يو شمېر معلولين: د طالبانو له بيا واکمنېدو راهيسې مو معاش نهدی ترلاسه کړی
په افغانستان کې یو شمېر معلولین وايي، د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته يې له نږدې دوو کلونو راهیسې معاش نهدی ترلاسه کړی. د پخواني جمهوري حکومت د دفاع وزارت یو افسر چې په جګړو کې یې دواړه پښې پرې شوي دي، ادعا کوي چې د طالبانو د حکومت د دوهم ځل واکمنۍ له پیل راهیسې يې د شهيدانو او معلولينو له وزارت څخه کلنی معاش نهدى ترلاسه کړى. هغه چې نهغواړي د امنیتي ستونزو له امله یې نوم په راپور کې واخیستل شي، په دې اړه ازادي راډيو ته وویل: "زه پخپله د ملي دفاع وزارت له پخوانیو افسرانو څخه یم، خپلې دواړه پښې مې له لاسه ورکړې دي. Читать дальше...