Мы в Telegram
Добавить новость
103news.com
Pa.azadiradio.com
Январь
2023

Новости за 14.01.2023

دایکندي کې بېوزلي؛ د ښځینه خیاطانو کاروبار نږدې اتیا سلنه راکم شوی

Pa.azadiradio.com 

په دایکندي کې د بېوزلۍ له امله د ښځینه خیاطانو کاروبار نږدې اتیا سلنه راکم شوی دی. په نیلي ښار کې ښځینه خیاطان چې د کورنۍ مصارف ورترغاړي دي وايي، د طالبانو محدودیتونو سره سره اړ دي د خپلې کورنۍ د نفقې لپاره کار وکړي. نور په ویډیو کې:

د افغان ښځو په کار بندیز ځینې نادولتي ادارې اندېښمنې کړي

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو لخوا پر افغان ښځو د کار بندیز اوس یو شمېر هغه نادولتي ادارې اندېښمنې کړي چې د روغتیا په برخه کې فعالیت لري. د دوی په باور، په افغانستان کې روغتیايي برخې ته کار کول د مېرمنو له شتون پرته ستونزمن کار دی. خو که افغان مېرمنې په دې برخه کې هم له کار نه منع شي اغېز به یې د افغانانو په ژوند څومره وي؟ زموږ همکار محمد خاطر پردېس د مرکې په سر کې دغه پوښتنه له ښځینه فعالې فریدې حفیظ نه کړې. د دې مرکې د اورېدو لپاره لاندې لېنک کېکاږئ:

اسټرالیا کې د افغان ښځو په ملاتړ اعتراضیه غونډه شوې

Pa.azadiradio.com 

په اسټرالیا کې د افغان ښځو په ملاتړ اعتراضیه غونډه وشوه. دغه غونډه د اسټرالیا په میلبورن کې د ځايي مېشتو افغانانو لخوا جوړه شوې وه. دوی پر طالبانو غږ وکړ چې افغان ښځو ته د زده کړو او کار کولو اجازه ورکړي. د غونډې ګډونوالو پر نړیوالې ټولنې هم غږ وکړ چې په عملي توګه دې د افغان ښځو ملاتړ وکړي. د غونډې ګډونوالو د اسټرالیا د دولت څخه دا غوښتنه هم وکړه چې د افغانستان او اسټرالیا کرکټ لوبډلو ترمنځ د پلان شویو لوبو لغوه کولو پرېکړه دې بېرته واخلي. شریف الله شرافت له اسټرالیا څخه په دې اړه راپور لري چې د لاندې لېنک په کېکاږلو یې اورېدلی شئ... Читать дальше...



د ډالرو پر وړاندې د افغانیو د ارزښت رالوېدو اندېښنې زیاتې کړي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د صرافانو او پولي خدمتونو ټولنه وايي، اوسمهال د هېواد په لویو بازارونو کې یو امریکايي ډالر په ۹۰ افغانۍ بدلېږي. وروسته له هغې چې افغانستان ته د ډالرو د نغدي کڅوړو د لېږد بهیر وځنډېده او نړیوالو بشري ادارو په افغانستان کې خپل فعالیتونه ودرول دغې چارې د ډالرو پر وړاندې د افغانیو ارزښت راښکته کړ. په تېرو درېیو اوونیو کې د یو امریکايي ډالر په بدلولو کې څه باندې دوه افغانۍ توپیر راغلی او د افغانستان د صرافانو او پولي خدمتونو ټولنه وايي چې اوسمهال یو امریکايي ډالر په ۹۰ افغانیو بدلېږي.... Читать дальше...

سوړ ژمی او اقتصادي ستونزې؛ ځینې افغانان: د خوراکي او سون توکو د پېرلو توان نه لرو

Pa.azadiradio.com 

په افغانستان کې د هوا له سړېدو سره سم خلک د خوراکي او سون توکو د بیو له لوړېدو شکایت کوي. د پلازمېنې اوسېدونکی جلیل د دریېو ماشومانو پلار دی. هغه وایي، په افغانستان کې د طالبانو له راتګ وروسته يې په يوه موسسه کې کار کاوه، خو له څو مياشتو راهيسې وزګار دى. د جليل په خبره، اوس په وقفه یي کارونو خپل مياشتنی لږ عايد ترلاسه کوي، چې اصلاً د خپلې کورنۍ لګښتونه نه شي، پوره کولاى. دی زیاتوي چې د سون او خوراکي توکو د بیو لوړوالی او بیا دا سخت ژمی د ده او د نورو زرګونو خلکو ژوند له ستونزو سره مخ کړی. Читать дальше...

د نړیوالو د نغدي مرستو یوه بله کڅوړه افغانستان ته رسېدلې

Pa.azadiradio.com 

د نړیوالو د نغدي مرستو یوه بله کڅوړه نن بیا افغانستان ته ورسېده. د افغانستان بانک چې د طالبانو حکومت یې اداره کوي، نن پر ټویټر په یوه بیان کې دا اعلان وکړ. په بیان کې دا پیسې له افغانستان سره د نړیوالو بشري مرسته بلل شوې او یادونه شوې چې سوداګریز بانک ته ورکړل شوي. په بیان کې هیله ښودل شوې چې دا مرستې د افغانستان د بانکي سکټور له لارې واستول شي.

له افغانستانه د امريکايي ځواکونو د وتلو په اړه څېړنې پیل شوي

Pa.azadiradio.com 

د امریکا په استازو جرګه کې د جمهوري غوښتونکو ګوند استازي وايي، له افغانستانه په بېړه د امريکايي ځواکونو د وتلو په اړه‌یې څېړنې پیل کړي دي. د کانګرس د استازو جرګې جمهوري غوښتونکو تېره ورځ د جنوري په ۱۳مه له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د په بېړه وتلو په اړه د څېړنو د پیلولو خبر ورکړی. د استازو جرګې د بهرنیو چارو کمېټې جمهوري غوښتونکي مشر مایکل مک‌کال ویلي، تر دې دمه ورسره د بايډن ادارې له‌خوا اسناد نه‌دي شریک شوي، خو ګواښ‌یې کړی چې که په دې برخه کې همکاري ورسره ونه‌شي، د دې اسنادو د ترلاسه کولو لپاره به له اجباري لارو هم کار واخلي. Читать дальше...

طالبانو د ملګرو ملتونو امنیت شورا وروستۍ پرېکړې ته غبرګون وښود

Pa.azadiradio.com 

وروسته له دې چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا په افغانستان کې پر ښځو او نجونو د لګېدلو محدودیتونو د لیرې کېدو غوښتنه وکړه، طالبانو نن وویل چې نړیوال سازمانونه او هېوادونه باید د افغانستان حالات او د ملت دیني غوښتنې درک کړي. د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد پر خپل ټویټر لیکلي چې د دوی حکومت د امنیت شورا اندېښنې درک کوي، خو مجاهد زیاتوي چې دوی هڅه کوي ټولې چارې د اسلامي شریعت په رڼا کې تنظیم کړي. مجاهد وايي، نړیوال باید بشري موضوعات او انساني مرستې له سیاسي مسایلو سره ونه تړي. امنیت شورا... Читать дальше...



اوکرایني چارواکو په سولیدار کې د روسي ځواکونو پرمختګ رد کړ

Pa.azadiradio.com 

اوکراین د روسیې هغه ادعاوې رد کړې دي چې وايي، په ختیځ سولیدار ښار کې له څو میاشتو شاتګونو وروسته یې هلته د جګړې په ډګر کې پرمختګ کړی. د اوکراین پوځ وايي چې په دې سیمه کې لاهم درنې نښتې روانې دي. د روسیې دفاع وزارت پرون په یوه بیان کې وویل، دا ښار یې چې سټراتيژیک اهمیت او د مالګې کانونه لري، تېره شپه نیولی دی. په وروستیو څو ورځو کې د دې ښار د وضعیت په اړه متناقض راپورونه ورکړل شوي دي. ولسمشر ولودیمیر زیلینسکي بېګا په یوه ویډیويي پیغام کې وویل چې د بخموت، سولیدار، کریمینا او نورو کلیو او ښارونو په ګډون په دونېڅک کې درنه جګړه دوام لري.

د ایران حکومت یو ایراني الاصله برتانوی اعدام کړی

Pa.azadiradio.com 

د ایران حکومت ایراني الاصله برتانوی علي رضا اکبري اعدام کړی دی. د ایران د قضا اړوند میزان خبري آژانس د راپور له مخې اکبري چې د دفاع وزارت پخوانی مرستیال و، د بریتانیا د استخباراتو لپاره د جاسوسۍ، فساد او د هېواد د ملي او بهرني امنیت پرضد د اقداماتو په تور په اعدام محکوم او نن اعدام شو. ایران پر اکبري تور لګولی و، چې برتانیا ته د جاسوسۍ په بدل کې یې د ۲ میلیون ډالرو معادل پیسې ترلاسه کړې دي. د بریتانیا حکومت نن دا یو بوږنوونکی عمل وباله او ویې غانده. بریتانیا له دې مخکې هم د اکبري د اعدام... Читать дальше...

یان ایګلنډ د افغانستان سفر پای ته ورساوه

Pa.azadiradio.com 

د ناروې د کډوالو د شورا مشر یان ایګلنډ نن افغانستان ته خپل سفر پای ته ورساوه. ایګلنډ پر خپل ټویټر لیکلي چې افغانستان په ډېرې خواشینۍ پرېږدي. دی وايي چې له کابله روانېده نو هلته د یخنۍ کچه منفي ۲۰ درجو ته رسېده. د ناروي د کډوالو د شورا مشر خبرداری ورکړی چې میلیونونه افغانان به تر هغه وخته له اړینو مرستو بې برخې وي چې نړیوالو مرستندویو ټولنه ته د ښځینه همکارانو په ګډون او د هغو له لارې یوځل بیا د کار اجازه نه وي ورکړل شوي. ایګلنډ د تېرې اونۍ د یکشنبې په ورځ په دې نیت افغانستان ته ولاړ چې هلته... Читать дальше...

د ځمکې مالګه؛ په اوکراین کې د 'سولیدار' په نوم د مالګې تر ټولو ژور کان ته سفر

Pa.azadiradio.com 

په اوکراین کې روسي ځواکونه په دوامداره بریدونو سره هڅه کوي څو د دې هېواد ختیځ کې د 'سولیدار' ښار ونیسي. دغه ښار د طبیعي کانونو درلودونکی دی. د اوکراین دفاع وزارت د روسي ځواکونو دغه هڅه لېونۍ بللې ده. اموس چاپل د ازادې اروپا/ ازادي راډیو خبریال په ۲۰۱۹ کال کې له دغه کان څخه لیدنه کړې ده.

مثلث: په پاکستان کې د افغان کډوالو زنداني کیدل او خوشې کیدل

Pa.azadiradio.com 

د پاکستان د سند ایالت له زندانونو سلګونه افغان کډوال خوشي شوې. چارواکي وایي، دې کسانو قانوني اسناد نه لرل چې د زندان د مودې له تیریدو وروسته ازاد شول. سوال دا دی چې دې کسانو که اسناد نه لرل څرنګه تر کراچۍ ورسیدل. لاهم په سلګونو افغانان په پاکستان کې زنداني دي. په دې اړه دلته بحث لیدلی شئ

بریتانیا اوکراین ته جنګي ټانکونه ورکوي

Pa.azadiradio.com 

د بریتانیا صدراعظم موافقه کړې چې اوکراین ته به ځینې ټانکونه ورکړي چې له اوکراین سره له روسي ځواکونو د سیمو په بېرته نیولو کې مرسته وکړي. راپورونه وايي، د بریتانیا صدراعظم ریشي سوناک موافقه کړې چې د بریتانیا د پوځ څلور عرادې چلنجر-۲ ټانکونه به ډېر ژر د اروپا ختیځ ته ولېږدول شي. په راپورونو کې ویل شوي چې اته نور جنګي ټانکونه به بیا وروسته دغې ساحې ته ولېږدول شي، چې بیا به اوکراین ته رسول کېږي. بریتانیا هیله منه ده چې دغه ټانکونه به له اوکراین سره مرسته وکړي، څو له روسي ځواکونو خپلې له لاسه وتلې سیمې بېرته ونیسي. Читать дальше...

ایم ایس ایف: د افغان ښځینه ناروغانو او کارکوونکو راتلونکې خطر سره مخ شوې

Pa.azadiradio.com 

په نادولتي موسسو کې د طالبانو له لوري د ښځینه کارکوونکو د کار په بندیز د غبرګونونو په دوام د بې پولي ډاکترانو نړیوال سازمان ویلي چې د دې بندیز په لګولو سره په افغانستان کې د ښځینه ناروغانو او روغتیايي کارکوونکو راتلونکی له خطر سره مخ شوی دی.

ایګلنډ: په نادولتي موسسو کې د ښځو پر کار د بندیز دوام به ناوړه پایلې ولري

Pa.azadiradio.com 

د ناروې د کډوالو د شورا سکرتر جنرال یان ایګلنډ د شنبې په ورځ افغانستان ته خپل سفر پای ته ورساوه. نوموړي پر خپل ټویټر لیکلي چې افغانستان په ډېره خواشینۍ پرېږدي. ایګلنډ وايي کله چې له کابل روانېده دغلته د هوا سوړوالی منفي شل درجو ته رسېده.

د افغانستان او اسټرالیا د کرکټ لوبو لغوه کېدل؛ ایا سپورټ او سیاست سره جلا دي؟

Pa.azadiradio.com 

د لوبو له میدانه' په خپرونه کې به واورئ چې اسټرالیا نه غواړي له افغانستان سره په مارچ میاشت کې ۳ یو ورځنۍ لوبې وکړي. د اسټرالیا په بیګ بیش سیالیو کې د افغان لوبغاړو د نه ګډون پرېکړه او عواقب یې. د سپورټ او سیاست په جلا والي د یو شمېر خلکو ټینګار، ایا اوس سپورټ او سیاست سره جلا دي؟ د ګڼو افغان لوبغاړو په ګډون د نړۍ د بېلابېلو سوداګریزو کرکټ لیګونو پیل. افغان کرکټ بورډ باید د کرکټ راتلونکي لپاره څه وکړي؟ د فوټبال، ټینس او هاکي نړیوالې او سوداګریزې سیالۍ. په خپرونه کې نور مطالب هم شته چې د لاندې لېنک په کېکاږلو یې اورېدلی شئ... Читать дальше...

هلمند کې زرګونه کروندګرو سره د کوکنارو د بديل کښت په برخه کې مرستې شوي دي

Pa.azadiradio.com 

په هلمند ولایت کې تر يوه کال لږ وخت کې د ملګرو ملتونو د بديل معیشيت پروګرام له مخې تر لسو زرو ډېرو بزګرو سره مرستې شوي دي. د هلمند په نهرسراج ولسوالۍ کې په وروستيو کلونو کې هر کال دوه فصله کوکنار کرل کېدل، خو اوس د هلمند ولایت په ډېرو ځمکو کې هغه تخمونه کرل شوي چې کښت يې نوی دود شوی دی. غنم، جواري، ګلپي او نور هغه زراعتي بوټي دي چې په وروستيو میاشتو کې په نهرسراج، نادعلي او دې ولایت مرکز لښکرګاه شاوخوا زراعتي ځمکو کې د کوکنارو پر ځای کرل شوي دي. د شاکر په نوم د نهرسراج ولسوالۍ يو بزګر که... Читать дальше...

نن او سبا د افغانستان په ځینو برخو کې د یخنۍ درجه منفي ۳۵ اټکل شوې

Pa.azadiradio.com 

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې یا اوچا خبرداری ورکړی چې نن او سبا به د افغانستان په ځینو برخو کې د یخنۍ درجه منفي ۳۵ ته راټیټه شي. دې ادارې پر خپل ټویټر په یوه بیان کې ویلي چې په داسې یوه حالت کې د طالبانو د حکومت له خوا په کورنیو او نړیوالو غیرحکومتي موسسو کې د ښځو پر کار د محدودیت له کبله اړو افغانانو ته د بشری مرستو د رسولو چارې له جدي خنډ سره مخامخ شوې دي. له بلې خوا طبیعي پېښو ته د رسېدنې په چارو کې د طالبانو اړوند وزارت وايي د دوی مسوول کسان د هېواد په بېلابېلو سیمو کې ګزمې کوي... Читать дальше...


Музыкальные новости
Концерт

Концерт студии "Жерминаль"





Rss.plus
#123ru.net

На ВДНХ открылась цифровая фотовыставка "Счастье. Материнство или карьера!?"




Почему хуситы не боятся "Мрачных Жнецов" - что известно о ПВО йеменских ополченцев Сегодня

Собянин рассказал о нововведениях МЭШ

ЦСКА объявил об увольнении Федотова

Олега Эйдельштейна признали сыном Владимира Жириновского




چارواکي: د سالنګ د بندې شوې لویې لارې د خلاصون هڅې روانې دي

Pa.azadiradio.com 

د سالنګ لویه لاره د ترافیکو پرمخ بنده شوې ده، خو د خلاصون لپاره یې کار روان دی. د طالبانو د حکومت د ټولګټو چارو وزارت ویاند عبدالحمیدمصباح بیګا په دې اړه ازادي راډیو ته وویل: "په سالنګونو کې هوا لاهم توپاني ده. هلته د شپې د سالنګونو ساتنې او څارنې د ریاست پرسونل په کار بوخت دی څو څومره ژر چې کولای شي لاره د ترافیک پرمخ خلاصه کړي. هلته تر دوه مترو پورې واوره پرته ده نو د توپاني هوا له کبله یې لاره تړلې ده." مصباح زیاته کړه چې د کابل- کندهار او غور- هرات په ګډون د هېواد د نورو لویو لارو ستونزې له منځه وړل شوي او خلاصې دي. Читать дальше...

د برښنا شرکت د ازبکستان په وارداتي برښنا کې د پرچاوۍ خبر ورکړی

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د برښنا شرکت د ازبکستان په وارداتي برښنا کې د پرچاوۍ خبر ورکوي. دې شرکت بېګا پر خپل ټویټر په یوه بیان کې دا خبر ورکړی. د برښنا شرکت د دې ستونزې علت په ازبکستان کې تخنیکي عوارض بللي دي. د بیان له مخې د ازبکستان د برښنا مسوولو چارواکو ډاډ ورکړی چې د ستونزې د حل لپاره هڅې روانې دي. افغانستان خپله د اړتیا وړ څه باندې اویا سلنه برښنا له ازبکستان، ایران، تاجکستان او ترکمنستان څخه واردوي.

د ایران د فوټبال پخوانی لوبغاړی: 'علي خامنه یي' د ایران استازی نه دی

Pa.azadiradio.com 

د ایران د فوټبال د ملي لوبډلې پخواني نړیوال لوبغاړي علي کریمي د دې هېواد پر لوی مذهبي مشر نیوکه کړې او ویلي یې دي چې علي خامنه یي د ایران استازی نه دی. په ایران کې له پراخو اعتراضونو له پیلېدو وروسته کریمي ته د معترضانو پر ضد د حکومت د ځپونکو اقداماتو د لوی منتقد په سترګه کتل کېږي. دا څرګندونې د خامنه يي د پنجشنبې ورځې د هغې وینا پر وړاندې د کریمي غبرګون و، چې ویلي یې و، د تېرو څلورو میاشتو اعتراضونه د دښمن د ښه پلان نتیجه وه، خو هغه زیاته کړه چې هغوی فکر کاوه نورو هېوادونو ته د څو پلورلو عناصرو... Читать дальше...

لېتوانیا د ۲۰۲۲ کال د آزادۍ جایزه د اوکراین ولسمشر ته ورکړه

Pa.azadiradio.com 

لېتوانیا د ۲۰۲۲ کال د آزادۍ جایزه د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زیلینسکي ته ورکړه. دا جایزه چې په ۱۹۹۱ کال کې د لېتوانیا د آزادۍ د اعلان پرمهال د پخواني شوروي اتحاد د ځواکونو له خوا د ۱۴ ملکي وګړو د وژنې په یاد جوړه شوې ده، پرون د پارلمان د غړو په ګډون په یوه غونډه کې د زیلینسکي په استازیتوب په لېتوانیا کې د اوکراین سفیر پټرو بیشتا ته وسپارل شوه. زیلینسکي چې د ویډیو کنفرانس له لارې په غونډه کې ګډون کړی و، د روسیې د اشغال پر وړاندې په جګړه کې د لیتوانیا د خلکو د ملاتړ مننه وکړه. د آزادۍ په نوم... Читать дальше...

د اسټرالیا او افغانستان د کرکټ پلان شویو لوبو لغوه کېدو غبرګونونه پارولي

Pa.azadiradio.com 

د اسټرالیا دې پرېکړې چې له افغانستان سره یې په راروانه مارچ میاشت کې د کرکټ پلان شوې لوبې لغو کړې، نور غبرګونونه پارولي دي. د اسټرالیا د دې پرېکړې پر وړاندې چې له افغانستان سره د کرکټ د یو ورځنیو لوبو پلان شوې لوبلړۍ یې لغو کړه په افغانستان کې دننه او بهر غبرګونونه لا هم روان دي. د ملي لوبډلې مخکیني لوبډلمشر محمدنبي د پرځېدلي جمهوري نظام د مرستیال ولسمشر امرالله صالح د انتقاد په ځواب کې ویلي چې دا هر څه د پخواني فاسد نظام له لاسه پېښ شوي دي. صالح او د هغه یوشمېر پلوي فعالانو له دې مخکې پر... Читать дальше...

یان ایګلنډ: د بندیز په لرې کېدو به افغانانو سره بېرته مرستې پیلوو

Pa.azadiradio.com 

د ناروې د کډوالو د شورا رییس وايي، په خیریه ټولنو کې د ښځو پر کار د بندیز له لیرې کېدو سره سم به دوی د ژوند ژغورنې په هدف له افغانانو سره خپلې مرستې سمدستي بیا پیل کړي. د ناروې د کډوالو د شورا رییس یان ایګلنډ چې د واکمنو طالبانو له مشرانو سره د خبرو لپاره په افغانستان کې دی وايي، په کابل کې د طالبانو د حکومت ځینو مشرانو او د اسلامي هېوادونو استازو له ده سره ژمنه کړې چې په خیریه موسسو کې د ښځو پر کار د بندیز د لیرې کولو په چاره کې به مرسته وکړي. طالبانو نږدې یوه میاشت مخکې په افغانستان کې د ملګرو... Читать дальше...



Москва

В филиалах АО "Желдорреммаш" прошли мероприятия ко Дню защиты детей


Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media
Москва

Собянин открыл пешеходную галерею между станциями метро и МЦД-4 Кутузовская



103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. 103news.com — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости

Виктор Цой

Гагарина назвала себя жертвой в конфликте с Кормухиной из-за песни Цоя «Кукушка»




Спорт в России и мире

Алексей Смирнов – актер, которого, надеюсь, еще не забыли

Среди сотрудников уголовно-исполнительной системы Республики Дагестан определили лучшего гроссмейстера

Дмитрий Вязьмикин – тренер по индивидуальной подготовке молодежного футбола «Локо»

В филиалах АО "Желдорреммаш" прошли мероприятия ко Дню защиты детей


Ролан Гаррос

Теннисистка из Пятигорска вышла в четвёртый круг турнира Большого шлема



Новости Крыма на Sevpoisk.ru


Москва

Сергей Собянин: Городские вокзалы объединяют маршруты



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России