افغانستان کې توقیف شوي برتانویان له خپلو کورنیو سره غږېدلي
په داسې حال کې چې د بریتانیا حکومت هڅه کوي په افغانستان کې له خپلو درېیو توقیف شویو اتباعو سره اړیکه ونیسي، د هغوی د کورنیو یوه استازي ویلي، د یکشنبې په ورځ له توقیف شویو کسانو سره لس دقیقې خبرې شوي دي. په دغو درېیو برتانویانو کې یو هغه یې د خیر ښېګڼې کارکوونکی یاد شوی، دویم یې یو ګرځندوی، خو د درېیم کس په اړه لا کره معلومات نه شته چې څه کاره دی. اسوشېټېډپرېس خبري اژانس د یکشنبې په ورځ د بریتانیا د بهرنیو چارو وزارت د یوې اعلامیې په حواله لیکلي: "مونږ سخت کار کوو چې په افغانستان کې له توقیف شویو... Читать дальше...