سي پي جی: طالبان باید د واشنګټن پوسټ خبریالې ته د فعالیت اجازه ورکړي
د خبریالانو د خوندیتوب نړیواله کمېټه وايي، طالب چارواکي باید د واشنګټن پوسټ خبریالې سوزانا جورج ته اجازه ورکړي چې افغانستان ته لاړه شي او خپل ژورنالیستیک کار ته دوام ورکړي. په افغانستان کې د طالبانو له خوا پر خبریالانو او رسنیو د بندیزونو د دوام په اړه اندېښنې رامنځته شوي دي. د خبریالانو د خوندیتوب نړیواله کمېټه وايي، طالب چارواکي باید د رسنیو د محدودولو لپاره خپلې ټولې هڅې ودروي. دغې کمېټې د پنجشنبې په ورځ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره پر رسنیو د لګول شویو بندیزونو په اړه اندېښنه څرګنده کړه... Читать дальше...