Мы в Telegram
Добавить новость
103news.com
Pa.azadiradio.com
Сентябрь
2023

Новости за 07.09.2023

ایران ته په جاسوسۍ یو تورن کس د بریتانیا له یوه زندانه تښتېدلی

Pa.azadiradio.com 

په لندن کې له یوه زندان څخه هغه زنداني تښتېدلی دی چې ایران ته په جاسوسي تورن و. دا کس چې دانیل عابد خلیفه نومېږي په وانزوورس زندان کې د ترهګرۍ او جاسوسۍ په تور بندي و. ۲۱ کلن عابد خلیفه چې پخوانی برتانوي سرتېری دی، زندان ته د معلوماتو او اطلاعاتو د راټولو په تور اچول شوی و. ویل کېږي چې هغه دا معلومات ایران ته ورکول. عابد خلیفه پرون جهارشنبه د اشپزۍ د یونیفرم په اغوستلو سره له زندانه تښتېدلی دی. برتانوي چارواکو ویلي چې د دې تورن کس د بېرته نیولو لپاره یې لټون روان دی.

د طالبانو د سرپرستې کابینې دوهمه کالیزه؛ ځينې کارپوهان دا کابینه بریالۍ نه بولي

Pa.azadiradio.com 

نن د سپټمبر اوومه د وږي مياشتې ١٦مه نېټه په افغانستان کې د طالبانو حکومت د سرپرستې کابینې د اعلان له دوهمې کالیزې سره برابره ده. د طالبانو موقت حکومت د جوړېدو له دغه اعلانه دوه کاله تېر شول. ذبیح الله مجاهد، چې د طالبانو سرپرست حکومت ویاند او د دوی د مطبوعاتي څانګې یو له مهمو څېرو څخه دی، د ۲۰۲۱ کال د سپټمبر په ۷مه، د امریکايي ځواکونو له وتلو شاوخوا لس ورځې او د تېر جمهوري نظام له ړنګېدو څه باندې درې اوونۍ وروسته د افغانستان حکومت د رسنیو په مرکز کې د یوه خبري کنفرانس په ترڅ کې د 'اسلامي امارت' په نوم د طالبانو سرپرست حکومت اعلان کړ. Читать дальше...

د پاملرنې موسسې له افغانستان سره د خوراکي توکو د مرستو پر کمېدو اندېښنه ښودلې

Pa.azadiradio.com 

د پاملرنې نړیوالې ادارې له افغانستان سره د خوراکي توکو د مرستو پر کمېدو اندېښنه ښودلې ده. د بې‌وزلۍ د زیاتوالي او له افغانستان سره د مرستو د کمېدو له اندېښنو وروسته اوس د پاملرنې نړیواله موسسه له افغانستان سره د خوراکي توکو د مرستو د کمېدو په اړه اندېښنه څرګندوي. دغه موسسې د خپل نوي راپور په خپرولو سره چې د چهار شنبې په ورځ یې خپور کړی ویلي، په افغانستان کې د بودیجې د کمښت له امله د خوراکي توکو د مرستو کمېدل د نړیوال خوراکي بحران په حل کې چې له کنټروله وتلی دی، د مرستندویانو بې غوري ښيي. د... Читать дальше...



د زابل یو اوسېدونکی: طالبانو زما سلګونه مېوه لرونکې او غیر مېوه لرونکې ونې پرې کړي

Pa.azadiradio.com 

د زابل ولایت د ارغنداب ولسوالۍ یو اوسېدونکی ادعا کوي چې د دغه ولسوالۍ سیمه ییزو طالبانو د ده سلګونه مېوه لرونکې او غیر مېوه لرونکې ونې پرې کړي دي. په ټولنیزو رسنیو د وسله‌والو له لوري په ارغنداب ولسوالۍ کې د لسګونه ونو د پرې کولو د ویډیو له خپرېدو وروسته د دغه باغ مسوول ادعا کوي چې د سیمې یو شمېر طالب چارواکي د دغه ونو په پرې کولو کې لاس لري. د دغه باغ مالک بسم‌الله محمدي له ازادي راډيو سره یو شمېر اسناد شریک کړي چې ښيي هغه محکمې ته عارض شوی او ادعا یې کړې چې د زابل ولایت د ارغنداب ولسوالۍ د... Читать дальше...

'فریډم نو' په افغانستان کې د بشري حقونو د ناورین پر وړاندې د بېړني اقدام غوښتنه وکړه

Pa.azadiradio.com 

د بشري حقونو نړیوال سازمان یا 'فریډم نو' د طالبانو لخوا د افغان ښځو پر وړاندې د ازادۍ ضد فرمانونو ته په اشارې سره له نړیوالې ټولنې غوښتي چې په افغانستان کې د بشري حقونو ناورین پر وړاندې ژر تر ژره بېړنی اقدام وکړي. دغه سازمان وايي، طالبانو له ۶۴ څخه د زیاتو فرمانونو په صادرولو سره ښځې له عامه ژوند څخه لرې کړي دي. 'فريډم نو' په جرمني کې د يو شمېر معترضو ښځو اعتصاب ته په اشارې سره وویل چې تمنا زرياب پریاني، نايره کوهستاني، وحيده اميري، رقيه ساعي او صبیرا اکبري، د دې سازمان په خبره د طالبانو له خوا... Читать дальше...

افغانستان ته د نړیوال جام رسېدل؛ ځینې افغانان دې سیالیو ته د یوې پیاوړې افغان لوبډلې ټاکل غواړي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان کرکټ بورډ وايي، د ۲۰۲۳ کال د کرکټ پنځوس اوریزه نړیوال جام د دوه ورځو لپاره افغانستان وړل شوی دی. د افغانستان کرکټ بورډ وايي، د ۲۰۲۳ کال د کرکټ د پنځوس اوریزه نړیوال جام ټرافي د پنجشنبې په سهار افغانستان ته راوړل شوې او ټاکل شوې دغه جام د جمعې ورځ هم په افغانستان کې وي. د کرکټ بورډ ویاند سید نسیم سادات په دې اړه ازادي راډیو ته وویل، دغه جام به د کابل په ګډون د افغانستان په ځینو لرغونو ځایونو کې هم نندارې ته وړاندې شي. سادات وايي: "د ۲۰۲۳ کال د کرکټ نړیوال جام ټرافي نن سهار افغانستان... Читать дальше...

د کندهار اوسېدونکي د انټرنېټ له ټیټ‌ کیفیت او لوړې بیې شکایت کوي

Pa.azadiradio.com 

د کندهار ولایت یو شمېر اوسېدونکي د انټرنېټ له ټیټ‌ کیفیت او لوړې بیې شکایت کوي. د دغه ولایت اوسېدونکي وایي چې د مخابراتي کمپنيو د انټرنېټ بيې لوړې دي، خو په دې وروستيو کې يې انټرنېټ ډېر کمزورى شوى او په سمه توګه کار نه کوي. بلخوا د طالبانو د حکومت د کندهار د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست مسوولان وايي، د انټرنېټ کیفیت لوړولو په موخه يې هڅې پیل کړي دي. نور تفصیل د لاندې لېنک په کېکاږلو سره اورېدلی شئ:

د تورخم دروازې بندېدل؛ الکوزی: د لارې تړل افغان سوداګرو ته ستر زیان اړوي

Pa.azadiradio.com 

په تورخم کې د پاکستاني پوله ساتو او طالبانو ترمنځ د تېرې ورځې له وسله‌والې نښتې وروسته که څه هم په دغه سرحدي ښارګوټي کې جګړه‌ییز وضعیت نورمال دی، خو لا هم تورخم دروازه د هر ډول تګ راتګ په مخه تړلې ده. د تورخم ښارګوټي یو شمېر اوسېدونکي وايي چې دواړو لوریو ته زیات شمېر مسافر بند پاتې چې بل اړخ ته د اوښتو تمه لري. د افغانستان اړخ ته د تورخم ښارګوټي یوه اوسېدونکي چې نه یې غوښتل په راپور کې یې نوم خپور شي ازادي راډيو ته وویل: "دروازه لا هم بنده ده، هیچاته له پولې د تېرېدو اجازه نه شته. لا معلومه نه... Читать дальше...



بلېنکن: اوکراین د روسي ځواکونو پر وړاندې مهم پرمختګونه کړي

Pa.azadiradio.com 

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن پرون چهارشنبې د اوکراین د سفر په لړ کې وویل، اوکراین د روسي ځواکونو په وړاندې په ځوابي بریدونو کې مهم پرمختګونه کړي دي. انټوني بلېنکن په داسې حال کې اوکراین ته سفر کړی چې روسیې پر اوکراین توغندويي بریدونه ډېر کړي او په ترڅ کې یې لږترلږه ۱۷ تنه وژلي دي. هغه د امریکا لومړنی جګپوړی چارواکی دی چې د اوکراین د ځوابي بریدونو له پیلیدو وروسته یې کییف ته سفر کړی دی. د اوکراین ځوابي بریدونه د سږ کال د جون میاشتې په لومړیو کې پیل شوې. انټوني بلېنکن دکییف د... Читать дальше...

انټوني بلېنکن: اوکراین د روسي ځواکونو پر وړاندې مهم پرمختګونه کړي

Pa.azadiradio.com 

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن پرون چهارشنبې د اوکراین د سفر په لړ کې وویل، اوکراین د روسي ځواکونو پر وړاندې په ځوابي بریدونو کې مهم پرمختګونه کړي دي. بلېنکن په داسې حال کې اوکراین ته سفر کړی چې روسیې پر اوکراین توغندويي بریدونه ډېر کړي او په ترڅ کې یې لږترلږه ۱۷ تنه وژلي دي. هغه د امریکا لومړنی جګپوړی چارواکی دی چې د اوکراین د ځوابي بریدونو له پیلېدو وروسته یې کییف ته سفر کړی دی. د اوکراین ځوابي بریدونه د سږ کال د جون میاشتې په لومړیو کې پیل شوې.

د پاکستان پوځ په چترال کې د خپلو څلور پوځیانو وژنه تایید کړه

Pa.azadiradio.com 

د پاکستان پوځ تایید کړه چې په چترال کې یې پرون څلور پوځیان په یوه وسله‌واله نښته کې وژل شوي دي. د پاکستان پوځ مطبوعاتي څانګې په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې په دې شدیده نښته کې ۱۲ ترهګر هم وژل شوي دي. پوځ وايي چې ګڼ شمېر وسله‌والو د افغانستان پولې ته نژدې د چترال په کالاش سیمه کې د دوی پر دوو پوستو برید وکړ. د پاکستان پوځ ادعا کړې چې حمله کوونکي له افغانستانه ورغلي وو او د طالبانو له حکومت سره یې په دې اړه خپل معلومات شریک کړي دي. خو د طالبانو حکومت تراوسه پورې په دې اړه څه نه دي ویلي.

د کرکټ نړیوال جام مشال کابل ته رسېدلی

Pa.azadiradio.com 

د کرکټ نړیوال جام مشال نن کابل ته ورسېد. دا د افغانستان په تاریخ کې دوهم ځل دی چې د کرکټ د نړیوال کپ مشال د افغانستان په خاوره کې بلېږي. نړیوال کپ به دوه ورځې په افغانستان کې وي او په دې موده کې به بېلابېلو ولایتونو ته یووړل شی. افغانستان د کرکټ د نړیوالې شورا دایمي غړی او یو له هغو ټیمونو څخه دی چې په نړیوال جام کې ګډون لري. د کرکټ نړیوال جام سیالۍ د اکټوبر په پنځمه پیلېږي او د افغانستان لومړۍ مسابقه به د اکټوبر په اوومه له بنګله‌دېش سره وي.

د پاکستان حکومت کاناډا ته د ۶ زره افغانانو د لېږلو پلان تصویب کړ

Pa.azadiradio.com 

د پاکستان حکومت د کاناډا د په غوښتنه پرون چهارشنبې دغه هېواد ته د ۶ زره افغانانو د لېږلو پلان تصویب کړ. د پاکستان حکومت وویل، دا ۶ زره هغه افغانان دي چې اوس په پاکستان کې اوسي او د کال تر پایه به کاناډا ته ولېږل شي. د کاناډا د حکومت له پلان سره سم، کاناډا ته د شپږ زره افغانانو د انتقال لګښت او د هر کس په سر د خروج ۳۰ ډالره به د کاناډا سفارت ورکړي. د کاناډا سفارت به همداراز د هغو افغانانو جریمه هم پرې کړي چې په پاکستان کې د ویزې له خلاصېدو وروسته په دغه هېواد کې پاتې شوي دي. هر افغان چې تر... Читать дальше...

د روغتیا نړیوال سازمان ۲۷ افغان روغتیاپالانو ته روزنه ورکړې

Pa.azadiradio.com 

د روغتیا نړیوال سازمان یا 'ډبلیو ایچ او' په یوه روزنیز کورس کې په لسګونو روغتیا پالانو ته په دې اړه روزنه ورکړې چې په بېړنیو حالاتو کې هغو پېښو ته چې په کې خلکو ته ډېره مرګ ژوبله پېښېږي، په څه ډول رسېدنه وکړي. د دې سازمان د افغانستان څانګې پرون چهارشنبې پر خپله ټولنیزه شبکه ایکس کې ویلي چې په دغه پنځه ورځني کورس کې د افغانستان له اوو زونونو ۲۷ روغتیا پالانو ګډون کړې وو چې پنځه یې ښځینه روغتیا پالانې وې. د روغتیا نړیوال سازمان ویلي، د کورس ګډونوالو په بېړنیو حالاتو کې د ښو لومړنیو روغتیایي خدمتونو... Читать дальше...

اوکرایني چارواکي: روسیې پر ادیسې بندري ښار د بې‌پیلوټه الوتکې برید کړی

Pa.azadiradio.com 

اوکرایني چارواکي د تور سمندرګي په غاړه پر ادیسې بندري ښار د روسیې د ډرون الوتکې د برید خبر ورکوي او روسیې هم ویلي چې مسکو ته نږدې او دوو نورو سیمو کې یې ډرون الوتکې راغورځولې دي. د اوکراین د ادیسه سیمې والي اولی کیپر نن وویل چې د روسیې د نن سهار په برید کې د ادیسه د سیمې په جنوب لوېدیځ د داریوب بندر په ایزمیل سیمه کې د غلو یوې سیلو او د اداري چارو ودانیو ته زیانونه اوښتي دي. د نوموړي په وینا، په دغه برید کې یو کس ټپي شوي دی. په عین حال کې روسي رسنیو ویلي چې مسکو ته نږدې او په روستوف او بریانسک سیمو کې ډرون الوتکې راغورځول شوي دي. Читать дальше...

د طالبانو حکومت د سرپرستې کابینې د اعلان دوه کاله پوره شول

Pa.azadiradio.com 

نن د سپټمبر ۷مه د طالبانو د حکومت د سرپرستې کابینې د اعلان دوه کاله پوره شول. که څه هم نړیواله ټولنه او د سیمې هېوادونه له طالبانو د پراخ بنسټه حکومت د جوړېدو پرله‌پسې غوښتنې کوي، خو د طالبانو په لوړپوړو څوکیو کې د دوی له غړو پرته هېڅ بل افغان سیاستوال نه لیدل کېږي. د طالبانو په کابینه کې کومه ښځه هم نه ده شامله او د دوی حکومت په پخواني جمهوري نظام کې جوړ د ښځو چارو وزارت او دغه راز د بشري حقونو کمېسیون جوړښتونه منحل کړل. طالبان وخت ناوخت په کابینه کې د ادلون بدلون پرېکړې کوي، خو د ځینو مهمو... Читать дальше...

سېف د چلډرن: نړیواله ټولنه باید په اوسني وخت کې افغانستان ته شا نه کړي

Pa.azadiradio.com 

د ماشومانو د ساتنې نړیوال سازمان یا 'سېف د چلډرن' وایي، نړیواله ټولنه باید په اوسني وخت کې افغانستان ته شا نه کړي. په افغانستان کې د دغه سازمان مشر ارشد ملک پرون چهارشنبه یوه خبرپاڼه کې چې د دغه سازمان پر ویبپاڼه خپره شوې ویلي، افغانستان د وچکالۍ پرله‌پسې درېیم کال تجربه کوي چې ورسره خوراکي موادو او اوبو ته لاسرسی سخت شوی. په خبرپاڼه کې راغلي چې افغان کورنۍ او په ځانګړې توګه ماشومان د وچکالۍ د قربانیانو په سر کې دي. 'سېف د چلډرن' ویلي، د هغې سروې له مخې چې دوی د افغانستان په یو شمېر ولایتونو... Читать дальше...

په تورخم کې له نښتې وروسته پاکستان دا لاره تړلې

Pa.azadiradio.com 

په تورخم کې د طالبانو د حکومت او پاکستان د پوله ساتو ځواکونو له پرونۍ جګړې وروسته پاکستان دغه لاره تړلې ده. اسوشېټېډپرېس خبري اژانس د تورخم د یوه مسوول نصر الله خان په حواله ویلي، تر اوسه د پرونۍ وسله وال شخړې اصلي لامل روښانه نه دی. دغه پاکستاني چارواکي ویلي، پوځي مسوولان یې د افغانستان له چارواکو سره په تماس کې شوي چې په سیمه کې د لانجې د زیاتېدا مخه ونیسي. د طالبانو د کورنیو چارو وزارت پرون د تورخم جګړه تایید کړه، خو د ورځې تر پایه یې نور جزییات ورنه کړل. په تورخم کې یوې سرچینې ازادي راډیو... Читать дальше...

مکرون: د روسیې بیرغ به د پاریس په المپیک لوبو کې ښکاره نه شي

Pa.azadiradio.com 

د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون پرون چهارشنبې ټینګار وکړ چې د روسیې بیرغ به د پاریس د المپیک په لوبو کې ښکاره نه شي ځکه روسیه اوسمهال جنګي جرمونه ترسره کوي. مکرون دغه څرګندونې سپورټي لیکوایپ ورځپاڼې ته د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایا امکان شته چې روسي ورزشکاران په بې پرې توګه د پاریس په لوبو کې ګډون وکړي، وکړې. مکرون وویل، دی هیله من دی چې د المپیک نړۍ دغه عادلانه پرېکړه وکړي او زیاته یې کړه چې دا پرېکړه د لوبو په کوربه هېواد پورې نه بلکې د المپیک نړیوالې کمېټې پورې تړلې ده. پاریس به د راتلونکي... Читать дальше...


Музыкальные новости
Элджей

Рэпер Элджей стал зарабатывать меньше в восемь раз





Rss.plus
США

Пушинка из Космоса спасёт либо снесёт США? Научные важные данные. Проект «Святой Ленин».




Росатом и Татарстан продолжают расширять технологическое сотрудничество

Как в Ульяновске отметят День России: программа праздника

Свыше 20 тыс человек посетили Дни исторического и культурного наследия в Москве

Оператор Tokyo Electric Power завершил 6-й этап сброса воды с АЭС "Фукусима-1"




د 'تحریک طالبان پاکستان' د وسله‌والو برید کې څلور پاکستاني پوځیان وژل شوي

Pa.azadiradio.com 

د تحریک طالبان پاکستان د لسګونه وسله‌والو په برید کې د پاکستان څلور پوځیان وژل شوي دي. رسنیو د پاکستان د پوځ د مطبوعاتي څانګې په حواله راپور ورکړی چې دغه برید چهارشنبه سهار مهال د افغانستان پولې ته نژدې په چترال سیمه کې شوی دی. د جرمني 'ډي پي اې' خبري اژانس د ځینو پاکستاني چارواکو په حواله چې نومونه یې د موضوع د حساسیت له کبله نه دي اخیستل شوي لیکلي، وسله‌والو د پاکستان د ځواکونو پر دوو پوستو دغه برید کړی دی. فرانس پرېس د چترال د پولیسو د مرستیال محمد علي په حواله لیکلي چې د وسله والو مخالفانو... Читать дальше...

بلېنکن: امریکا د امکان تر حده د اوکراین ملاتړ ته دوام ورکوي

Pa.azadiradio.com 

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر کییف ته د خپل ناببره سفر پر مهال ویلي، هېواد یې د امکان تر حده د اوکراین ملاتړ ته دوام ورکوي. انټوني بلېنکن پرون چهارشنبه په یوه نا اعلان شوي سفر اوکراین ته ولاړ او د هغه هېواد له ولسمشر ولودمیر زیلینسکي سره یې وکتل. بلېنکن ویلي، ولسمشر جوبایډن د دې سفر غوښتنه ترې کړې چې پر اوکراین د روسیې د یرغل پر مهال د خپل هېواد د ملاتړ ډاډ ورکړي. د بلېنکن په وینا، د اوکراین په دفاعي عملیاتو کې مهم پرمختګونه شوي چې په باور یې ډېر هڅونکي دي. د هغه له دغه سفر سره همهاله د اوکراین... Читать дальше...

د اسلامي همکاریو سازمان د افغان نجونو پر زده کړو ټینګار کړی

Pa.azadiradio.com 

کابل ته د اسلامي هېوادونو د همکارۍ سازمان تللي پلاوي د طالبانو د حکومت د پوهنې او لوړو زده کړو له سرپرست وزیرانو سره کتلي دي. د اسلامي هېوادونو د همکارۍ سازمان پلاوي چې د بېلابېلو هېوادونو استازي په کې دي، د طالبانو د زده کړو له دوو مهمو چارواکو سره کتلي دي. د دغه سازمان د خبرپاڼې له مخې چې پرون چهارشنبه یې خپره کړې، پلاوي د طالبانو د پوهنې له سرپرست وزیر مولوي حبیب‌الله اغا او د لوړو زده کړو له سرپرست وزیر ندا محمد ندیم سره کابل کې کتلي او هغوی ته یې ویلي چې د زده کړو حق باید له چا وانخیستل شي. Читать дальше...

کابل ته د یو امریکايي پلاوي سفر؛ د افغانستان د خصوصي سکتور له پیاوړتیا سره مرسته کوي

Pa.azadiradio.com 

د امریکا یوه سوداګریز پلاوي کابل ته د خپل سفر پر مهال ویلي چې دوی د افغانستان د خصوصي سکتور له پیاوړتیا سره مرسته کوي. کابل ته د امریکا تللی سوداګریز پلاوی داسې مهال د خصوصي سکتور د پیاوړتیا او افغانستان کې د پانګونې ژمنه کوي چې د دغه پلاوي په وینا له افغانستان سره د نړیوالو مرستې په کمېدو دي. دغه پلاوي چې مشري یې د افغانستان- امریکا د سوداګرۍ خونې مشر جیفري ګریکو کوي د چهارشنبې په ورځ په کابل کې له افغان سوداګرو، پانګه‌والو او د طالبانو د حکومت له چارواکو سره یوه غونډه کې برخه واخیسته. د افغانستان-... Читать дальше...

له افغانستانه تاجکستان ته د ور اوښتو ترهګرو وژنې په اړه د 'ګلف ټوډې' تبصره

Pa.azadiradio.com 

ګلف ټوډې: ګلف ټوډې ورځپاڼې، په تاجکستان کې د درېیو ترهګرو وژلو ته چې دوشنبې ویلي، د افغانستان له خاورې ور اوښتي وو، پام اړولی. ورځپاڼه لیکي، د تاجکستان رسمي خبري آژانس خاور د دې هېواد د امنیتي خدمتونو ادارې له قوله ویلي چې دغه درې تنه د اګست په ۳۰مه د شپې له‌خوا پر پوله اوښتي او غوښتل یې چې د سپټمبر له نهمې، د تاجکستان د ملي ورځې د رخصتۍ له نمانځلو د مخه یو تروریستي عمل ترسره کړي. وژل شوي کسان د جماعت انصارالله د ډلې غړي بلل شوي او ویل شوي چې د دې ډلې اکثریت غړي د تاجکستان هغه وګړي دي چې د... Читать дальше...



Москва

Студенты Академии Игоря Крутого раскрыли свои таланты


Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media
Москва

Сергей Собянин: Городские вокзалы объединяют маршруты



103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. 103news.com — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости

Ольга Бузова

"Человек сильно просчитался": Общественник указал на того, кто втянул Бузову в скандал




Спорт в России и мире

Алексей Смирнов – актер, которого, надеюсь, еще не забыли

Среди сотрудников уголовно-исполнительной системы Республики Дагестан определили лучшего гроссмейстера

Генпрокуратура потребовала передать государству велотрек с Олимпиады-80

Баскетболисты из Лобни завоевали золото на турнире Moscow Open


Анастасия Потапова

Ролан Гаррос. Расписание 2 июня. Потапова и Швентек сыграют первым запуском, Синнер – последним



Новости Крыма на Sevpoisk.ru


Москва

Пушинка из Космоса спасёт либо снесёт США? Научные важные данные. Проект «Святой Ленин».



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России