Мы в Telegram
Добавить новость
103news.com
Pa.azadiradio.com
Январь
2023

Новости за 17.01.2023

د روغتيا نړيوال سازمان: نيم ميليون افغانان له روغتيايي خدماتو بې‌برخې شوي دي

Pa.azadiradio.com 

د روغتیا نړيوال سازمان ویلي، د تېر میلادي کال د ډېسمبر په ۲۸مه د دې سازمان د ارزونو پر بنسټ په نا دولتي موسسو کې د ښځو پر کار له بندیز لګولو سره د ۲۲۶ ګرځنده ټیمونو په ګډون ۲۸۸ روغتیايي مرکزونو خپل فعالېتونه په افغانستان کې درولي یا یې کم کړي دي.

د پکتيکا زلزله‌ځپلي: روغتيايي اسانتياوې نه‌لرو

Pa.azadiradio.com 

د پکتیکا د ګیانې زلزله‌ځپلې سیمې اوسېدونکي وايي، چې دوی لپاره لازمې روغتیايي اسانتیاوې نه‌شته. دوی زیاتوي، د سړې هوا له کبله يې سپین سرې او ماشومان په تنفسي ناروغیو اخته شوي او په دې ځای کې د مړینې کچه لوړه شوې ده. د ګیانې ډېری زلزله‌ځپلي، چې د تېر کال په جون میاشت کې يې کورونه یوې سختې زلزلې ویجاړ او زیانمن کړل، په روان ژمي کې چې ځمکه واورو پوښلې په خېمو او کېندل شویو ځایونو کې اوسیږي. نن د جنوري په ۱۷مه د ګیانې اوسېدونکي مجیب الرحمان ازادي راډیو ته وویل، په سږني ژمي کې د دوی د ولسوالۍ د خلکو ستونزې ډېرې شوې دي. Читать дальше...

د طالبانو د لوړو زده‌کړو وزارت د پوهنتونونو پر تحصيلي نصاب بيا کتنه کوي

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو د حکومت د لوړو زده‌کړو وزارت د افغانستان په پوهنتونو کې د تحصیلي نصاب د بیا کتنې خبر ورکوي. په هغه اعلامیه کې، چې د طالبانو د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز لپه وېب پاڼه کې خپره شوې راغلي؛ د طالبانو حکومت د لوړو زده‌کړو وزارت هڅه کوي، له نړیوالو علمي معیارونو او له دیني او ملي ارزښتونو سره سم یو واحد تحصیلي نظام جوړ کړي. په اعلامیه کې وړاندې راغلي، چې تر اوسه د ژورنالېزم او ټولنیزو علومو د پوهنځیو د نصابونو بیا کتنه شوې. خو د پوهنتون ځینې استادان وایي، تر اوسه چې د طالبانو له‌خوا... Читать дальше...



د خلکو تر غبرګون وروسته، د اوکراين د جمهوري رياست يوه سلاکار استعفا وکړه

Pa.azadiradio.com 

د اوکراين د جمهوري رياست يوه سلاکار استعفا کړې. ياد سلاکار نن وروسته له هغه استعفا وکړه چې د اوکراین په ختیځ دنیپرو ښار کې د استوګنې پر یوې ودانۍ د روسیې د خونړي توغندويي برید په اړه څرګندونو یې خلک په غوسه کړل. اولیکسي ارستوویچ درې ورځې مخکې پر خپله یوټیوب چینل وویل، ښايي پر دې ودانۍ لګېدلی روسی توغندی، د اوکراین په دافع هوا راکټ لګېدلی وي. روسي رسنیو د ارستوویچ له دې وینا څخه ډېره استفاده وکړه چې د اوکراین خلک یې په غوسه کړل. د شنبې ورځې په دې برید کې تر ۴۰ پورې کسان مړه او لسګونه نور ټپیان شول.

موسيقۍ ته په ورته شعرونو د طالبانو بنديز؛ يو شمېر فرهنګيانو يې په اړه غبرګون وښود

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو حکومت د امر باالمعروف او نهی عن المنکر وزارت په خپل یوه مکتوب کې چې تازه رسنیو خپور کړی، په هغو شعرونو یې په‌کې بندیز لګولی چې له موسیقي سره یې شباهت پیدا کېږي. یو شمېر شاعران او فرهنګیان دې مکتوب ته په غبرګون کې وايي، چې دا پرېکړه د طالبانو له‌خوا د ادبیاتو د سانسور پیل دی. شاعر، لیکوال او کره کتونکی نجیب الله منلی وايي، دا چې ټول شعرونه موزون دي او سندریز کېدلای شي، له دې امله د دې مکتوب عملي کېدل ناممکن دي. ښاغلی منلی وايي: "د مکتوب متن ته که وګورو، ټوله شاعري په دې اساس ممنوع... Читать дальше...

کابل کې يوې نجلۍ له زده‌کړو د بې برخې نجونو لپاره کورنی ښوونځی جوړ کړی

Pa.azadiradio.com 

په کابل کې یوې نجلۍ د یو شمېر نورو نجونو په مرسته له زده‌کړو د بې برخې نجونو لپاره یو کورنی ښوونځی جوړ کړی دی.  قدریه رضايي د کابل په يوه کور کې له زده‌کړو د بې برخې نجونو ته درس ورکوي. دغه مېرمن وايي، وروسته له هغه چې د طالبانو د حکومت له‌خوا له شپږم ټولګي پورته پر نجونو زده کړې بندې شوې او دغه شان کورسونو او پوهنتونونو ته یې په تګ بندیز ولګېدو له يو شمېر نورو نجونو سره يې د "ایستاده ګي برای تحصیل" په نوم د کابل په لوېدیځ کې دا ښوونځی جوړ کړ، ترڅو په خبره یې له زده کړو بې برخې نجونې په‌کې درس ووايي. Читать дальше...

ايران کې د ټولنيزو شبکو مشهوره څېره 'نواب ابراهيمي' له زندانه خوشې شو

Pa.azadiradio.com 

د ایران د ټولنیزو شبکو مشهوره څېره نواب ابراهیمي چې د ایراني خوړو په اړه ویډیوګانې جوړوي او انسټاګرام پاڼه یې ۲،۷ میلیون مینه‌وال لري، په ضمانت له زندانه خوشې شوی. ابراهیمي د روانې میاشتې په پیل کې د حکومت پر ضد د اعتراضونو د ځپلو پر مهال نیول شوی و. د ایران د مخالفو فعالانو خبري اژانس هرانا نن راپور ورکړ چې که څه هم ابراهیمي په ضمانت خوشې شوی دی، خو معلومه نه‌ده چې په کوم تور نیول شوی و. د ایران د پولیسو په توقیف کې د ۲۲ کلنې پېغلې مهسا امیني له مړینې وروسته، ایراني چارواکو په دې هېواد کې د حکومت پر ضد د خلکو هر راز اعتراضونه ځپلي دي.

طالبانو کندهار کې ۹ کسان په دُرو وهلي دي

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو حکومت په کندهار ولایت کې ۹ مجرمانو ته تعزیري سزاګانې ورکړې. په یو بیان کې چې د طالبانو د حکومت سترې محکمې خپور کړی، ویل شوي چې نن د کندهار ښار په احمدشاهي لوبغالي کې ۹ مجرمانو ته د لواطت او غلا لپاره تعزیري سزاګانې ورکړل شوې. د کندهار د والي ویاند حاجي زید پر ټویټر لیکلي، چې مجرمان په درو ووهل شول. طالبانو د خپلې تېرې واکمنۍ پر مهال د غلا لپاره د لاس پرې کولو او د لواطت او زنا لپاره تر مرګ پورې سزاګانې ورکولې. طالبانو نژدې یو نیم کال مخکې پر افغانستان له واکمنېدو وروسته یو ځل بیا... Читать дальше...



ځينې کارپوهان: د پخوانيو چارواکو له‌خوا سياسي جريانونه رامنځته کول بې‌پايلې دي

Pa.azadiradio.com 

وروسته له دې چې د ملي امنیت پخوانی رئیس رحمت الله نبیل د (د افغانستان د ازادۍ ملي ګوند) په نوم د یوه نوي سیاسي جریان د جوړېدو خبر ورکړ، د سیاسي چارو ځینې پوهان وایي، چې تر اوسه د دغو ګوندونو جوړېدل ګټور نه‌دي تمام شوي. د سیاسي چارو پوه داود مایار د شنبې په ورځ د ښاغلي نبیل له‌خوا د نوي ګوند د جوړېدو په اړه ازادي راډيو ته وویل: "په دې ورستیو کې داسې ډېرو نورو جریانونو هم د خپل شتون خبر ورکړی، خو موږ د وخت په تېرېدو سره ولیدل چې چندانې ښه نتیجه یې ورنه کړه، خو ښاغلی نبیل دې د افغانستان له اوسني وضیعت... Читать дальше...

د تېر نظام د ولسي جرګې ښځينه وکيلانو کاناډا کې د پناه ورکولو د غوښتنې هرکلی کړی

Pa.azadiradio.com 

په خیبر پښتونخوا کې مېشته د تېر جمهوري نظام په ولسي جرګې کې د ننګرهار ولایت د خلکو پخوانۍ استازې سایمه خوږیاڼۍ افغانستان کې د ټولو مېرمنو په ځانګړي ډول د ښځينه وکيلانو په اړه اندېښمنه ده. دا اندېښنې وروسته له هغه زیاتې شوي، چې د تېرې یکشنبې په شپه د کابل په احمدشاه مېنه کې د جمهوري نظام پر مهال په ولسي جرګه کې د کابل د خلکو پخوانۍ استازې مرسل نبي‌زاده له خپل یوه ساتونکي سره د نامعلومه کسانو له‌خوا ووژل شوه، او ورور یې ټپي شو. له دې پېښې وروسته پرون د جنورۍ په ۱۶مه نېټه د کاناډا یو شمېر معتبرو... Читать дальше...

د افغانستان په روغتیايي سکتور کې د ښځینه کارکوونکو ونډه څومره مهمه ده؟

Pa.azadiradio.com 

پاملرنې موسسې ویلي چې ښځینه کارکوونکې د دې موسسې مهمې چارې پرمخ بیایي او دوی له ښځینه کارکوونکو پرته د مرستو رسونې چارې پرمخ نه شي وړلای. د دغه موسسې په خبره، اړمنو افغانانو ته د مرستې رسونې په برخه کې د ښځینه او نارینه کارکوونکو فعالیتونه یو بل پورې تړلي دي. تازه دغې موسسې اعلان کړی چې د روغتیا او تغذیې په برخه کې خپل ځنډېدلي فعالیتونه له سره پیلوي. زموږ همکار مرسلین ارسلا په همدې اړه د عامې روغتیا وزارت د کتلوي ناروغیو د برخې له پخواني رییس ډاکتر ګلاجان ایوبي، سره مرکه کړې او په سر کې یې... Читать дальше...

په دنیپرو کې د قربانیانو د شمېر زیاتوالی؛ ګوټرېش او سویډن دا پېښه غندلې

Pa.azadiradio.com 

د اوکراین پر مرکزي ښار دنیپرو د روسیې د توغندویي برید د قربانیانو شمېر نږدې څلوېښتو کسانو ته رسېدلی دی. په داسې حال کې چې د اوکراین لوېدیځ متحدین په دې خبرې کوي چې ایا اوکراین ته د درنو ټانکونو په څېر د درنو وسلو مرستې ورکړي چې کییف یې د جګړې د لومړۍ کرښې د ماتولو لپاره غوښته کړې ده، د اوکراین پوځ پرون وویل چې ځواکونو یې په ختیځ کې د روسیې تازه بریدونه په شا تمبولي دي. په عین حال کې د اوکراین پوځ وویل، د اوکراین په مرکزي ښار دنیپرو کې د استوګنې پریوې ودانۍ چې شاوخوا ۱۷۰۰ کسان په کې اوسي، د روسیې... Читать дальше...

د پاملرنې نړیواله موسسه په افغانستان کې ځنډېدلي فعالیتونه بېرته پیلوي

Pa.azadiradio.com 

د پاملرنې نړیواله موسسه په افغانستان خپل ځنډېدلي روغتیايي فعالیتونه بېرته پیلوي. په داسې حال کې چې افغانان تر بل هر وخت زیات په بېلابېلو برخو کې د نړیوالو مرستندویه موسساتو مرستې ته اړتیا لري، د پاملرنې نړیوالې موسسې په دې هېواد کې د روغتیا او تغذیې په برخو کې د خپلو ځنډېدلو فعالیتونو د بیا پیل خبر ورکړ. د پاملرنې نړیوالې موسسې یا CARE INTERNATIONAL په یوه اعلامیه کې ویلي، د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا له وزارته یې کارځایونو ته د خپلو ښځینه کارکوونکو د خوندي او له محدودیت پرته تګ راتګ په اړه له ډاډ ترلاسه کولو وروسته دا پرېکړه کړې ده. Читать дальше...

د پاملرنې موسسه په افغانستان کې ځنډول شوي فعالیتونه بېرته پيلوي

Pa.azadiradio.com 

د پاملرنې موسسې ویلي چې په افغانستان کې د روغتیا او تغذیې په برخه کې ځنډول شوي فعالیتونه له سره پيلوي. دغه سازمان پرون دوشنبه په یوه خبرپاڼه کې ویلي، دغه کارونه وروسته تر دې پيلوي چې د طالبانو د حکومت عامې روغتیا وزارت لازم ډاډ ورکړ. دغې موسسې ویلي، دوی ته د طالبانو له خوا ډاډ ورکړل شوی چې ښځینه کارکوونکې یې له کوم محدودیت پرته په خوندي ډول د ټولنې د ملاتړ چارو ته دوام ورکولای شي. د پاملرنې او د ماشومانو د ژغورنې موسسو په ګډون یو شمېر خیریه بنسټونو وروسته تر هغه افغانستان کې خپل فعالیتونه و... Читать дальше...

د کندهار د سپین بولدک ځینې اوسېدونکي: هېڅ ډول خدمات نه لرو

Pa.azadiradio.com 

د کندهار د سپین بولدک ولسوالۍ اوسېدونکي شکایت کوي چې په سیمو کې یې هېڅ ډول خدمات نه شته. د دغه ولسوالۍ د لرې پرتو سیمو اوسېدونکي وايي، وروستیو جګړو او وچکالیو ډېر ځپلي، خو لا هم په کې د روغتیا، زده کړو، بیارغونې، د اوبو رسولو او نورو برخو خدمات نه شته او یا هم په ډېره کمه اندازه دي. نور جزییات د لاندې لېنک په کېکاږلو اورېدلی شئ:

کرکټ بورډ: له افغانانو د کرکټ خوښي اخیستل په خپله د بشر ضد ګام دی

Pa.azadiradio.com 

وروسته له هغې چې د بشر حقونو نړیوال سازمان اړوند د اسټرالیا څانګې د کرکټ له نړیوالې شورا د افغان کرکټ ادارې د غړیتوب د ځنډېدا غوښتنه وکړه، کرکټ بورډ یې په غبرګون کې ویلي چې له افغانانو باید دا خوښي وانخیستل شي. د کرکټ بورډ د رسنیزې څانګې مشر عبدالله خان پکتاني ازادي راډیو سره په خبرو کې ویلي چې افغان کرکټ د کرکټ نړیوالې شورا یوه ستره لاسته راوړنه ده. ښاغلی پکتانی وړاندې وايي: "دغه حقیقت نړیوال هم مني او افغانستان کرکټ نړۍ ته ډېر لوی نومونه او استعدادونه وړاندې کړي دي، خو دا چې یادې استازې دغه... Читать дальше...

ځینو نړیوالو ورځپاڼو د 'مرسل نبي زاده' وژنې په تړاو لیکنې کړي

Pa.azadiradio.com 

ګلوبل نیوز: د بریتانیا ګلوبل نیوز خپرونې د افغانستان د جمهوري نظام د ولسي جرګې د یوې پخوانۍ غړې مرسل نبي زاده د وژل کېدو په اړه لیکنه خپره کړې ده. مرسل نبي زاده روانه اوونۍ د نامعلومو وسله والو له لوري د کابل ښار د دوولسمې حوزې په احمدشاه بابا مېنه کې په خپل کور کې له خپل یوه ساتونکې سره ووژل شوه. هغه د افغانستان په تېر نظام کې د ولسي جرګې د دفاعي کمېسیون غړې وه او د بشري سرچینو د څېړنو او پراختیا له نادولتي موسسې سره یې همکاري درلوده. نبي زاده په ۲۰۱۹ کال له کابل څخه ولسي جرګې ته غوره شوه... Читать дальше...

د ملګرو ملتونو سرمنشي د 'مرسل نبي زاده' د وژنې له کبله بوږنېدلی

Pa.azadiradio.com 

د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوټرېش په کابل کې د ولسي جرګې د پخوانۍ غړې مرسل نبي زاده د وژنې له کبله بوږنېدلی دی. دغه خبره د ملګرو ملتونو د ویاند مرستیالې سټیفاني ترمبلي کړې ده. د اسوشېټېډپرېس خبري اژانس د راپور له مخې ګوټرېش د دغې پېښې په تړاو د بېړنیو، هر اړخیزو او رڼو څېړنو غوښتنه کړې او ویلي یې دي چې عاملانو سره باید حساب کتاب وشي. و سله والو کسانو دیکشنبې په ورځ سهار مرسل نبي زاده او د هغې یو ساتونکی په کابل کې د خپل کور دننه ووژل. تراوسه چا د دغې پېښې مسوولیت نه دی منلی.

د اوکراین په دنیپرو کې د قربانیانو شمېر نږدې ۴۰کسانو ته پورته شوی

Pa.azadiradio.com 

د اوکراین په مرکزي ښار دنیپرو کې د روسیې د میزایل برید د قربانیانو شمېر نږدې څلویښتو کسانو ته پورته شوی دی. چارواکو ویلي چې د دغې پېښې په وژل شویو کسانو کې درې ماشومان هم شامل دي. د راپورونو له مخې پېښه کې لږ تر لږه ۷۵ نور کسان ټپيان شوي چې څلور یې ماشومان دي. د شنبې ورځې دغه برید پر یوې نهه پوړیزې ودانۍ وشو چې یوه برخه یې ونړېده.


Музыкальные новости
Песня

Песня под Ключ. Купить Песню под Ключ. Запись Песни под Ключ.





Rss.plus
50

РОССИЮ ОЖИДАЕТ ПЛЮС 50 ГРАДУСОВ: КАКИМ ГОРОДАМ ЖДАТЬ АНОМАЛЬНУЮ ЖАРУ




Школьник из Димитровграда поборется за поездку в Арктику

Задержан мужчина, осквернивший мемориальный комплекс в Видном

Генпрокуратура потребовала передать государству велотрек с Олимпиады-80

Звезда «Уральских пельменей» поранилась лезвием, которое ей кто-то подкинул в туфли




رحمت الله نبیل یوه نوی سیاسي ګوند اعلان کړ

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د ملي امنیت پخواني رییس رحمت الله نبیل د افغانستان د آزادۍ د ملي ګوند په نوم د یوه نوي سیاسي جریان د جوړېدو خبر ورکړی. نبیل چې په بهر کې اوسېږي، له خصوصي انټرنېټي تلوېزیون آمو سره په مرکه کې ویلي چې دا ګوند د هېواد د ارضي تمامیت، یووالي او خپلواکۍ د ساتنې او د یوه غیرمتمرکز نظام د جوړېدو لپاره مبارزه کوي. نبیل په یوه اعلامیه کې ویلي، دا ګوند باور لري چې افغانستان د پرځېدو، کورنیو خونړیو جګړو او د یوه بېساري ناورين پر پاڼ ولاړ دی او پر طالبانو یې هم غږ کړی چې له انحصار څخه لاس واخلي او د خلکو ارادې ته تسلیم شي. Читать дальше...

ښايي افغان کرکټ لوبډله مارچ کې له پاکستان سره سیالۍ وکړي

Pa.azadiradio.com 

وروسته له دې چې اسټرالیا له افغانستان سره د کرکټ د لوبو لړۍ فسخ کړه، د افغانستان کرکټ بورډ هڅې پیل کړې دي چې افغان لوبډله ورته لوبلړۍ په راروانه مارچ میاشت کې له پاکستان سره ترسره کړي. د کرکټ بورډ د رسنیو د څانګې مسوول عبدالله جان پکتیاني بېګا ازادي راډیو ته وویل چې د افغان کرکټ بورډ رییس میرویس اشرف په متحده عربي اماراتو کې د نورو هېوادو د کرکټ بورډونو د مشرانو ترڅنګ د پاکستان د کرکټ بورډ له مشر سره هم خبرې کړي. د اسټرالیا کرکټ بورډ د جنورۍ په ۱۲په یوه اعلامیه کې وویل چې د طالبانو له خوا د افغان... Читать дальше...

طالبانو په خپله سرپرسته کابینه کې یو لړ تازه مقررۍ اعلان کړي

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو حکومت په خپله سرپرسته کابینه کې یولړ تازه مقررۍ اعلان کړي. د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد پرون پر خپل ټویټر خبر ورکړ چې د طالبانو د لوی مشر د لارښوونې په اساس د ټولګټو وزارت پخوانی سرپرست وزیر د کار او ټولنیزو چارو د وزیر په توګه او د اوبو او انرژۍ وزارت پخوانی معین ملا محمد عیسی ثاني د ټولګټو چارو د سرپرست وزیر په توګه ټاکل شوي دي. طالبانو له دې مخکې هم څو ځلې په خپله کابینه کې یو لړ بدلونونه راوستي دي. د طالبانو ډېری وزیران ملایان دي او په کابینه کې یې هېڅ ښځه هم نه شته. د طالبانو... Читать дальше...

ترکیې په ناټو کې د سویډن او فنلنډ د غړیتوب تاییدېدو لپاره نوی شرط کېښود

Pa.azadiradio.com 

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وايي، مخکې له دې چې د ده د هېواد پارلمان په ناټو کې د سویډن او فنلنډ د غړیتوب طرح تایید کړي، دا دوه هېوادونه باید هغه ۱۳۰ کسان چې انقره یې تروریستان بولي ترکیې ته وسپاري. سویډن او فنلند تېرکال په ناټو کې د عضویت غوښتنه وکړه، خو د دوی غوښتنه باید د ناټو واړه دېرش غړي تایید کړي. د ناټو دوو غړو، ترکیې او هنګري تراوسه دا غوښتنه نه ده تایید کړې. انقره په خاص ډول له سویډن څخه د هغو کسانو پر وړاندې چې ترکیه یې تروریستان بولي، د څرګند دریځ غوښتنه کوي.

بریتانیا: له ایران سره به د 'علي رضا اکبري' د اعدام په خاطر حساب کتاب وشي

Pa.azadiradio.com 

بریتانیا ویلي چې د ایران له کمزوري او منزوي شوي حکومت سره به د علي رضا اکبري د اعدام په خاطر حساب کتاب وشي. لندن د اکبري اعدام یو بې رحمانه او بوږنوونکی عمل بللی دی. د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر جیمز کلیورلي پرون د ایران واکمنو ته په خطاب کې وویل، نړیوال تاسو ته ګوري او له تاسو سره به د ایران زړور خلک چې هغوی ځپئ، حساب کتاب وکړي. د ایران د دفاع پخوانی مرستیال وزیر ۶۱ کلن اکبري چې د ایران او بریتانیا دوه ګونی تابعیت یې درلود، لندن ته د جاسوسۍ په تور اعدام شو. د هغه اعدام ته د یوه سیاسي اقدام... Читать дальше...

په افغانستان کې د ژمي مرګونې څپه او له کبله یې ځاني او مالي زیانونه

Pa.azadiradio.com 

په افغانستان کې د یخنۍ څپې لسګونه کسان او سلګونه څاروي وژلي دي. په داسې حال کې چې مرستندویو ټولنو لا پخوا په افغانستان کې د هوا د سړېدو په اړه خبرداری ورکړی وو، اوس اوس د سړې څپې له کبله د انساني او مالي زیانونو تازه راپورونه رارسېدلي دي. د طالبانو حکومت یوه برخه انساني او مالي زیانونه تاییدوي. پېښو ته د رسېدنې په چارو کې د دولت د سرپرست وزارت د خطر د کمولو او وقایې رییس ملاجانان سایق بېګا رسنیو ته په یو ویډیویي پیغام کې وویل: "د هوا پېژندنې ادارې د وړاندوینې له مخې په راتلونکو څو ورځو کې د واورو او بارانونو امکان شته. Читать дальше...



Москва

Два дня, наполненных театром, музыкой, книгами и наукой, — в Парке Горького во 2-й раз прошел Московский детский фестиваль искусств «НЕБО»


Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media
Москва

Сергей Собянин. Главное за день



103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. 103news.com — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости

Желдорреммаш

В филиалах АО "Желдорреммаш" прошли мероприятия ко Дню защиты детей




Спорт в России и мире

Алексей Смирнов – актер, которого, надеюсь, еще не забыли

В филиалах АО "Желдорреммаш" прошли мероприятия ко Дню защиты детей

Дмитрий Вязьмикин – тренер по индивидуальной подготовке молодежного футбола «Локо»

Баскетболисты из Лобни завоевали золото на турнире Moscow Open


Ролан Гаррос

Теннисистка из Пятигорска вышла в четвёртый круг турнира Большого шлема



Новости Крыма на Sevpoisk.ru


Новости 24 часа

Весь мир чипировали умом Ленина?! Раскрыта загадка Мавзолея В.И. Ленина. Проект "Святой Ленин".



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России