Мы в Telegram
Добавить новость
103news.com
Pa.azadiradio.com
Апрель
2023

Новости за 26.04.2023

رسنۍ: د چين ولسمشر اوکراين ته ځانګړی پلاوی استوي

Pa.azadiradio.com 

د چين ولسمشر اوکراين ته د يو ځانګړي پلاوي د استولو خبر ورکړی دی. د چینایي رسنیو د راپور له مخې ولسمشر شي جین پینګ وایي چې، اوکراین ته به ځانګړی استازی واستوي څو له ټولو لوریو سره د اوکراین د جګړې د پای ته رسېدو لپاره خبرې وکړي. د راپور له مخې شي جین پینګ دا خبره د اوکراین له جمهور رئیس ولودومیر زلنسکي سره نن د ټیلفونې مکالمې پر مهال وکړه. د چين ولسمشر داسې مهال اوکراين ته د يو ځانګړي پلاوي د استولو خبره کوي چې، فکر کېږي چې د اوکراين د جګړې په پای ته رسېدو کې چين پر روسيه اغېز لري او شي جين... Читать дальше...

روسيې نن د خپلو ډيپلوماټانو د ايستلو له امله د ناروې سفير احضار کړ

Pa.azadiradio.com 

روسيې د ناروې سفير احضار کړی دی. د روسیې د بهرنیو چارو وزارت نن په ماسکو کې د ناروې سفیر رابرت کویلي د دې لپاره احضار کړ چې ولې اسلو د میاشتې په پيل کې پنځلس روسیي ډیپلوماتان له خپلې خاورې ایستلي دي. دې وزارت نن له روسیې څخه د لسو نارویجي ډیپلوماتانو د ایستلو اعلان هم وکړ او ویې ویل چې، د ناروې له غیردوستانه چلند را وروسته به نور غچ اخیستونکي اقدامات هم ترسره کړي.

امريکا: افغانستان کې د امريکا پاتې شوې وسلې د کارولو نه‌دي

Pa.azadiradio.com 

په افغانستان کې د امریکا له جګړې څخه د پاتې شویو وسلو له امله د منځنۍ اسیا د هېوادونو د بې ثباته کېدو د احتمال په اړه د روسیې له اندېښنو وروسته، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي، دغه وسلې نور د کارولو نه‌دي. د امریکا بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال ویدانت پټېل د سه‌شنبې په ورځ په یوه خبري کنفرانس کې د یوه خبریال د پوښتنې په ځواب کې وویل: "سمه ده، لکه څنګه چې د دفاع وزارت او جان کربي وويل، ټولې پوځې وسايل او وسلې، چې په افغانستان کې پاتې دي، د کارولو نه وې. نو د امريکا اوسني حکومت په وار وار... Читать дальше...



ويانا کې د درې ورځنۍ غونډې پای؛ د مقاومت د ټولو بڼو پر ملاتړ او پراختيا ټينګار شوی

Pa.azadiradio.com 

په ویانا کې د طالبانو د حکومت د یو شمېر مخالفو سیاسي څېرو درې ورځنۍ غونډه د چارشنبې په ورځ د یوې اعلامیې په خپرولو پای ته ورسېده. په انګلیسي او دري ژبو خپره شوې دې اعلامیه کې چې د ملي مقاومت په نوم د جبهې د بهرنیو اړیکو مشر میثم نظري پر خپل ټویټر خپره کړې، له طالبانو سره د سوله‌يیز هواري لاره غوره بلل شوې، خو په عین حال کې د طالبانو په وړاندې د مقاومت د ټولو بڼو ملاتړ او پر پراختیا ټینګار شوی دی. د ویانا د دې غونډې اعلامیه وايي، ګډونوال یې د طالبانو د ټولو مخالفو سیاسي بهیرونو ترمنځ د انسجام... Читать дальше...

ملګروملتونو ته د افغان معترضو مېرمنو ليک: طالبان په رسميت مه پېژنئ

Pa.azadiradio.com 

ملګرو ملتونو ته د افغان معترضو مېرمنو سرخلاصی ليک. په یوه سر خلاصي لیک کې چې یو شمېر مدني او د بشر د حقونو فعالانو او د اعتراض کوونکو ښځو د غورځنګونو د غړو له‌خوا ملګرو ملتونو سازمان ته لیکل شوی، د طالبانو په رسمیت نه پېژندل، د افغانانو بشري حقونو، په ځانګړي ډول د ښځو د حقونو په خوندیتوب او ملاتړ ټینګار شوی دی. دغه لیک پرون د سه‌شنبې په ورځ په ټولنیزو پاڼو کې خپور شوی او په هېواد کې دننه او بهر له سلو زیاتو کسانو لاس‌لیک کړی دی. په دغه لیک کې د طالبانو د حکومت د رسمیت پېژندنې په اړه د بحث د... Читать дальше...

مارټين ګريفيټس: نړۍ دې افغانستان سره بشري مرستې ډېرې کړي

Pa.azadiradio.com 

د ملګروملتونو د بشري مرستو د همغږۍ د ادارې مشر (مارټین ګریفیټس) له نړۍ غوښتي چې افغانستان سره د بشري مرستو په برخه کې خپلې مرستې ډېرې کړي. سمیرا چې د کابل ښار په یوه څنډه کې ژوند کوي او د شپږو اولادو مور ده له ازادي راډیو سره یې په خبرو کې وویل، د ناسم اقتصادي وضعیت له امله د ژوند سختې شپې او ورځې تېروي. د نوموړې په خبره د طالبانو له بیاځلي واکمنېدو راهیسې یې تر اوسه هیڅ ډول مرسته نه‌ده ترلاسه کړې. دا مېرمن وايي: "د کور ډوډۍ راوړونکې یوازې زه یم، د طالبانو له راتګ مخکې مې په یوې خیاطۍ کې کار... Читать дальше...

سپينه ماڼۍ: طالبانو د کابل پر هوايي ډګر د بريد طرحه کوونکی له مينځه وړی

Pa.azadiradio.com 

سپینې ماڼۍ خبر ورکړی، چې د کابل پر هوايي ډګر ځانمرګی برید کوونکی د طالبانو له‌خوا وژل شوی دی. د سپینې ماڼۍ د امنیت شورا ویاند جان کربي د سه‌شنبې په ورځ په یوې اعلامیې کې وویل، د اسلامي دولت (داعش) ډلې د خراسان ولایت څانګې یو مهم غړی چې دا برید یې طرحه کړی و، د طالبانو له‌خوا وژل شوی دی. جان کربي د وژل شوي کس د هویت او د وژل کېدو د ځای په اړه جزيیات ورنه‌کړل. په هغه ځانمرګي برید کې چې د ۲۰۲۱کال د اګست په ۲۶مه د کابل هوايي ډګر په یوه دروازه کې وشو، لږ تر لږه ۱۷۰ افغانان او ۱۳ امریکايي پوځیان ووژل شول. Читать дальше...

روسيه: له اوکراين د غلو دانو د صادراتو په اړه خنډونه نه‌دي ليرې شوي

Pa.azadiradio.com 

په جینوا کې د ملګروملتونو په دفتر کې د روسیې استازي نن وویل، د تورسمندرګي له لارې د غلو د صادراتو د موافقې پر سر د مسکو د اندېښنو د لیرې کولو لپاره هڅو کې تر اوسه د پام وړ پرمختګ نه‌دی شوی. دغه موافقه که تمدید نه‌شي د اعتبار موده یې راتلونکې میاشت پای ته رسیږي. ګینادي ګاتیلوف نن په جینوا کې د روسیې د دایمي استازولۍ په دفتر کې خبریالانو ته وویل، د دغې موافقې د تمدید په اړه د روسیې دریځ نه‌دی بدل شوی. مسکو ویلي تر هغو به د دغې هوکړې له تمدید سره موافقه ونه‌کړي چې د روسیې د غلو ـ دانو او سرې د... Читать дальше...



د ایران یو ځواکمن روحاني په یوه وسله وال برید کې وژل شوی

Pa.azadiradio.com 

د ایران یو ځواکمن روحاني او د خبرګانو د شورا چې د ایران ستر مشر ټاکي، غړی په یوه وسله وال برید کې وژل شوی دی. د ایران د ولتي خبري آژانس ایرنا د راپور له مخې ایات الله عباس علي سلیماني نن سهار په یوه وسله وال برید کې ووژل شو. د خبر له مخې برید کوونکی هم نیول شوی دی. ایرنا د یوه چارواکي له قوله خبرور کړی چې ویلې یې دي، دغه برید د ایران په شمال د مازندران ولایت په بابلسر ښار کې شوی دی.

سپینه ماڼۍ: طالبانو د کابل هوايي ډګر کې د ۲۰۲۱ کال د خونړي برید طراح وژلی

Pa.azadiradio.com 

د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت د شورا ویاند جان کربي وایي چې د طالبانو چارواکو د کابل په هوايي ډګر کې د ۲۰۲۱ کال د خونړي برید طراح وژلی دی. دا برید د اګست په ۲۶ نېټه د کابل د هوايي ډګر په یوه دروازه کې هغه مهال وشو چې امریکايي ځواکونه د وتلو په حال کې و او په پایله کې یې ۱۷۰ تنه افغانان او ۱۳ امریکايي سرتېري ووژل شول. د فرانس پرس آژانس د راپور له مخې جان کربي پرون په یوه بیان کې وویل چې د اسلامي دولت ډلې یا داعش د خراسان څانګې یوه مشر چې مستقیماً یې د دغه برید په پلانولو او سرته رسولو کې لاس درلود، وژل شوی دی. Читать дальше...

ملګرو ملتونو 'فریدون سینیرلي اوغلو' د افغانستان لپاره ځانګړی همغږی کوونکی ټاکلی

Pa.azadiradio.com 

د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوټېرېش ترکی ډیپلومات فریدون سینیرلي اوغلو د افغانستان لپاره ځانګړی همغږی کوونکی ټاکلی دی. نوموړی د امنیت شورا د پرېکړه لیک له مخې دنده لري چې د افغانستان د وضعیت په اړه خپلواکه ارزونه وکړي. ګوټېرېش له سینیرلي اوغلو څخه غوښتي چې د افغانستان اوسنیو ننګونو ته د رسېدو لپاره دې د یوې واحدې او همغږې تګلارې لپاره د وړاندیزونو د چتمو کولو په پام کې نیولو سره د یوې خپلواکې ارزونې مشري وکړي. د ملګرو ملتونو له سرمنشي څخه د افغانستان په اړه د دا ډول ارزونې غوښتنه چې د نومبر... Читать дальше...

ازادي راډيويي مجله؛ افغانان ولې له کتاب لوست سره ډېره علاقه نه‌لري؟

Pa.azadiradio.com 

د کتاب نړيواله ورځ، خو ولې افغانان له کتاب لوست سره مينه نه‌لري؟ د سراج الاخبار ټوله پښتو په نوم د کتاب له ليکوال زرين انځور سره خبرې. دغه راز د نړۍ د ستر کتابتون په اړه د کابل پوهنتون پخوانی استاد محمود مرهون مالومات راکوي او د اختر په خوښيو کې کوژدنو ته د افغانانو د جوړو وړلو د دود په اړه راپور درته لرو. ازادي راډيويي مجله چې هره اوونۍ يې احمد شيبر چمتو کوي، د لاندې غږيز فايل په کېکاږلو يې اورېدلی شئ:

سیرګي لاوروف: طالبان دې د رسمیت پېژندنې لپاره خپل مکلفیتونه ترسره کړي

Pa.azadiradio.com 

د روسیې د بهرنیوچارو وزیر سیرګي لاوروف وايي، مسکو به د طالبانو حکومت تر هغه مهاله په رسمیت ونه پېژني چې د یوه ټولشموله حکومت د جوړولو په ګډون د نړیوالو معیارونو په اساس خپل مکلفیتونه ترسره نه کړي. لاوروف دا څرګندونې بېګا د ملګرو ملتونو په مقر کې په یوه خبري غونډه کې وکړې. هغه وویل چې طالبان یو حقیقت دی او باید خبرې ورسره وشي، خو زیاته یې کړه چې اساسي بشري حقونو، له هغې ډلې د نجونو او ښځو حقونو ته درناوی هم د رسمیت پېژندنې له مهمو معیارونو څخه دی. د طالبانو حکومت تراوسه د نړې هېڅ هېواد هم په رسمیت نه دی پېژندلی.

د پاریس المپیکي لوبو کې د روسیې او بېلاروس د ورزشکارانو د ګډون مخنیوی غوښتل شوی

Pa.azadiradio.com 

د اروپايي پارلمان غړو د المپیک له نړیوالې کمېټې غوښتي چې په پاریس کې د ۲۰۲۴ کال په المپیک کې د روسیې او بېلاروس ورزشکارانو ته د انفرادي ګډون پر ځای په دې لوبو کې د هغوی د ګډون مخه ونیسي. د دې پارلمان چې ۴۶ غړي لري، د سپورت کمېټې پرون د فرانسې په سټراسبورګ ښار کې د دوو ساعتونو لپاره په دې اړه بحث وکړ. اروپايي پارلمان همداراز پلان لري چې پر اوکراین د یرغل په خاطر د دې دواړو هېوادونو د لوبغاړو او چارواکو د ګډون د مخنیوي د طرحې په اړه یو راپور هم چمتو کړي.

لاوروف: د اوکراین او روسیې د غلې د صادراتو موافقه له خنډ سره مخامخ شوې

Pa.azadiradio.com 

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر وايي، د تور سمندرګي له لارې د اوکراین او روسیې د غلې د صادراتو موافقه له خنډ سره مخامخ شوې ده. سیرګي لاوروف وايي، د روسیې د صادراتو پر وړاندې لاهم خنډونه شته دي. دا موافقه تېره میلادي میاشت د شپېتو ورځو لپاره تمدید شوه، خو مسکو خبرداری ورکړ چې که لوېدیځ د روسیې د غلې دانې او سرې د صادراتو پر وړاندې خنډونه لرې نه کړي نو د موافقې تمدید به ونه مني. لاوروف پرون په ملګرو ملتونو کې خبریالانو ته وویل چې د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوټېرېش د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین... Читать дальше...

رسنۍ: د طالبانو فرمانونو د بشر حقونو د سازمانونو پر فعالیتونو اغېز کړی

Pa.azadiradio.com 

ريليف وېب انلاين خپرونه: د ملګرو ملتونو اړوند ریلیف وېب انلاین خپرونه لیکي، د طالبانو د حکومت فرمانونو او سیاستونو په افغانستان کې د بشري حقونو پر ملاتړ کوونکو او د بشر حقونو د سازمانونو پر فعالیتونو اغېز کړی دی. د خپرونې په ټکو، د ۲۰۲۱ کال په اګست کې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته، د طالبانو سرپرست حکومت څو داسې فرمانونه صادر کړي چې د بشر حقونه محدودي. دې فرمانونو پر ښځو د زده‌کړو، کار، اجباري حجاب، سفر او تفریح په برخو کې محدودیتونه وضعه کړي دي. د مطلب په بله برخه کې راغلي، د... Читать дальше...

آی پي ایل؛ راشدخان او نوراحمد ښه وځلېدل

Pa.azadiradio.com 

د هندوستان غوره لیګ یا ای پي ایل په ۳۵مه سیالۍ کې ګجرات ټایټانز د ممبي اینډینز لوبډلې ته په ۵۵ منډو ماتې ورکړه. ګجرات لوبډلې د ۲۰۸ منډو هدف ټاکلی و او ممبي یې په ځواب کې ۱۵۲ منډې وکړې. په دې سیالۍ کې چې د سې شنبې په ماښام ترسره شوه، دوه افغان لوبغاړو راشدخان او نوراحمد هم د ګجرات په بریا کې مهم رول ولوباوه او ۵ لوبغاړي یې وسوځول. راشدخان چې په دې لوبه کې ۲ وېکټې ترلاسه کړې، په روانو سیالیو کې یې د وېکټو مجموعه ۱۴ ته لوړه شوه او تر ټولو توپ اچونکو مخکې شو. بل افغان لوبغاړي نوراحمد بیا تر دې دمه په درېیو سیالیو کې ۶ لوبغاړي سوځولي دي. Читать дальше...

خلیلزاد په افغانستان کې د ترهګرۍ په تړاو د واشنګټن پوسټ وروستی راپور غیرموجه وباله

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د متحدو ایالتونو پخوانی ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وايي، د ترهګرۍ په ځاله د افغانستان د بدلېدو په باب د واشنګټن پوسټ هغه راپور چې د امریکا د دفاع وزارت د یوه افشا شوي سند پر اساس خپور شوی و، غیرموجه وباله. د افغانستان د سولې لپاره د واشنګټن پخواني ځانګړي استازي زلمی خلیلزاد د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې هغه راپور غیرموجه وباله چې د امریکا د دفاع وزارت د یوه افشا شوي سند له مخې په کې ویل شوي وو، افغانستان بیا د تروریزم په ځاله په بدلېدو دی. خلیلزاد پرون په خپل رسمي ټویټر... Читать дальше...

طالبانو د کابل په هوايي ډګر کې د ۲۰۲۱ کال د خونړي برید طراح وژلی

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو حکومت د کابل په هوايي ډګر کې د ۲۰۲۱ کال د خونړي برید طراح وژلی دی. دا برید د اګست په ۲۶ نېټه د کابل د هوايي ډګر په یوه دروازه کې هغه مهال وشو چې امریکايي ځواکونه د وتلو په حال کې و او په پایله کې یې ۱۷۰ تنه افغانان او ۱۳ امریکايي سرتېري ووژل شول. یوه جګپوړي امریکايي چارواکي چې نه غواړي نوم یې واخیستل شي پولیتیکو ورځپاڼې ته ویلي، د اسلامي دولت ډلې یا داعش د خراسان څانګې مشر چې دا برید یې تنظیم کړی و، په وروستیو اونیو کې د طالبانو له خوا وژل شوی دی. دا په افغانستان کې د وروستیو کلونو... Читать дальше...


Музыкальные новости
Виктор Цой

Гагарина назвала себя жертвой в конфликте с Кормухиной из-за песни Цоя «Кукушка»





Rss.plus
#123ru.net

«СВЯТОЙ ЛЕНИН» спасает население от борьбы с перенаселением, 5 серия, СЕРЬЁЗНЫЙ НОВОСТНОЙ СЕРИАЛ.




Как правильно и безопасно загорать: советы врача-косметолога

Башмет, Бутман и Мацуев выступят на юбилейном фестивале искусств Чайковского

Отмена трех крестных ходов в Самаре закончилась "ответом" свыше: "Терпение у небесной канцелярии кончилось"

Мирра Андреева впервые вышла в четвертьфинал турнира Большого шлема




ارزګان کې د مشهورې لوبې “دُوره” لیدو لپاره د خلکو راټولېدل

Pa.azadiradio.com 

ارزګان چې پخوا د افغانستان له نا امنه ولایتونو څخه وو، اوس نسبتاً ارامه شوی او خلک کولای شي چې په ځانګړو ورځو کې په پراخه توګه سره راټول شي. د اختر په ورځو کې دهراود ولسوالۍ د “دُورې” په نوم د دودیزې لوبې کوربه وو چې د لیدلو لپاره یې لسګونه کسان راټول شوي وو.

په افغانستان کې د ښځینه واکسیناتورانو او روغتیايي کارکوونکو ونډه مهمه وبلل شوه

Pa.azadiradio.com 

د ملګرو ملتونو یوه اداره وايي، د بشري مرستو په رسولو او د مهمو واکسینونو په لګولو کې د ښځینه وو ونډه خورا مهمه ده. د ماشومانو د ملاتړ لپاره د ملګرو ملتونو مرستندوی صندوق یا یونېسف وايي، د افغانستان په هغو سیمو کې د ګوزڼ یا پولیو د مثبتو پېښو شمېر زیات و، چې ښځینه واکسیناتورانې ورته نه شوای تلای. د یونېسف د افغانستان په څانګه کې د پولیو د له منځه وړلو د پروګرام د عامه اړیکو مسوول کمال شاه له ازادۍ راډیو سره په خبرو کې د ښځینه واکسیناتورانو او ښځینه روغتیايي کارکوونکو ونډه مهمه وبلله. هغه وویل... Читать дальше...

ځینې سیاسي جریانونه: د طالبانو د حکومت د رسمیت پېژندلو لپاره اوږده لار په مخکې ده

Pa.azadiradio.com 

ځینې سیاسي جریانونه وايي، د طالبانو د سرپرست حکومت په رسمیت پېژندلو لپاره اوږده لار په مخکې ده. ځینې سیاسي جریانونه وايي، د نړۍ له خوا د طالبانو حکومت د رسمیت پېژندنې موضوع هغه وخت مطرح کېدای شي چې لومړی دوی داخلي مشروعیت ترلاسه کړي. د سولې او ولسواکۍ د ملي نهضت مرستیال او ویاند شاه محمود میاخېل پرون سې شنبه له ازادۍ راډیو سره په خبرو کې وویل: "که داخلي مشروعیت نه وي، یعنې یو نظام یا یو حکومت د ولس په خوښه ونه ټاکل شي، ولس ارام نه وي، د بیان ازادۍ نه وي، د تعلیم، سیاست او د ژوند ازادۍ نه وي،... Читать дальше...

۷ میلیونه افغانانو ته د کوېډ۱۹ ناروغۍ پر وړاندې بشپړ واکسین تطبیق شوی

Pa.azadiradio.com 

د ماشومانو د ملاتړ لپاره د ملګرو ملتونو مرستندوی صندوق یا یونېسف وايي، په افغانستان کې ۷ میلیونه کسان د کرونا ویروس یا کوېډ۱۹ناروغۍ پر وړاندې بشپړ واکسین شوي دي. دغې ادارې پرون په ټویټر کې دغه جزییات خپاره کړي دي. د کرونا ضد واکسین په باب دا ارقام داسې وخت خپرېږي چې د طالبانو روغتیا وزارت وايي، په دې ویروس د اخته کسانو شمېر بیا زیات شوی دی. د دغه وزارت ویاند شرافت زمان ازادي راډيو ته ویلي چې د ۲۰۲۳ کال له لومړیو د کوېډ۱۹ ناروغۍ د مثبتو پېښو شمېر له ۱۶۰۰څخه تر ۱۷۰۰ پورې رسېدلی و، خو په تېره یوه میاشت کې دا شمېر تر ۲۵۰۰ ډېر شوی دی. Читать дальше...

اوچا: بشري مرستې د ګڼو افغانانو د ژغورنې لپاره وروستۍ لار ده

Pa.azadiradio.com 

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ اداره اوچا وايي، د هغو ۲۸ میلیونه او درې لکه کسانو له ډلې چې روان میلادي کال بشري مرستو ته اړتیا لري ۴۹ فیصده یې ښځې او نجونې دي. دغې ادارې پرون په یوه ټویټ کې ویلي، په افغانستان کې بشري مرستې د ګڼو کسانو د ژغورنې لپاره وروستۍ لار ده، ځکه دغه هېواد د درېیو کلونو له پرله پسې وچکالیو، د تېرو دوو کلونو له اقتصادي رکود او د څو لسیزو جګړو له اغېزو او وروستیو طبیعي افتونو سره مخامخ دی. د بخښنې نړیوال سازمان تېره میاشت د افغانستان د وضعیت په اړه راپور کې ویلي وو،... Читать дальше...

کرزي د نجونو پر مخ د ښوونیزو مرکزونو د پرانیستل کېدو غوښتنه کړې

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي پرون کابل کې د ترکیې له سفیر جهاد ارګینای سره په کتنه کې د نجونو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونونو د دروازو پرانیستل کېدو غوښتنه وکړه. د ښاغلي کرزي مطبوعاتي دفتر په یوه اعلامیه کې لیکلي چې په دې کتنه کې د قطر د هغې غونډې په باب هم بحث وشو چې راروانه دوشنبه او سې شنبه پر افغانستان جوړېږي. د اعلامیې په یوه برخه کې راغلي چې دواړو لوریو په افغانستان کې د تلپاتې سولې او ثبات د ټینګښت لپاره د ملي ډیالوګ ژر تر ژره پیل ضروري وباله.



Москва

Артисты – они все особенные!


Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media
Москва

Собянин открыл пешеходную галерею между станциями метро и МЦД-4 Кутузовская



103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. 103news.com — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости

Желдорреммаш

ЧЭРЗ запланировал оздоровительную кампанию для сотрудников и их детей




Спорт в России и мире

Алексей Смирнов – актер, которого, надеюсь, еще не забыли

В филиалах АО "Желдорреммаш" прошли мероприятия ко Дню защиты детей

Дмитрий Вязьмикин – тренер по индивидуальной подготовке молодежного футбола «Локо»

Среди сотрудников уголовно-исполнительной системы Республики Дагестан определили лучшего гроссмейстера


Ролан Гаррос

Мирра Андреева впервые вышла в четвертьфинал турнира Большого шлема



Новости Крыма на Sevpoisk.ru


VIP

Стоматолог Владимир Лосев: сколько времени нужно носить брекеты



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России