب کړه چې هغې کې پر روسیې د نویو بندیزونو غوښتنه هم شوې ده. امریکایي قانون جوړوونکو ویلي، پر روسیې دا بندیزونه باید د هغوی د ویجاړوونکو فعالیتونو په خاطر ولګول شي. د استازو جرګې دا مسوده د سنا جرګې تأييد او د ولسمشر توشېح ته اړتیا لري. د کرملېن ویاند دیمیتري پېسکوف پرون د روسیې دولتي ټلوېزیون ته وویل، که امریکا پرې نوي بندیزونه ولګوي، هېواد به‌یې عاقلانه ځواب ورکړي.

د ملکي هوايي چلند اداره: له ایران او پاکستان پرته هېڅ هېواد کابل ته الوتنې نه‌ کوي

Pa.azadiradio.com 

کابل ته د طالبانو په راتګ دا دی نږدې یوه نیمه میاشت واوښته، خو لا هم دغلته د هوایي ډګر چارې عادي حالت ته نه‌دي راغلي. چارواکي وایي، هوایي ډګر د ورځې له‌خوا ۱۲ ساعته کورنیو او بهرنیو الوتنو ته چمتو دی، خو له ایران او پاکستان پرته نورو هېوادونو لا دملکي الوتنو پيل ته چمتووالی نه‌ دی اعلان کړی. د ملکي هوایي چلند اداره وایي، له ګڼو هېوادونو یې د رسمي مکتوب له لارې دا غوښتنه کړې، خو په خبره‌ یې یوازې ایران او پاکستان تراوسه ورسره منلې ده، نورو هېوادونو لا ځواب نه‌دی ورکړی. د دغې ادارې د الوتنو... Читать дальше...

د ملګرو ملتونو عمومي اسامبله؛ غلام محمد اسحاقزی د افغانستان په استازیتوب خبرې کوي

Pa.azadiradio.com 

ټاکل شوې نن د ملګرو ملتونو په عمومي اسامبله کې د افغانستان په استازیتوب غلام محمد اسحاقزی خبرې وکړي. ملګرو ملتونو پر خپله وېب‌پاڼه لیکلي چې نن ماسپښین به د ځینو نورو هېوادونو ترڅنګ د افغانستان دغه استازی عمومي اسامبلې ته وینا کوي. روېټرز خبري اژانس د ملګرو ملتونو د ویاند سټیفن دوجاریک په حواله ویلي چې د افغانستان ویناوال به غلام محمد اسحاقزی وي. اسحاقزی د محمد اشرف غني په مشرۍ د پخواني دولت له‌خوا په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازي په توګه ټاکل شوی و.  اسحاقزی داسې مهال ملګرو ملتونو... Читать дальше...

 د جي شل ډله د افغانستان په اړه بحث کوي

Pa.azadiradio.com 

ټاکل شوې د جي شل ډله سبا سې شنبه ( د تلې په ۶مه) د افغانستان په اړه بحث وکړي. روسي رسنیو پرون په دې اړه د روسیې د بهرنیو چارو وزارت د مرستیال سرګي ورشینین په حواله راپور ورکړ. نوموړي ویلي، د جي شل ډلې استازي هوډ لري چې نیویارک کې د ملګرو ملتونو تر عمومي اسامبلې وروسته په متمرکزه ډول د افغانستان په اړه خبرې وکړي. ایټالیا اوس د جي شل ډلې دوره‌یي مشري پر غاړه لري او د سبا ورځې غونډې مشري هم د ایټالیا صدر اعظم ماریو دراګي کوي. جي شل ډله کې د نړۍ صنعتي او هغه هېوادونه راټول شوي چې اقتصاد یې د پراختیا په حال کې دی.

نیویارک پوسټ: امریکا دې زرګونو هغه کسان چې افغانستان کې تر شا پرېښي نه هېروي 

Pa.azadiradio.com 

بزنس انسایډر  د امریکا بزنس انسایډر خپرونې د افغانستان په اړه د امریکا د متحدو ایالاتونو د پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ پر لانجمنو څرګندونو لیکنه خپره کړې ده.   خپرونه لیکي، ډونالډ ټرمپ د شنبې په ورځ په جورجیا ایالت کې د خلکو یوه لاریون ته په خبرو کې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو په باب ځینې «بې اساسه» ادعاګانې هم وکړې.   پخواني ولسمشر ټرمپ ادعا وکړه، هغه کسان چې له افغانستانه ایستل شوي، د ایستلو یا تخلیې پر شرایطو برابر نه وو، د ده په خبره د امریکا حکومت په سلګونو امریکايي اتباع لا... Читать дальше...



Москва

На Мальдивы – без лишних трат


Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media
Москва

Собянин: В июне в Москве пройдет цикл мероприятий для собак и их владельцев



103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. 103news.com — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости

Юрий Лоза

Юрий Лоза дал рекомендации фигуристке Камиле Валиево




Спорт в России и мире

Алексей Смирнов – актер, которого, надеюсь, еще не забыли

ЦСКА разорвал дистанцию // Армейцы увеличили преимущество в финальной серии Единой лиги ВТБ

Сделано в СССР. Первое историческое ралли в Москве стартует 2 июня

При поддержке MR Group прошел полумарафон «ЗаБег.РФ»


WTA

Касаткина опустилась на 13-ю строчку в рейтинге WTA, Рахимова поднялась на 18



Новости Крыма на Sevpoisk.ru


Москва

Лидер движения «Всеармянский фронт» Аршак Карапетян 24 мая 2024 года встретился с членами Координационного совета российско-армянских организаций России и политологами



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России