Мы в Telegram
Добавить новость
103news.com
Pa.azadiradio.com
Сентябрь
2023

Новости за 26.09.2023

د څلورو هېوادونو له لارې د اوکراین د غلې دانې صادرېدو په تړاو د څېړنو غوښتنه وشوه

Pa.azadiradio.com 

د مرکزي اروپا څلورو هېوادونو له اروپايي ټولنې غوښتي چې د هغه بشري دهلیز په اړه څېړنې وکړي چې د دې هېوادونو له لارې د اوکراین غلې دانې نورو هېوادونو ته صادرېږي. د چک جمهوریت، هنګري، پولنډ او سلواکیا د کرنې وزیرانو نن وویل، د اوکراین د غلې د صادراتو یوه برخه د پولنډ په څېر ځینو هېوادو کې پاتې کېږي چې د دې هېوادونو د سیمه‌ییزو کروندو ګرو د غلې دانې حاصلاتو ته زیان اړوي، ځکه د اوکراین صادرات د دې هېوادونو پرتله ارزانه دي. د چک جمهوریت د کرنې وزیر ماریک ویبورني وویل چې په دې هېوادونو کې د اوکراین... Читать дальше...

په خیبرپښتونخوا کې د افراطي وسله‌والو پر یوه پټنځای عملیات شوي

Pa.azadiradio.com 

د پاکستان پوځ د خیبرپښتونخوا په قبایلي سیمو کې د افراطي وسله‌والو پر پټنځای د عملیاتو خبر ورکوي. پوځ په یوه بیان کې ویلي چې دا نښته پرون د خیبر پښتونخوا په خیبر ولسوالي کې د وسله‌والو پر یوه مرکز وشوه او په پایله کې دواړو خواوو نښته وکړه. پوځ وايي چې په دې نښته کې د وسله‌والو د یوه قوماندان په ګډون درې تنه مشکوک تروریستان ووژل شول. پوځ په دې اړه نور جزییات نه دي ورکړي.

پر افغان ښځو لګېدلي محدودیتونه؛ د یوناما مشرې پرې اندېښنه وښوده

Pa.azadiradio.com 

د ملګرو ملتونو امنیت شورا نن د افغانستان د روان وضعیت په اړه بحث وکړ. دې غونډې ته د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د مرستندوی ماموریت یوناما مشرې روزا اوتونبایووا د افغانستان د وضعیت په اړه معلومات ورکړل. مېرمن اوتونبایووا په افغانستان کې د بشري حقونو په تېره د ښځو او نجونو پر زده کړو پر لګېدلو محدودیتونو اندېښنه وښوده. د یوناما مشرې که څه هم د مخدرو موادو د کښت د نسبي مخنیوي په څېر د یولړ مثبتو پرمختګونو یادونه وکړه، خو هغې وویل چې د دوی هڅې د طالبانو د هغو پنځوسو فرمانونو له کبله زیانمنې... Читать дальше...



د کوېډ۱۹ د مثبتو پېښو زیاتوالی؛ د تېرې اګست میاشتې تر پایه کرونا نږدې ۷۹۶۲ افغانان مړه کړي

Pa.azadiradio.com 

د روغتیا نړیوال سازمان وايي، د اګست میاشتې تر پایه په افغانستان کې کرونا ناروغۍ یا کوېډ۱۹ د مثبتو پېښو شمېر له ۲۲۵ زرو څخه اوښتی دی. د روغتیا نړیوال سازمان په یوه راپور کې ویلي چې د اګست تر ۳۱مې نېټې پورې په افغانستان کې د کرونا ویروس د مثبتو پېښو شمېر ۲۲۵ زره او ۲۶۴ ته رسېدلی چې په دې کې نږدې ۷۹۶۲کسان مړه شوي دي. دغه سازمان زیاتوي چې په افغانستان کې پر دغه ویروس د اخته کېدو کچه ۹۶،۳ سلنه او د مړینې کچه ۳.۵ سلنه وه. د روغتیا نړیوال سازمان د معلوماتو له مخې، په دې وروستیو کې په ټولو ډلو کې د... Читать дальше...

د چین اسیايي سیالۍ؛ د ووشو لوبغاړي خالد هوتک خپل هندي سیال ته ماتې ورکړه

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د ووشو لوبغاړي خالد هوتک د چین د اسیايي سیالیو په منځلوبه یا کوارټرفاینل کې وکړای شول چې خپل هندي سیال سورج یادو ته ماتې ورکړي. دغه سیالي چې څو شېبې وړاندې ترسره شوه، هوتک په لومړي پړاو کې خپل هندی سیال ناک اوټ کړ او نیمه پایلوبې ته یې لار پیدا کړه. نوموړی چې په ۷۰ کیلو ګرام وزن کې سیالۍ کوي، نیمه پایلوبه به یې سبا چهارشنبه د چینايي یا هم ازبکستاني سیال پر وړاندې وي. دغه راز تېره ورځ د ووشو لوبې بل لوبغاړي نصرت الله حبیبي هم د خپل تایلنډي سیال په ماتولو سره نیمه پایلوبې ته لار موندلې وه.

د طالبانو له بنده د معترضې مېرمنې 'ندا پرواني' د خوشې کېدو غوښتنه شوې

Pa.azadiradio.com 

د افغان مېرمنو د اعتراضي غورځنګونو ایتلاف د یوې معترضې مېرمنې ندا پرواني د ازادۍ غوښتنه کړې. اته ورځې کېږي چې د معترضو ښځو د خود جوشه خوځښت د یوې غړې ندا پرواني د نیول کېدو ادعا شوې، خو د ندا او د هغې د کورنۍ د غړو د نیول کېدو په اړه هېڅ راز معلومات نه دي ورکړل شوي. د خود جوشه معترضو مېرمنو د بیان پر بنسټ، ندا او د هغې مېړه او زوی تېره اوونۍ د سه‌شنبې په ورځ د کابل خیرخانې مېنې په سیمه کې د خپل کور له مخې د طالبانو له‌خوا نیول شوي دي. د افغان مېرمنو اعتراضي خوځښتونو ایتلاف د دوشنبې په ورځ د... Читать дальше...

د ارمنستان چارواکي: له ناګورنو قره‌باغ څخه له ۱۳زرو ډېر وګړي تښتېدلي

Pa.azadiradio.com 

د ارمنستان چارواکي وایي، له هغه مهال راهیسې چې باکو پر ناګورنو قره‌باغ لانجمنې سیمې بشپړ کنټرول ټینګ کړی، تراوسه له دیارلس زره زیات وګړي چې له خپلو سیمو تښتېدلي، د ارمنستان خاورې ته اوښتي دي. چارواکو وویل چې د ناګورنو قره‌باغ د سیمې له ۱۳ زره زیات اوسېدونکي د ارمنستان خاورې ته ننوتي دي. له سیمې په ډله‌ییزه توګه د خلکو د وتلو دغه بهیر په وروستیو ورځو کې وروسته له هغې ګړندی شوی چې باکو په دې لانجمنه سیمه کې چې اکثریت اوسېدونکي یې ارمن ټبره دي، تېره اوونۍ د چټکو عملیاتو په ترڅ کې سیمه‌ییز ځواکونه وځپل او پر سیمې یې بشپړه ولکه ټینګه کړه. Читать дальше...

له افغانستان سره د بهرنیانو د بشري مرستو کچه ولې کمه شوې؟

Pa.azadiradio.com 

د خوړو نړیوال پروګرام مشرې سنډي مککین ویلي، که څه هم د نړیوالو مرستو کچه کمه شوې او ان په نشت حساب ده، خو 'ډبلیو ایف پي' د افغانانو ژوند ژغورلو ته ژمنه ده او دوی به یواځې پرې‌نږدي. مرسلین ارسلا له افغانستان سره د بهرنیو مرستو د کمېدو پر مسئله د افغانستان د روڼتیا څار بنسټ له پخواني رییس خان زمان امرخېل سره مرکه کړې او لومړی یې ترې دا پوښتلي چې ولې نړیوالو له افغانستان سره د بشري مرستو کچه کمه کړې او ان اوس، خو ځینو هېوادونو خپلې مرستې درولې دي؟ د دې مرکې د اورېدو لپاره لاندې لېنک کېکاږلی شئ:



په هند کې نړیوالې لوبې؛ افغان کرکټ لوبډله ور رسیدلې

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله د ۲۰۲۳ کال په نړیوالو لوبو کې د ګډون لپاره هند ته رسیدلې. کرکټ بورډ پر خپله فیسبوک پاڼه لیکلي، چې افغان لوبډله تېره شپه د هند کیرالا ایالت تریوندرم ښارته رسیدلې. د خبرپاڼې له مخې، افغان لوبډله به خپله لومړنۍ تمریناتي لوبه د راتلونکې جمعې په ورځ له جنوبي افریقا سره ترسره کړي. د افغانستان دوهمه تمریناتي لوبه د راتلونکې سې شنبې په ورځ له سریلانکا سره پلان شوې ده. د کرکټ د نړیوالو سیالیو لومړنۍ لوبه د اکتوبرپه پنځمه د انګلستان او نیوزیلنډ د ټیمونو ترمنځ ده. په... Читать дальше...

د تازه مېوو یو شمېر افغان سوداګر: پاکستان مو د انګورو د موټرو پر مخ تورخم لاره تړلې ده

Pa.azadiradio.com 

د تازه مېوو يو شمېر سوداګر وايي، له تېرو درې ورځو راهيسې تورخم دروازه کې پاکستانی لوری اجازه نه ورکوي، په تازه میوې په ځانګړي ډول انګورو بار موټرې له کرښې واړوي. د قديم په نوم د تازه مېوو يو سوداګر چې له افغانستان يې انګور بار کړي دي وايي، له تېرو څلورو ورځو راهيسې تورخم دروازه کې انتظار باسي، څو يې موټر ته اجازه ورکړل شي، خو د ده په خبره نه پرېښودل کېږي. هغه ازادي راډيو ته وويل: "له افغانستان مې انګور رابار کړي دي، دا انګور زموږ مخې ته خپله شکول شوي دي، په افغانستان کې په باغو کې. دلته د پاکستان... Читать дальше...

د چین اسیايي سیالۍ؛ د تکواندو لوبغاړي بيژن صدرزاده خپل تاجکستانی سیال مات کړ

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د تکواندو د ملي لوبډلې لوبغاړي بيژن صدرزاده د چین د اسیايي سیالیو په ترڅ کې خپل تاجکستانی سیال دوه د یو پر وړاندې مات کړ. ښاغلي صدرزاده چې په ۴۳ کیلو ګرام وزن کې سیالي وکړه، د لوبې په لومړي او وروستي پړاو کې یې خپل سیال مات کړ. نوموړي په دویم پړاو کې ماتې خوړلې وه. هغه تر دې بریا وروسته دویم پړاو ته لار پیدا کړه او په دې پړاو کې به د پیاوړي چینايي سیال پر وړاندې سیالي کوي. د ویلو ده چې په یادو سیالیو کې تر دې دمه یوازې د تکواندو په برخه کې افغانستان د برونزو مډال ګټلی دی.

سور صلیب: پاکو اوبو ته نه لاسرسی د میلیونونو افغانانو ژوند ګواښي

Pa.azadiradio.com 

د سره صليب نړيوالې کمېټې (آی سي آر سي ) په افغانستان کې پاکو اوبو ته د نه لاس رسي په اړه جدي اندېښنه ښودلې. د (آی سي آر سي ) د افغانستان څانګې د سې شنبې په ورځ پر خپلې اېکس پاڼې لیکلي، چې پاکو اوبو ته نه د لاس رسي له امله د میلونونو افغانانو ژوند له ګواښ سره مخ دی. دغې کمېټې لیکلي، خلک په ساعتونو ساعتونو قطارونو کې ولاړ وي ترڅو لږ تر لږه څښاک، پخلی او د حفظ الصحې لپاره پاکو اوبو ته لاس رسی ولري. آی سي آر سي لیکلي چې اوږدې جګړې، د اقلیم د بدلون د اغیزو سره یوځای په هېواد کې د اوبو د کمښت بحران رامنځته کړی دی. Читать дальше...

د خوړو نړیوال پروګرام: د افغانانو ژوند له خطر سره مخ دی. یوه مېرمنه: د یوې مړۍ ډوډۍ لپاره د خلکو کورونو کې کالي مېنځم

Pa.azadiradio.com 

د خوړو نړیوال پروګرام اجراییه رییسه سېنډي مکین وايي، له افغانستانه د وتو نیت نه‌لري، خو بودجې ته اړتیا لري؛ ځکه چې د خلکو ژوند له خطر سره مخ دی. اغلې مکین پرون په خپله‌ اېکس‌پاڼه د امکاناتو کمي ته اشاره کړې او زیاتوي، د خوړو نړیوال پروګرام اړ شوی، چې یوازې په تېرو شپږ میاشتو کې په افغانستان ۱۰ میلیونه وګړو سره د خوراکي توکو مرسته ودروي. د هغې له قوله، دا د دوی د ژغورنې یوه وسیله وه چې نوره نه‌شته. د خوړو نړیوال پروګرام د دوشنبې په ورځ په یوه راپور کې دا هم لیکلي وو، چې دا مهال په ۵۱ هېوادونو... Читать дальше...

د ناگورنو قره باغ څه باندې ۱۳ زره اوسیدونکو ارمنستان ته پناه وړې ده

Pa.azadiradio.com 

ارمنستان وایي، له کله چې اذربایجان د ناګورنو قره باغ غرنۍ سیمې بشپړکنټرول ترلاسه کړی، په وروستیو ورځو کې له ۱۳ زره زیات اوسیدونکي له خپلو سیمو وتلي او ارمنستان ته رسیدلي دي.   د ارمنستان حکومت نن په یوه اعلامیه کې وویل، چې شمیرې ښيي چې ترنن سهارپورې د ناګورنو قره باغ له سیمې ۱۳۳۵۰ تنه جبري بې ځایه شوي کسان د ارمنستان خاورې ته ننوتي دي.  یوه ورځ مخکې، د ارمنستان لویدیځ ته په سړکونو کې د موټرو اوږده کتارونه لیدل کیدل چې خلکو له سیمې د وتلو هڅه کوله او د زیاتې ګڼه ګوڼې له امله یې هم سړکونه تړلي وو. Читать дальше...

دیا سنګهـ انجان: افغانستان یوه برخه پر وطن میین وګړي له لاسه ورکړي

Pa.azadiradio.com 

دیا سنګهـ انجان د پښتو ژبې نوموتی افغان شاعر دی چې له درې لسیزو راهیسې په هند کې اوسي. په دې وېډیو کې ګورئ چې دی په افغانستان پسې اوښکې تویوي. انجان په پکتیا کې په خپل پلرني کلي کې د خاپوړو کیسې کوي او مسلمانان ملګري یادوي.

د پولنډ کارپوهان: د غلو پر یوه ګودام مو لګیدلی توغندی د اوکراین لخوا توغول شوی و

Pa.azadiradio.com 

د پولنډ کارپوهانو تایید کړې، چې هغه توغندی چې په نومبر میاشت کې د غلو پر یوه ګډام لګیدلی او دوه کسان یې وژلي و، د اوکراین لخوا توغول شوی و. د ناټو په دې غړي هیواد پولنډ کې د دغه توغندي لګیدو دا وېره زیاته کړې وه، چې د دې تړون د ګډې دفاع د مادې له فعاله کیدو سره ښایي د اوکراين جګړه پراخه شي، خو هغه مهال وارسا او ناټو وويل چې دوی باور لري، چې دا د اوکراين تېروتنه وه.  یو شمیر سرچینو چې له ترسره شویو تحقیقاتو خبر دي د پولنډ  Rzeczpospolita یوې ورځپاڼې ته وویل، چې پولنډ دا ثابته کړې، هغه توغندی چې... Читать дальше...

د سره صلیب نړیواله کمېټه: اقلیمي بدلون په افغانستان کې پاکو اوبو ته لاسرسی ستونزمن کړی

Pa.azadiradio.com 

د سره صلیب نړیواله کمېټه وایي، د اقلیم د بدلون له امله په افغانستان پاکو اوبو ته د خلکو لاسرسی ستونزمن شوی دی. د دې کمېټې د افغانستان څانګې نن په اېکس پاڼه کې کښلي، چې په افغانستان کې پر بشري ناوړه وضعیت سربیره د اقلیم د بدلون اغېزې د دې هیواد په ډیرو سیمو کې څرګندې شوې، ځکه په ځپل شویو سیمو کې کورنۍ د څښاک پاکو اوبو ته په لاسرسي کې له ستونزو سره مخ دي. تردې مخکې د مهاجرت نړیوال سازمان، IOM ویلي وو،چې ۷۹ سلنه افغانان کافي د څښلو اوبو ته لاسرسی نه لري. د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر... Читать дальше...

د ملګرو ملتونو د ښځو څانګه: طالبانو د افغان ښځو د ژوند هېڅ اړخ بې ضرره نه دی پریښی

Pa.azadiradio.com 

ټاکل شوې، چې د ملګروملتونو د امنیت شورا نن د افغانستان په اړه غونډه وکړي. د افغانستان لپاره د ملګروملتونو مرستندویه ماموریت یوناما په خپله ایکس پاڼه کې ویلي، چې په دې غونډه کې به چې د کابل په وخت د ماښام شپږنیمې بجې جوړیږي، د یوناما مشره روزا اوتونباییوا غړیو ته د افغانستان د روان وضعیت په اړه معلومات ورکړي. تمه ده، چې د دې غونډې ډیری بحثونه به په افغانستان کې د بشري حقونو پروضعیت په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو د زده کړې او کار د حقونو پر مسلې متمرکز وي. د ملګرو ملتونو د ښځو ادارې د دې غونډې... Читать дальше...

د افغانستان په کورنیو چارو وزارت کې له دندې په هند کې تر کډوالۍ او کلچې پلورلو

Pa.azadiradio.com 

کبیراحمد او کورنۍ یې وایي د طالبانو او نورو خواوو ګواښونو وطن پرېښودو ته اړ ویستي. هغه په نوې ډېلۍ کې د کلچو پلورلو دوکان لري او وایي د افغانستان له نوم اوریدو سره یې ستونی غریو نیسي. کبیر احمد په افغانستان کې ژوند؛ په ځانګړي ډول ښځو ته ستونزمن بولي او وایي د هرې نجلۍ په څېره کې یې خپلې لوڼې ویني.


Музыкальные новости
Владимир Высоцкий

Владимир Высоцкий и Кевин Спейси (1979)





Rss.plus
Актёр

«В девять лет я уже был очень любвеобильным». Актер Михаил Богдасаров вспомнил детство в шоу «Вкусно с Анфисой Чеховой» на ТВ-3  




Молодежный совет Росреестра установил взаимодействие с представителями профильных зарубежных ведомств и учреждений на ПМЭФ-2024

Mash: пассажир рейса Сургут-Москва открыл аварийный выход во время посадки

Псковичка стала призером соревнований «День прыжков» в Москве

В автосалоне на севере Москвы вспыхнул крупный пожар




کندهار: یوې بهرنۍ موسسې لسګونه ځوانانو ته د حرفوي زده کړو مرکز پرانیستی

Pa.azadiradio.com 

په کندهار کې د یوې بهرنۍ موسسې په مرسته لسګونو بېکاره ځوانانو ته د حرفوي زده کړو مرکز پرانیستل شوی. په دغه مرکز کې دا مهال د یو شمېر معلولینو په ګډون شاوخوا ۱۱۰ کسانو ته د شپږو میاشتو په موده کې څلور ډوله بېلا بېل کسبونه په عملي او نظري توګه ښودل کیږي. دا په داسي حال کې ده، چې د شاوخوا دوو کالو راهیسې چې طالبان پر افغانستان واکمن شوي، ګڼو موسسو په دغه هېواد کې خپل فعالیتونه درولي چې ورسره د بېکارۍ کچه لوړه شوې ده. په دې اړه زموږ د همکار راپور د دغه لېنک له پرانیستلو سره اوریدلی شئ:

اروپایي ټولنه د اذربایجان او ارمنستان د مذاکراتو کوربنه ده

Pa.azadiradio.com 

اروپایي ټولنې اعلان کړی، چې بروکسل به نن سه شنبه د دوو اوږدمهاله رقیبانو ازربایجان او ارمنستان د استازو کوربه وي. د اروپا د شورا د مشر چارلز میشل ویاند ویلي چې د ښاغلي میشل لوړپوړی ډيپلوماتیک سلاکار به د بحثونو مشري کوي. د فرانس پریس خبري اژانس د راپور له مخې، په دغو خبرو کې د ارمنستان او اذربایجان د ملي امنیت سلاکاران ګډون لري. ویل شوي، چې په بحثونو کې به د فرانسې او جرمني د ملي امنیت سلاکاران او د جنوبي قفقاز لپاره د اروپایي ټولنې ځانګړی استازی برخه ولري. دا په داسې حال کې ده، چې په زرګونو... Читать дальше...

د طالبانو حکومت: شپیته افغانان د پاکستان له بنده خوشې شول

Pa.azadiradio.com 

د پاکستان د سند ایالت له زندانونو پرون شپیته تنه افغان کډوال خلاص او وطن ته روان شوي دي. دا خبره په کراچۍ کې د طالبانو د حکومت جنرال کونسل سید عبدالجبار د ازادي راډیو مشال څانګې ته کړې.  نوموړي ویلي: " شپیته تنه محبوسین چې په دوی کې ماشومان هم شامل دي، د سند له مختلفو جېلونو څخه ازاد او وطن ته ستانه کړای شول. دا کار د کونسلګري په کوشش او لګښت باندې وشو. تر دې وړاندې هم مونږ ۲۶۱۰ کسان مونږ ازاد کړي او وطن ته مو استولي دي."  دا زندانیان داسې مهال خلاصیږي چې په سند کې د افغان کډوالو فعالان وایي... Читать дальше...

قانع: کابل او ولایتونو کې د امنیتي کمرو د لګولو په اړه هواوي شرکت سره پر احتمالي همکارۍ خبرې شوي

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو د حکومت کورنیو چارو وزارت وایي، کابل او ولایتونو کې د امنیتي کمرو د لګولو طرحه باندې کار روان دی او په دې تړاو یې د چین هواوي شرکت سره د احتمالي همکارۍ په اړه هم خبرې کړي دي.  رویټرز خبري اژانس پرون دوشنبه د دغه وزارت د ویاند عبدالمتین قانع په حواله ویلي، چې د چین له دغه شرکت سره په تېره اګست میاشت کې خبرې شوي، خو په خبره یې کومې هوکړې ته نه دي رسیدلي.  رویټرز د هواوي شرکت په حواله هم ویلي، چې له طالب چارواکو سره په دې تړاو غونډه کې پر کوم ځانګړي پلان بحث نه دی شوی.  د چین بهرنیو... Читать дальше...

د ملګرو ملتونو عمومي منشي نن امنیت شورا ته د افغانستان د وضعیت راپور ورکوي

Pa.azadiradio.com 

د ملګرو ملتونو عمومي منشي نن د افغانستان د وضعیت په اړه امنیت شورا ته راپور وړاندې کوي. د امنیت شورا په دې غونډه کې به ډېر بحثونه د افغانستان د ښځو او نجونو د کار او تعلیم پر مساییلو څرخي. د ملګرو ملتونو سرمنشي ټینګار کړی چې طالبان باید د ښځو او نجونو د کار او تعلیم حقونه پر ځای او بشري حقونو ته درناوی وکړي. د طالبانو له بیا واک ته راتلو سره، دوی نجونو ته له شپږم ټولګي د پورته زده کړو اجازه نه ورکوي او د پوهنتونونو دروازې یې پر مخ ور تړلې دي.

د پولیو پر وړاندې د واکسین دویمه ورځ؛ د طالبانو روغتیا وزارت یې خلک همکارۍ ته بللي

Pa.azadiradio.com 

نن سه شنبه په ټول افغانستان کې د پولیو ضد واکسین د څلور ورځني کمپاین دویمه ورځ ده. په پام کې ده چې په دې کمپاین کې یوولس میلیونه له پنځو کلونو کم عمره ماشومان واکسین شي. د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا وزارت له کورنیو غوښتي، چې د خپلو ماشومانو د واکسین په برخه کې همکاري وکړي. په داسې حال کې، چې تېر کال په افغانستان کې د پولیو یوازې دوه مثبتې پېښې ثبت شوې وې، خو سږ کال پنځه پېښې په دغه هېواد او هغه هم په ننګرهار کې ثبت شوې دي. د پولیو ناروغي له افغانستان او پاکستان پرته په ټوله نړۍ کې له منځه تللې ده. Читать дальше...



Москва

Филиал № 4 ОСФР по Москве и Московской области информирует: Соцфонд выдал проактивно 3,2 млн сертификатов на материнский капитал


Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media
Москва

Собянин: 12 июня в Москве парковки будут бесплатными



103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. 103news.com — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости

Джиган

Джиган, Оксана Самойлова, Виктория Боня и другие: ТНТ раскрывает дату премьеры нового сезона реалити«Выжить в Дубае. Возвращение»




Спорт в России и мире

Алексей Смирнов – актер, которого, надеюсь, еще не забыли

В Архангельске прошёл межрегиональный теннисный турнир «Белое море»

"Евро-Футбол.Ру": "Спартак" летом хочет приобрести вингера

Турниры, проходящие при содействии Федерации шахмат г. Ростова-на-Дону


Уимблдон

Уимблдон и Олимпиада? Что нужно знать о планах Рыбакиной после Ролан Гаррос



Новости Крыма на Sevpoisk.ru


Москва

МЧС: в САО Москвы загорелся автосалон на площади 50 кв. м



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России