Мы в Telegram
Добавить новость
103news.com
Pa.azadiradio.com
Сентябрь
2023

Новости за 27.09.2023

د امریکا استازې: که افغانان وږي او رهبران ماړه وي، واکمني یې دوام نه کوي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان لپاره د امریکا د متحدو ایالتونو شارژدافیرې کرین ډیکر د قطر په پلازمېنه دوحه کې د ازادي راډیو سره په یوې ځانګړې مرکې کې ویلي چې که افغانان وږي او رهبران ماړه وي، واکمني یې دوام نه کوي. میرمن ډیکر همدارنګه ویلي، د امریکا حکومت د طالبانو رهبر ملا هبت الله اخونزاده پر افغان نجونو او ښځو د محدودیتونو مسول ګڼي. دا تفصیلي مرکه دلته کتلئ شئ

امریکا د افغانستان د زده کړو او په اقتصادي برخو کې د ترکیې هڅې وستایلې

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي ټوماس وېسټ د ترکیې د بهرنیو چارو د وزارت له مرستیال احمد یلدیز سره نن د افغانستان د بشري او اقتصادي وضعیت په اړه خبرې وکړې. وېسټ د دې لیدنې کتنې خبر په خپله ایکسپاڼه کې ورکړی دی. د دې غونډې په اړه، چې د افغانستان د ښځو او بشري حقونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري هم وه، وېسټ په افغانستان کې د زده کړو او اقتصادي ثبات په برخو کې د ترکیې د هڅو ستاینه وکړه. د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر یا اوچا د معلوماتو له‌مخې اوسمهال په افغانستان کې ۲۹،۲ میلیونه وګړي بشري مرستو ته اړتیا لري. Читать дальше...

د پاکستان په سند کې چاودنې ۸ کسان وژلي

Pa.azadiradio.com 

د پاکستان د سند ایالت په کاشمور سیمه کې نن په یوه کور کې د راکټ لانچر د مرمۍ د چاودنې له امله ۸ تنه وژل شوي دي. پولیس وایي چې په وژل شویو کې پنځه ماشومان، یو نارینه او دوه مېرمنې دي. په سیمه کې د پولیسو افسر روحیل کوسه ازادي راډیو ته وویل چې دا مرمۍ ماشومانو په بهر کې پيدا کړې وه او کور ته یې وړې وه. کوسه زیاته کړه چې د پېښې تحقیقات روان دي.



مجاهد: د امنیت شورا غونډه کې باید د طالبانو په رسمیت پېژندلو بحث شوی وای

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو ویاند وایي، د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په غونډه کې په کار وه چې د دوی د حکومت د په رسمیت پېژندلو په اړه بحث شوی وای. ذبیح الله مجاهد په خپله ایکسپاڼه کې نن لیکلي چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په بحثونو کې پر یو دوو کوچنیو او کورنیو موضوعاتو، د ښځو تعلیم او کار باندې خبرې وشوې. د طالبانو ویاند زیاته کړه چې په کار وه چې د ملګرو ملتو په سازمان کې د تور لېست په ختمېدو، د بندیزونو په لرې کېدو، د افغانستان د پیسو په ازادېدو او د دوی د حکومت د رسمیت پېژندلو موضوعاتو باندې بحث شوی وای او حل لارې لټول شوي وای. Читать дальше...

لیلا بسیم: طالبانو ژولیا پارسي ونیوله

Pa.azadiradio.com 

ژولیا پارسي د افغانستان د ښځو د خودجوش تحریک جګپوړې غړې نن طالبانو په کابل کې نیولې ده. د دې غورځنګ یوې غړې لیلا بسیم ازادي راډیو ته دا خبر تایید کړ او ویې ویل چې د اغلې پارسي زوی هم طالبانو نیولی او کله چې یې په خپله ژولیا پارسي نیوله د هغې کور یې تالاشي کړی او یو شمېر اسناد یې هم ورسره وړې دي. طالبانو تر اوسه د اغلې پارسي د نیولو په اړه څه نه دې ویلي. څو ورځې مخکې د همدې خودجوش تحریک بله غړې ندا پرواني طالبانو نیولې وه چې لاهم د طالبانو په بند کې ده.

د نیپال کرکټ لوبډلې د افغان کرکټ لوبډلې جوړ کړی ریکارډ مات کړ

Pa.azadiradio.com 

د چین په هانګژو کې د اسیایي لوبو په ترڅ کې د نیپال کرکټ لوبډلې په شل اوریزه لوبه کې د افغانستان د لوبډلې جوړ کړی ریکارډ مات کړ. نیپال نن په شلو اورونو کې له منګولیا سره د لوبې پر مهال درې سوه څوارلس منډې جوړې کړې. افغانستان په ۲۰۱۹م کال کې په شل اوریزه کرکټ لوبه کې د ایرلنډ په مقابل کې دوه سوه اته اویا منډې جوړې کړې وې چې تر ننه ریکارډ وې.

نړیوالو بنسټونو د طالبانو له بنده د افغان فعالانو د خوشې کېدو غوښتنه کړې

Pa.azadiradio.com 

د بخښنې نړیوال سازمان یوځل بیا د د زده کړو د حقونو فعال مطیع‌الله ویسا، اعتراض کوونکې مېرمن ندا پرواني، د هغې د خاوند او د څلور کلن زوی د خوشې کېدو غوښتنه کړې ده. د بخښنې نړیوال سازمان یوځل بیا د قلم‌لار ټولنې د مشر او د زده‌کړو د حقونو فعال مطیع‌الله ویسا، د اعتراض کوونکې مېرمن ندا پرواني، د هغې د خاوند او د غه شان د هغې کوچني زوی د ژر تر ژره خوشې کېدو غوښتنه کړې. دغه سازمان د چهارشنبې په سهار پر خپله ايکسپاڼه په بېلابېلو سیمو کې د ماشومانو لپاره د ویسا د تعلیمي فعالیتونو يوې ويډيو په خپرولو... Читать дальше...



د امنیت شورا غونډه کې د افغانستان او پاکستان استازو لفظي شخړه کړې

Pa.azadiradio.com 

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په غونډه کې د افغانستان د دایمي استازولۍ سرپرست نصیر احمد فایق او پاکستاني استازي منیر اکرم ترمنځ وروسته تر هغې لفظي نانندرۍ رامنځته شوې چې پاکستاني استازي په ښکاره ډول د طالبانو سره د نړیوالو د تعامل غوښتنه وکړه. د ملګرو ملتونو د سازمان په ۷۸مه غونډه کې چې د سې شنبې په ورځ ترسره شوه د افغانستان د دایمي استازولۍ سرپرست نصیر احمد فایق او پاکستاني استازي منیر اکرم ترمنځ لفظي شخړه وشوه. د افغانستان د دایمي استازولۍ سرپرست، پاکستان د ترهګریزو ډلو په ملاتړ او پاکستاني... Читать дальше...

د ګرځندوی نړیواله ورځ؛ ځینې افغان ګرځندویان: طالبانو د ګرځندوی صنعت اغېزمن کړی

Pa.azadiradio.com 

نن د سپټمبر ۲۷مه د ګرځندوی نړیواله ورځ ده. نجیب الله یو افغان ګرځندوی او د میدان وردګو ولایت اوسېدونکی دی. هغه وايي چې د طالبانو د واکمنۍ پر مهال يې هم بېلابېلو ولايتونو ته تفريحي سفرونه کړي دي. نجیب الله، ازادی راډیو ته وویل چې دا مهال په افغانستان کې تفريحي چاپېریال په بشپړ ډول نارينه شوی دی. هغه زیاتوي: "د کاپیسا او د دغه ولايت د بېلابېلو ولسوالیو په څېر تګاب، نجراب او صیاد ته لاړم، د تخار برخو ته لاړم، ډېرو نورو ولایتونو ته هم لاړم، ټوله فضا نارینه ده." روح الله هم وايي چې سږ کال فارياب،... Читать дальше...

د ناګورنو قره‌باغ له سیمې په ډله‌ییزه توګه د خلکو د وتلو بهیر دوام لري

Pa.azadiradio.com 

د ناګورنو قره‌باغ له لانجمنې سیمې په ډله‌ییزه توګه د خلکو د وتلو بهیر دوام لري او د ارمنستان چارواکو ویلي چې له سیمې د هغو جبري بې ځایه شویو کسانو شمېر چې ځانونه یې د ارمنستان تر خاورې رسولي، لسګونو زره تنو ته رسېږي. د ارمنستان حکومت نن اعلان وکړ چې له ناګورنو قره باغ سیمې له ۴۷ زره زیات کسان د ارمنستان خاورې ته ننوتي دي. له سیمې په ډله‌ییزه توګه د خلکو د وتلو لړۍ وروسته له هغې تېزه شوې چې اذربایجاني ځواکونو تېره اوونۍ په دې لانجمنه جلاغوښتونکې سیمه کې چې نړیوال یې د اذربایجان د خاورې یوه برخه... Читать дальше...

د اسیا په لوبو کې لوبېدل، د افغان ښځینه والیبال لوبغاړو لپاره له “لوبې زیات ارزښت لري”

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د والیبال ملي ټیم لوبغاړي په چین کې د اسیا لوبو لپاره خپل وروستي تمرینونه ترسره کوي. د افغانستان په ورزشي کاروان کې ۱۷ نجونې په درېیو بېلابېلو رشتو کې لوبېږي.

لانا ذکي نصیبه: فقر او بې‌وزلۍ ښايي ۸۰ زره افغان نجونې واده کولو ته اړ کړې وي

Pa.azadiradio.com 

په ملګرو ملتونو کې د متحده‌عربي اماراتو استازې وايي، په افغانستان کې فقر او بې‌وزلۍ ممکن ۸۰ زره نجونې واده کولو ته اړ ویستې وي. په ملګرو ملتونو کې د متحده‌عربي اماراتو استازې لانا ذکي نصیبه وايي، اقتصادي بحران په افغانستان کې د ښځو وضعیت چې د نړۍ تر ټولو ناوړه بحران دی لا پسې زیات کړی، تر دې کچې چې د نوموړې په خبره، فقر تر ۸۰ زره نجونې واده کولو اړ کړي دي. هغې پرون د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو امنیت شورا ځانګړې غونډې ته وویل: "میلیونونه کسان د خوړو له نه خوندیتوب سره مخ دي. بشري اړتیاوې... Читать дальше...

د بخښنې نړیوال سازمان د مطیع‌الله ویسا د ژر خوشې کېدو غوښتنه وکړه

Pa.azadiradio.com 

د بخښنې نړیوال سازمان یا امنیستي انټرنېشنل د طالبانو په بند کې د زده کړو د فعال او قلم لار ټولنې د مشر مطیع‌الله ویسا د سمدستي خوشې کېدو غوښتنه وکړه. د امنیستي انټرنېشنل د جنوبي اسیا څانګې نن په خپل ایکس پاڼه کې لیکلي چې نن شپږ میاشتې کېږي چې د زده کړې دغه فعال له طالبانو سره بندي دی او زیاتوي هغه یې یوازې په دې خاطر زنداني کړی چې د نجونو پر زده کړو له بندیز سره یې مخالفت څرګند کړی. امنیستي انټرنېشنل د ښاغلي ویسا لپاره د عدالت غوښتنې ترڅنګ په افغانستان کې د نجونو لپاره د عدالت غوښتنه کړې ده.... Читать дальше...

د ناګورنو قره‌باغ د تېلو یوه ټانک کې د چاودنې له کبله ۶۸ کسان وژل شوي

Pa.azadiradio.com 

په ناګورنو قره‌باغ کې د تېلو په یوه ټانک کې د وړمې ورځې چاودنې په نتیجه کې ۶۸ کسان وژل شوي دي. د دغې جلا غوښتونکې سیمې استازي ګیګام سټیفانیان ازادي راډیو ته د ۶۸ کسانو مړینه تایید کړه او ویې ویل چې تراوسه یوازې د ۲۱ قربانیانو هویت معلوم شوی دی. تر دې مخکې رسنیو د ارمنستان د روغتیا د وزیر په حواله راپور ورکړی و چې د وژل شویو کسانو شمېر یې ۱۲۵ تنه ښودلی و. چارواکو وویل، دغه چاودنه د دوشنبې په ورځ د سټیپاناکیرت ښارپه یوه څنډه کې د تېلو په یوه ټانک کې هغه مهال رامنځته شوه چې ارمنستان ته تلونکي کسان د تېلو د اخیستو لپاره په لیکو کې ولاړ و. Читать дальше...

بایربوک: اذربایجان دې ناګورنو قره‌باغ ته د نړیوالو څارونکو د تګ اجازه ورکړي

Pa.azadiradio.com 

د جرمني د بهرنیو چارو وزیرې انالینا بایربوک له اذربایجانه وغوښتل چې نړیوالو څارونکو ته اجازه ورکړي چې لاندې کړې ناګورنو قره‌باغ سیمې ته لاړ شي. پر سیمې د بشپړ کنټرول د ټینګولو لپاره د اذربایجاني ځواکونو د تېرې اوونۍ د عملیاتو په نتیجه کې د دې سیمې په زرګونه ارمن ټبره اوسېدونکي خپلو کورونو پرېښودلو ته مجبوره شوي دي. بایربوک زیاته کړه، دې پرېکړه کړې چې د خپل هېواد بشري مرستې یوځل بیا د پام وړ زیاتې کړي او د سره صلیب نړیوالې کمېټې ته به د دوو میلیونو ایرو پرځای پنځه میلیونه ایرو اضافي مرسته ورکړي.

اسیايي لوبې؛ محمد خالد هوتک خپل هندي حریف مات کړ

Pa.azadiradio.com 

محمد خالد هوتک خپل هندي حریف مات کړ او افغانستان یې د چین په اسیایي لوبو کې د درېیم مډال څښتن کړ. د اسيايي لوبو د تنظيموونکې کمېټې د معلوماتو له مخې، د افغانستان د ووشو لوبغاړي محمد خالد هوتک په ٧٠ کيلو ګرام وزن کې د کوارټر فاينل دور په یوه سیالي کې خپل هندی سیال د پښې په یوې ضربې سره ناک اوټ کړ. هوتک د برنزو د مډال د ګټلو سربېره سیمي فاینل ته لار وکړه او تمه ده هلته له چینایي لوبغاړي سره لوبه وکړي. خالد هوتک تر دې مخکې قزاقستانی سیال وهلی و. تمه ده هوتک نن له چینایي سیال سره په نیمه پایلوبه کې مخ شي. Читать дальше...

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان او پاکستان استازو لفظي شخړه کړې

Pa.azadiradio.com 

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د ناستې پر مهال د پاکستان استازي منیر اکرم ویلي چې نصیراحمد فایق د افغانستان استازیتوب نه شي کولای. اکرم وروسته تر هغه دا خبرې وکړې چې د افغانستان استازي نصیراحمد فایق پاکستان د افغانستان د روانو ناخوالو مسوول وباله او ویې ویل چې تل یې دوه ګونی چلند کړی دی. فایق زیاته کړه چې پاکستان له یوې خوا ځان د ترهګرۍ قرباني بولي او له بلې خوا د ترهګرو ملاتړ او لابي ګري کوي. د پاکستان استازي منیر اکرم د نصیراحمد فایق د دې څرګندونو په غبرګون زیاته کړه چې فایق د ده په خبره د افغانانو... Читать дальше...

د اوکرایني پوځي ستایلو له کبله د کاناډا د پارلمان رییس استعفا وکړه

Pa.azadiradio.com 

د کاناډا د پارلمان رییس پرون، وروسته له هغه استعفا وکړه چې په دوهمه نړیواله جګړه کې د جرمن نازیانو په ګټه جنګېدلی اوکراینی پوځي یې وستایه. تېره اوونۍ د اوکراین د ولسمشر ولودیمیر زیلینسکي پارلمان ته د سفر پر مهال، انټوني روټا د خپلې ولسوالۍ یو بوډا اوکراینی مهاجر د اتل په توګه وستایه. خو روتا وروسته له هغه د استعفا له زیاتېدونکي فشار سره مخ شو چې څرګنده شوه چې هغه اوکرایني بوډا کډوال د نازیانو سره تړلي نظامي واحد کې دنده ترسره کړې. روټا د پارلمان غړو ته وویل چې په خواشیني سره د پارلمان د استازیو جرګې له ریاسته استعفی وړاندې کوي.


Музыкальные новости
Тимати

Тимати, Сергей Жуков, Артемий Лебедев, Александр Мостовой: какие звезды и известные личности посетили ПМЭФ-2024





Rss.plus
Баскетбол

Баскетбол. Чемпионат области. Б/К «Волгодонск» -Б/К «Сальск» 95: 90




Курс евро на Мосбирже опустился ниже 95 рублей впервые с 16 января

EVENT DJ BATTLE ПРИВОЛЖЬЕ прошёл в ресторане «Максимилианс» 21 мая 2024 года

В доме 1973 года постройки установят 12 новых лифтов

Победа далась нелегко: 80 лет со дня начала легендарной Выборгско-Петрозаводской операции




په تېرو لسو کلونو کې د لومړي ځل لپاره جنوبي کوریا پراخ پوځي پرېډ ترسره کړ

Pa.azadiradio.com 

جنوبي کوریا پرون په پلازمېنه سویل کې پراخ پوځي پرېډ ترسره کړ، چې په تېرو شاوخوا لسو کلونو کې یې ساری نه و لیدل شوی. په تېرو لسو کلونو کې د لومړي وار لپاره جنوبي کوریا پرون سې شنبه پراخ پوځي پرېډ ترسره کړ او خپل پوځي ځواک یې په داسې حال کې نندارې ته وړاندې کړ، چې د جنوبي کوریا او شمالي کوریا ترمنځ کړکېچ زیات شوی دی. د جرمني خبري اژانس په لیکنه، د جنوبي کوریا دفاع وزارت اعلان وکړ، چې په پلازمېنه سیول کې په پروني پرېډ کې شا و خوا څلور زره ۴۰۰۰ سرتېرو برخه اخیستې وه. د دغه وزارت په وینا، جنوبي... Читать дальше...

یونېسف: له ارزګان پرته په ټول افغانستان کې د پولیو د واکسین کمپاین دوام کوي

Pa.azadiradio.com 

له ارزګان ولایت پرته په نور افغانستان کې ماشومانو ته د ګوزڼ یا پولیو پر خلاف د واکسین ورکولو کمپاین سبا پنجشنبه هم دوام کوي. د ماشومانو د ملاتړ لپاره د ملګرو ملتونو مرستندوی صندوق یا یونېسف ویلي، په دغه کمپاین کې به چې له تېرې دوشنبې پیل شوی، څه باندې ۱۱ میلیونه ماشومان د دې ناروغۍ په وړاندې واکسین شي. په دې تازه کمپاین کې ماشومانو ته ویټامین‌اې هم ورکول کېږي. روان میلادي کال په افغانستان کې د ګوزڼ ۵ مثبتې پېښې شوي چې ټولې په ننګرهار ولایت کې دي.

اروپايي ټولنه د ناګورنو قره‌باغ اغېزمنو کسانو سره ۵ میلیونه مرسته کوي

Pa.azadiradio.com 

اروپايي کمېسیون پرون سې شنبه اعلان وکړ، چې اروپايي ټولنه به په لانجمنه سیمه ناګورنو قره‌باغ کې له جګړو اغېزمنو شویو کسانو سره د بشري مرستې لپاره ۵ میلیونه یورو چې ۵ میلیونه او درې لکه ډالره کېږي، اختصاص کوي. د بشري مرستو او د بحرانونو د مدیریت لپاره د اروپايي ټولنې کمشنر یانیڅ لنارچیچ ویلي: "موږ باید د هغو زرګونو کسانو ملاتړ ته ځانونو چمتو کړو، چې له ناګورنو قره باغ یې د کډې کولو پرېکړه کړې ده." لنارچیچ ویلي، داسې اټکل کېږي، رواروان ژمی به د دغو کډوالو لپاره نور چلنجونه او ستونزې هم پېښې کړي. Читать дальше...

اوتنبایووا: په افغانستان کې د بشري مرستو چارې ډېرې ټکنۍ شوي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې او د یوناما مشره وايي، د بودیجې د کموالي له کبله په افغانستان کې د بشري مرستو چارې ډېرې ټکنۍ شوي دي. روزا اوتنبایووا د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د سې شنبې غونډې ته چې د افغانستان پر وضعیت بحثونو ته متمرکزه وه، دا خبره وکړه. هغې وویل: "موږ د بشري مرستو لپاره د بودیجې کموالي ته سخته اندېښنه لرو. د افغانستان د بشري اقدام پروګرام تر تېرې اوونۍ ۸۷۲ میلیون ډالره ترلاسه کړل چې دا د ۳ اعشاریه ۲ میلیارده ډالره غوښتل شوې بودیجې یوازې ۲۸ فیصده ده.... Читать дальше...

یور ایشیا ریویو: افغان مېرمنې له سختو کړاوونو، شکنجې او تاوتریخوالي سره مخ دي

Pa.azadiradio.com 

یور ایشیا ریویو: یور ایشیا ریویو خپرونې په یوه لیکنه کې د افغان ښځو وضعیت ته پام اړولی او لیکي، د ۲۰۲۱ کال د اګست له میاشتې راهیسې چې طالبان بیا پر افغانستان واکمن شوي، د دې هېواد د ښځینه وګړو چې د نفوس نږدې نیمه برخه جوړوي، له سختو کړاوونو، شکنجې او تاوتریخوالي سره مخ دي. د خپرونې په لیکنه، د ښځو فردي ازادي او انتخابونه، د دوی موجودیت یا د ژوند کولو حق د طالبانو په لاس کې دی. یور ایشیا ریویو خپرونه وړاندې د ښځو پر وړاندې د طالبانو د تاوتریخوالي د څو بېلګو یادونه کوي او لیکي، د تاوتریخوالي... Читать дальше...

ازادي راډیويي مجله؛ د پښتون کلتور ورځ ونمانځل شوه

Pa.azadiradio.com 

د ازادي راډیويي مجلې په دې خپرونه کې اورئ چې د پښتون کلتور ورځ ونمانځل شوه. په خپرونه کې د جنید د شعر د جایزې د درېیو ګټونکو نظر درسره شریکېږي. په دې پروګرام کې د کیسو د نقد په اړه هم اورېدلی شئ. دغه راز په خوست کې د شرنګ مشاعره وشوه او په غزنې سانګې ووهل شوې. دغه خپرونه، چې احمدشیبر چمتو کړې، د لاندې لېنک په کېکاږلو یې اورېدلی شئ:



Москва

Можно ли прожить без музыки? Дискуссия протагонистов музыкального бизнеса


Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media
Москва

Собянин: 12 июня в Москве парковки будут бесплатными



103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. 103news.com — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости

Юрий Лоза

«Ищи, кому это выгодно»: Юрий Лоза выдвинул свою версию убийства Игоря Талькова




Спорт в России и мире

Алексей Смирнов – актер, которого, надеюсь, еще не забыли

Легкоатлетка Тангара назвала кринжем участие Бузовой в забеге на Никольской

В Архангельске прошёл межрегиональный теннисный турнир «Белое море»

Серебро «Кубка МЧС России по боксу» завоевал бердчанин Владислав Ефременко


Анна Калинская

Калинская поддержала Синнера после поражения на "Ролан Гаррос"



Новости Крыма на Sevpoisk.ru


Москва

Алексей Касаткин будет исполнять обязанности министра природы Забайкальского края



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России