راشدخان په شل اوریزو لوبو کې ۵۰۰ وېکټې پوره کړې
د افغانستان د شلو اورونو لوبډلمشر راشدخان د نړۍ په کچه په شل اوریزو سیالیو کې د وېکټو اخيستونکو په ډله کې دویم مخکښ توپ اچونکی شو. خان په ۳۷۱ شل اوریزو سیالیو کې پوره ۵۰۰ وېکټې اخيستي دي. نوموړي د دوشنبې په ورځ د سویلي افریقا په لیګ کې د پرېټوریا کپيټل لوبډلې پر وړاندې په ۴ اورونو کې ۱۶ منډې ورکړې او ۳ وېکټې یې واخیستې چې په دې سره یې د ټولو شل اوریزو سیالیو د وېکټو مجموعه پنځه سوو ته ورسېده. خان اوسمهال د ویسټ اینډیز له لوبغاړي ډوېن براوو وروسته په دویم مقام کې ځای لري. راشدخان د شلو اورونو... Читать дальше...