Мы в Telegram
Добавить новость
103news.com
Pa.azadiradio.com
Январь
2023

Новости за 10.01.2023

امرالله صالح: افغانستان کې د مرستو د ترلاسه کولو او وېش هيڅ مېکانېزم نه‌شته

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د تېر جمهوري نظام لومړي مرستیال ویلي، کابل ته د نړيوالو مرستو د استولو بهیر لپاره هیڅ داسې یو مېکانېزم نه‌شته، څو ډاډ تر لاسه شي چې دغه مرستې د طالبانو له لاسه نه تېرېږي او یوازې اړو کسانو ته رسېږي. امرالله صالح تېره شپه په یو لړ ټویټونو کې ویلي، هغه معلومات چې له ده سره دي د ملګرو ملتونو او یا نورو غیر دولتي ادارو هیڅ ماموریتونه د طالبانو د استخباراتي ادارې له شتون پرته امکان نه‌لري. ښاغلي صالح دا ادعاوې پرته د کومو شواهدو د وړاندې کولو کړې خو یادونه يې کړې، چې کولی شي په دې اړه نومونه او تاریخونه شریک کړي. Читать дальше...

د اسلامي همکاريو سازمان د طالبانو وروستيو محدوديتونو په اړه غونډه جوړوي

Pa.azadiradio.com 

د اسلامي همکاریو سازمان OIC د ښځو پر زده کړو او کار د طالبانو د حکومت د وروستیو محدوديتونو په اړه غونډه جوړوي. اوای‌سي پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي دي، چې دا ناسته به د جنوري په ۱۱مه د دې سازمان د اجرایوي کمېټې له‌خوا په جدې کې پيل شي چې په افغانستان کې د وروستیو تحولاتو او بشري وضعيت په اړه به په‌کې بحث وشي. د اسلامي همکاريو سازمان او د اسلامي فقې نړۍوالې اکاډمۍ تر دې مخکې د اعلامیو په خپرولو سره پر ښځو د طالبانو وروستي محدوديتونه له شريعت سره په ټکر کې بللي وو. د ښځو د حقونو یو شمېر فعالانې... Читать дальше...

عباس ستانکزی: د مشرانو يوازې هغه امرونه منل واجب دي چې د شريعت مطابق وي

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو یو مهم مشر شیر محمد عباس ستانکزی وايي د مشرانو یوازې "هغه اوامر په سړي واجب دي چې د شریعت مطابق وي خو که د شریعت خلاف وي بیا یې وجوب نه‌شته." د طالبانو د بهرنیو چارو د وزارت مرستیال دا څرګندونې تېره اوونۍ په لوګر کې یوې غونډې ته کړي خو تازه په ټولنیزو رسنیو کې لاس په لاس کېږي. شیر محمد عباس ستانکزی چې یو مهال یې په قطر کې امریکا سره د طالبانو په مذاکراتو کې د دې ډلې د مرکچي پلاوي مشري کوله تر دې مخکې هم د نجونو او ښځو د زده‌کړو په برخه کې پر شتو محدودیتونو نیوکې کړي دي. خو تازه... Читать дальше...



د لوړو زده‌کړو وزارت له کارکوونکو عقيدتي ازموينه اخيستل کېږي

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو حکومت په مالیې او پوهنې وزارتونو کې د عقیدتي او دیني ازموینو نه وروسته اوس ویل کېږي، چې د لوړو زده‌کړو وزارت له کارکوونکو به هم دغه ازموینه واخیستل شي. د طالبانو حکومت د امر بالمعروف او نهي عن المنکر وزارت ویاند عاکف مهاجر ازادي راډیو ته په یو لیکلي پیغام کې، دا موضوع تاييد کړه خو په دې اړه يې نور جزیات ورنه‌کړل. د لوړو زده‌کړو وزارت ویاند ضیا الله هاشمي هم د دغه ازموینې د دقیقې نېټې په اړه زموږ پوښتنه ځواب نه‌کړه. دا په داسې حال کې ده چې په ټولنیزو رسنیو کې د دغه ازموینې د پوښتنو... Читать дальше...

د طالبانو حکومت بهر ته د صادراتو د زياتوالي خبر ورکړ

Pa.azadiradio.com 

په افغانستان کې د طالبانو د حکومت د رئیس الوزرا اقتصادي معاونیت د روان کال په لومړیو نهو میاشتو کې بهر ته د صادراتو د زیاتوالي خبر ورکوي. د ملاعبدالغني برادر په مشرۍ دې معاونیت نن په یوه ټویټ کې ویلي، د هېواد د اقتصادي ثبات په پار د اخیستل شویو کوټلو اقداماتو په نتیجه کې د ۱۴۰۱ کال په لومړیو نهو میاشتو کې بهر ته د صادراتو کچه ۱۴۲۴ میلون ډالرو ته رسېدلې. دغه راز ویل شوي، دا په داسې حال کې ده چې د تېرو ۱۳۹۹ او ۱۴۰۰ کلونو په لومړیو نهو میاشتو کې بهر  ته د افغانستان د صادراتو کچه په ترتیب ۴۳۴ او ۴۷۸ ملیون ډالره وه. Читать дальше...

ویرات کهولي ۴۵مه سلیزه هم ترلاسه کړه

Pa.azadiradio.com 

د هندۍ کرېکټ لوبډلې ستوري لوبغاړي ویرات کهولي د سریلانکا خلاف په پیل شویو یو ورځنیو سيالیو کې خپله ۴۵مه سلیزه هم بشپړه کړه. هغه په اوسنيو کرکټرانو کې تر ټولو مخکښ دی، خو یوازې له سچن ټنډولکر شاته دی. ټنډولکر په یو ورځنیو سیالیو کې ۴۹ سلیزې وهلي دي. د هند او سریلانکا ترمنځ تر شل اوریزو سیالیو وروسته نن(د جنورۍ ۱۰) د درې یو ورځنیو لوبو لړۍ پيل شوې ده او دا د یو ورځنیو سيالیو د نړیوال جام د لارموندنې لوبې دي. هند لا له وړاندې د ۲۰۲۳ کال د یو ورځنیو سیالیو نړیوال جام ته لار موندلې ده، خو د سریلانکا لوبډله په درجه بندۍ کې په نهم مقام کې ده. Читать дальше...

ترکيه کې د کردانو ملاتړي ګوند بندولو قضيه محکمې ته وړاندې شوه

Pa.azadiradio.com 

د ترکیې لوی څارنوال د اپوزیسیون، د کردانو ملاتړي ګوند د فعالیت د بندولو لپاره خپله وروستۍ قضیه نن په محکمه کې وړاندې کړه. د دغه ګوند د تړلو لپاره هڅې داسې مهال کېږي چې ټاکل شوې د روان کال په وروستیو کې په ترکیه عمومي انتخابات ترسره شي. د ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان په مشرۍ حکومت د ۲۰۲۱ کال د مارچ له میاشتې راهیسې هڅه کوي چې د خلک ډیموکراتیک ګوند، HDP چې په پارلمان کې دریم لوی ګوند دی، منحل کړي. د خلک ډیموکراتیک ګوند په دې تورن دی چې له مخالفه کرد وسله‌والو سره اړیکي لري خو دا ګوند وایي... Читать дальше...

د بشري حقونو مشر: ايران د اعدام په سزا خلک ويروي

Pa.azadiradio.com 

د ملګروملتونو د بشري حقونو مشر ولکر ترک وایي، تهران هغو کسانو ته چې په اعتراضونو کې برخه اخلي، د اعدام له سزا څخه په استفادې په خلکو کې ویره خپروي او د مخالفت مخه نیسي. ترک وویل، د هغو کسانو لپاره چې د خپلو اساسي حقونو لپاره غږ پورته کوي، په مظاهرو کې برخه اخلي یا یې تنظیموي، د یوې جینایي وسلې په توګه کار اخیستل، د دولت له‌خوا له وژنو سره پرتله کېدای شي. د ملګروملتونو د بشري حقونو مشر دغه څرګندونې وروسته له هغې کوي چې ایران پرون درې تنه نور معترضان هم په اعدام محکوم کړل چې په دې سره تر اوسه... Читать дальше...



سيګار: د افغانستان د کانونو استخراج کې د امريکا پانګونه بې پايلې وه

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د حکومت د سرمفتش ادارې، سیګار په خپل تازه راپور کې چې د جنورۍ په نهمه یې خپور کړی ویلي، چې د افغانستان د کانونو د استخراج په برخه کې د امریکا مرستې پر ځای نه‌دي لګېدلي او هغه هدف چې د دې کانونو په استخراج سره بهرنۍ پانګونه جلب او د افغانستان اقتصاد په خپلو پښو ودرېږي، لاس ته نه‌دی راغلی.   سیګار ویلي، د امریکا متحده ایالاتو له ۲۰۰۴ کال څخه تر ۲۰۲۱ کال پورې د کانونو د سروې، کشف، قوانینو او ظرفیت لوړولو په برخه کې نېږدې ۹۶۲.۶ میلیونه مرسته کړې وه خو د سیګار... Читать дальше...

چين د جنوبي کوريا وګړو لپاره د لنډمهاله ويزو ورکول ځنډولي

Pa.azadiradio.com 

په سېول کې د چین سفارت د جنوبي کوریا هغو وګړو ته چې غواړي چین ته سفر وکړي د لنډمهالو ویزو ورکول ځنډولي دي. دا وروسته له دې چې یو شمېر هېوادونو د کورونا وبا له وېرې چینایانو ته د ویزو ورکول وځنډول، د پېکېنګ لومړنی ځوابي اقدام دی. په دې اړه د چین د سفارت په بیان کې راغلي چې، چین به خپله پالیسي هغه مهال بدله کړي چې جنوبي کوریا پر چینايي وګړو د ویزې له تبعیضه ډک بندیز لیرې کړي. دا اعلان یوه ورځ وروسته له هغه کېږي چې د چین د بهرنیوچارو وزیر قین ګانګ له خپل کوریايي سیال پارک جین سره په ټليفوني خبرو کې پردې محدودیت اندېښنه وښوده.

کندهار کې خپلواکو چاپي رسنیو فعالیت بند کړی

Pa.azadiradio.com 

پر افغانستان د طالبانو له بياځلي واکمنۍ مخکې کندهار کې لسګونه چاپي رسنۍ فعالې وې خو اوس هیڅ یوه فعالیت نه‌کوي. کندهار کې یو وخت په لسګونه مجلې، اخبارونه او رسالې چاپېدې او د پخواني حکومت په وروستيو کې هم څلور اونیزو فعالیت درلود، خو د تېر شاوخوا یو نیم کال را ورسته چې طالبان پر افغانستان واکمن شوي ټولې چاپي رسنۍ بندې شوې دي. په دغه ولایت کې اوس یوازې د طالبانو تر واک لاندي د طلوع افغان په نوم دولتي اونیزه جریده چاپیږي. نور تفصیل د لاندې غږيز فايل په کېکاږلو اورېدلی شئ:

ايران کې پر اعدام د محکوم شويو مظاهر‌ه‌چيانو شمېر ۱۷ ته ورسېد

Pa.azadiradio.com 

په ایران کې درې نور مظاهره‌چیان په اعدام محکوم شول چې په دې سره تر اوسه د ټولو په اعدام د محکوم شویو مظاهره‌چیانو شمېر اولسو ته ورسېد. د ایران د قضایي ادارې اړوند میزان وېبپاڼې ویلي چې، صالح میر هاشمي، مجید کاظمي او یعقوب کورد سوفلا د مظاهرو په ترڅ کې د بسیج ملیشو د درېو غړیو په وژلو کې د لاس لرلو په تور چې هغې ته له خدای سره د جګړې نوم ورکړل شوی، په اعدام محکوم شوي دي. په دغه قضیه کې ښکېل یو بل تورن، د ایران د فوټبال حرفوي لوبغاړی امیرناصر ازاداني چې هغه هم د اعدام له سزا سره مخامخ وو، په شپاړس کاله بند محکوم شوی دی. Читать дальше...

ځينې ښځينه محصلانې: له زده‌کړو بې برخې کېدو سره مو رواني حالت خراب شوی

Pa.azadiradio.com 

يو شمېر ښځينه محصلانې وايي، له زده‌کړو په بې برخې کېدو سره يې روحي او رواني حالت خراب شوی دی او فکري تمرکز يې له لاسه ورکړی دی. د بدخشان پوهنتون د ژورنالېزم پوهنځي محصله تمنا له زده کړو د بې برخې کېدو وروسته د هغو ستونزو په اړه چې ورسره مخ شوې ده وايي، له تېرو شلو ورځو راهیسې چې له زده‌کړو څخه منع شوې ده خپل راتلونکي ته اندېښمنه ده او فکر کوي چې روحي او رواني ستونزه ورته پیدا شوې ده. تمنا په دې اړه ازادي راډيو ته وویل: "زما د ذهني او رواني ستونزو نښې دا دي چې هر څه مې ډېر ژر هیریږي، ژر په غوسه... Читать дальше...

یان ایګلنډ: په موسسو کې د افغان ښځو د کار مخنیوی به ناوړه پایلې ولري

Pa.azadiradio.com 

افغانستان ته د خپل سفر په دویمه ورځ د ناروې د کډوالو شورا مشر یان ایګلنډ خبرداری وکړى، چې په نادولتي ادارو کې د ښځو د کار مخنیوی به د افغانستان لپاره ناوړه پایلې ولري. د پلازمېنې اوسېدونکی انعام الحق چې په ښار کې يې په لاسي کراچۍ خواري مزدوري کوله وايي، له تېرو دوه ورځو راهیسې چې په کابل کې واورې او بارانونه پیل شوي، له سهاره تر ماښامه ګرځي خو مزدوري يې نه کېږي. دی وايي، مخکې ښه و نادولتي موسسو به مرستې کولې، خو اوس دا مرستې هم بندي شوي او ورسره د بې وزله خلکو د ژوند سختې ورځې هم پیل شوې دي. هغه وویل: "کاروبارونه په ټپه ولاړ دي. Читать дальше...

د نارو‌ې کډوالو شورا په مشروط ډول افغانستان کې خپلې چارې بېرته پیلوي

Pa.azadiradio.com 

د نارو‌ې د کډوالو شورا مشر چې د کابل په سفر بوخت دی وایي، پلان لري ۲۰۲۳ کال کې ۷ لکه افغانانو سره مرسته وکړي. یان ایګلنډ پرون ماښام په یوه ټویټ کې ویلي، دوی په دې شرط بېرته د خیر ښېګڼې چارې پیلوي چې طالبان د دوی ښځینه کارکوونکو ته د کار اجازه ورکړي. ایګلنډ پرون خبرداری ورکړ که طالبان د نادولتي موسسو د ښځینه کارکوونکو د کار بندیز ته دوام ورکړي، شپږ میلیونه کسان به له قحطۍ سره مخامخ شي، شپږ میلیونه ماشومان به له زده کړو بې برخې، ۱۳اعشاریه پنځه میلیونه خلک به له پاکو اوبو او څه باندې ۱۴ میلیونه نور به د ساتنې خدمات ونه لري. Читать дальше...

انګوس کینګ: له اوکراین سره د متحده ایالتونو مرستې حیاتي ارزښت لري

Pa.azadiradio.com 

امریکایي سناتور انګوس کینګ وایي، له اوکراین سره د متحده ایالتونو مرستې حیاتي ارزښت لري. اسوشیتیدپریس خبري اژانس د اوکراین تر سفر وروسته د کینګ پرونۍ خبرې را اخیستي چې ویلې یې دي، که امریکا د اوکراین ملاتړ ودروي، اروپا کې به سخت دریځي خپره شي. دغه سناتور تېره اونۍ کییف ته تللی و او هلته یې د اوکراین له ولسمشر او نورو چارواکو سره کتلي و. نوموړي ویلي، هېواد یې باید تر هغو د اوکراین ملاتړ ته دوام ورکړي چې په خبره یې د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین چې ده " دیکتاتور" بللی، له زوره ولوېږي. ټاکل شوې... Читать дальше...

د کابل- غور لویه لاره له درېیو ورځو بندېدو وروسته بېرته خلاصه شوه

Pa.azadiradio.com 

د کابل- غور ترمنځ غځېدلې لویه لاره له درېیو ورځو بندېدو وروسته بېرته خلاصه شوه. په غور کې د طالبانو د حکومت د والي ویاند عبدالواحد حماس ازادي راډیو ته وویل، دا لاره چې بکک کوتل سیمه کې د واورو له کبله بنده شوې وه، پرون ماذدیګر بېرته خلاصه شوه. نوموړي وویل، د کوتل دواړو غاړو ته ۲۷ مسافر وړونکي موټر بند پاتې و. دا چې بندو پاته شویو مسافرو ته کوم زیان اوښتی او که نه، په دې اړه تراوسه څه نه دي ویل شوي. د سالنګ په ګډون د افغانستان یو شمېر غرنۍ لارې وخت نا وخت د ژمي پر مهال د درنو واورو له کبله بندېږي.

په ایران کې ۱۰۹ بندي لاریون کوونکو د اعدام له خطر سره مخامخ دي

Pa.azadiradio.com 

د ایران د بشري حقونو یوه ډله چې مرکز یې په ناروې کې دی وایي، دغه هېواد کې د توقیف شویو لاریون کوونکو له ډلې ۱۰۹ هغه یې د اعدام له خطر سره مخامخ دي. دغې ډلې پرون د جنورۍ ۹مه په یوه اعلامیه کې ویلي، د دغو محکومېدونکو اصلي شمېر ممکن زیات وي، ځکه کورنۍ یې د فشار له کبله چوپه خوله دي. اعلامیه کې راغلي، ایران کې د مظاهرو له پيله د ۶۴ ماشومانو او ۳۶ ښځو په ګډون ۴۸۱ تنه وژل شوي هم دي. ملګرو ملتونو او ګڼو لوېدیځو هېوادونو په ایران کې له مظاهره چیانو سره شوی چلند او په اعدام د هغوی محکومېدل په کلکو ټکو غندلي دي. Читать дальше...

طالبانو تر شپږم ټولګي د نجونو د ښوونځیو بیا پرانیستلو امر کړی

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو د پوهنې وزارت امر کړی چې له شپږم ټولګې ښکته نجونې کولای شي بېرته ښوونځیو او ښوونیزو مراکزو ته ولاړې شي. د راپورونو له مخې د طالبانو په مخکیني امر سره چې د متوسطې او لېسې دورې د نجونو ښوونځي یې تړلي وو په ځینو ولایتونو کې ابتدایه دوره نجونې هم درسونو ته نه پرېښودل کېدې. د طالبانو د پوهنې وزارت د سرپرست مولوي حبیب الله اغا دوشنبه ناوخته په دې اړه په یوه مکتوب کې امر کړی چې په ټولو ولایتونو کې باید له شپږم ټولګي ښکته د نجونو ښوونځي، مدرسې، کورسونه او د موسسو له خوا تمویلیدونکي ټولګي په بشپړه توګه بېرته فعاله شي. Читать дальше...


Музыкальные новости
Елена Волкова

В Тульской области продолжается культурный проект «Классика: история и современность»





Rss.plus
Росгвардия

Выставка Росгвардии «День передовых технологий обеспечения безопасности личности, общества и государства – 2024» продолжает работать в Красноярске




ПРЕССА РУ ТВ ТЫ МНЕ Я ТЕБЕ Я ГОНОРАР БАР БАЛ ТАМ ТАМ НЕ ВАМ МЕНТАМ

"Святой Ленин" спасает мир и возглавляет "восстание ИИ машин... хороших по существу". 8 серия, СЕРЬЁЗНЫЕ НОВОСТИ.

Бастрыкин запросил доклад по делу об оскорбившем ветеранов СВО таксисте

Минсельхоз сообщил, почему птиц на фабриках не вакцинируют от птичьего гриппа




د پاکستان له سند ایالته ۳۰۳ تنه افغان بندیان راخوشې شول

Pa.azadiradio.com 

د پاکستان له سند ایالته پرون ۳۰۳ تنه افغان بندیان راخوشې شول. د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي چې دا افغان بندیان د حیدراباد له زندانه خوشې شوي چې پکې ۶۳ ښځې او ۷۱ ماشومان هم شامل دي. د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې افغانستان ته د دغو کسانو د انتقال لګښت دولت ورکوي. د دې اونۍ په سر کې هم د کراچۍ له زندانونو څه باندې ۵۰۰ افغان بندیان راخوشې او افغانستان ته ولېږل شول. د راپورونو له مخې د کراچۍ پولیسو په تېرو څو میاشتو کې لږ تر لږه ۱۲۰۰ افغانان د ناقانونه سفر په خاطر... Читать дальше...

له پاکستان سره د میلیاردونو ډالرو د مرستې ژمنه وشوه

Pa.azadiradio.com 

د اسلامي پراختیايي بانک په راتلونکو درېیو کلونو کې له پاکستان سره د ۴.۲ میلیارده ډالرو مرستې ژمنه وکړه. دا پیسې به اسلام اباد ته د تېر کال له ویجاړونکو سېلابونو وروسته د دغه هېواد د بیارغونې لپاره ورکول کېږي. کارپوهان د دې سېلابونو لامل د اقلیم بدلون په ګوته کوي او یو شمېر هېوادونو له پاکستان سره د مرستې ژمنه کړې ده. د اسیا پراختیايي بانک هم د دوشنبې په ورځ په خپله اعلامیه کې ژمنه وکړه چې په راتلونکو درېیو کلونو کې به پاکستان ته یو میلیارد ډالر ورکړي. د امريکا متحدو ايالتونو هم ويلي چې پاکستان... Читать дальше...

ملګرو ملتونو بیا له ایرانه د بندیانو د اعدامولو د لړۍ درول غوښتي

Pa.azadiradio.com 

ملګرو ملتونو یو ځل بیا له ایراني چارواکو غوښتي چې د بندیانو د اعدامولو لړۍ دې ودروي. د ملګرو ملتونو د بشري حقونو کمېسیون تېره شپه په ټویټر کې په یوه بیان کې ویلي چې د دوو نورو مظاهره چیانو محمد قبادلو او محمد بروغاني د ژر پېښېدونکي اعدام د خبر په اړه سخت اندېښمن دی. د دغه سازمان په ټویټ کې له ایراني چارواکو غوښتل شوي چې سمدستي ټول اعدامونه ودروي. د ایران دولتي رسنیو بیا د قضایه قوې په حواله خبر ورکړی، چې د دغو دوو کسانو د اعدام حکم په اجنډا کې نه دی. د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند سټیفن دوجاریک... Читать дальше...

ملګري ملتونه: د ۲۰۲۱ کال ډسمبر راهیسې افغانستان سره ۱.۸ میلیارده ډالره مرسته شوې

Pa.azadiradio.com 

ملګرو ملتونو ویلي چې د ۲۰۲۱ کال له ډسمبر راهیسې افغانستان سره ۱.۸ میلیارده ډالره مرسته شوې ده. د ملګرو ملتونو سازمان اعلان کړی چې د ۲۰۲۱ کال په ډسمبر کې افغانستان ته د نغدو پیسو د میکانیزم له رامنځته کېدو را وروسته یې په تېر څه باندې یو کال کې دغه هېواد ته یو اعشاریه اته میلیارده ډالره نغدې پیسې د مرستو لپاره انتقال کړي. یوناما یا په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي په دې اړه په یوه اعلامیه کې ویلي چې دا پيسې د ملګرو ملتونو د اړوندو ادارو د مصارفو لپاره دي. د ملګرو ملتونو د سرمنشي... Читать дальше...

انډيپینډینټ: په افغانستان کې خلکو د شهزاده هري د محاکمې غوښتنه کړې

Pa.azadiradio.com 

انډيپینډینټ: د برتانیا چاپ انډيپینډینټ ورځپاڼې په یوه مطلب کې په افغانستان کې د ۲۵ طالبانو د وژلو په اړه د برتانوي شهزاده هري د اعتراف پر وړاندې غبرګونونو ته کتنه کړې او لیکلي یې دي چې په افغانستان کې دننه خلکو د اعتراضونو پرمهال د شهزاده هري د محاکمې غوښتنه کړې. شهزاده هري د سپېیر یا اضافي په نوم په خپل کتاب کې چې له چاپ مخکې یې ځینې برخې تېره اونۍ په اسپانیا کې افشا شوې لیکلي چې ده په افغانستان کې په ۲۰۱۲ او ۲۰۱۳ کلونو کې د اپاچي هیلیکوپټرو د پیلوټ په توګه د پوځي دندې پرمهال ۲۵ طالبان وژلي... Читать дальше...



Москва

Пушинка из Космоса спасёт либо снесёт США? Научные важные данные. Проект «Святой Ленин».


Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media
Москва

Сергей Собянин: Городские вокзалы объединяют маршруты



103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. 103news.com — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости

Певица

Певица Орлова рассказала о процессе лечения Заворотнюк и врачебной тайне




Спорт в России и мире

Алексей Смирнов – актер, которого, надеюсь, еще не забыли

Дмитрий Вязьмикин – тренер по индивидуальной подготовке молодежного футбола «Локо»

Баскетболисты из Лобни завоевали золото на турнире Moscow Open

В филиалах АО "Желдорреммаш" прошли мероприятия ко Дню защиты детей


Даниил Медведев

Российские ракетки сообразили на троих // Даниил Медведев, Мирра Андреева и Элина Аванесян дружно вышли в 1/8 финала теннисного Roland Garros



Новости Крыма на Sevpoisk.ru


Москва

Сергей Собянин: Городские вокзалы объединяют маршруты



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России