مؤحد: ۷ ورځو کې د نشهيي موادو د ۱۸ قاچاقچیان نیول شوي
![مؤحد: ۷ ورځو کې د نشهيي موادو د ۱۸ قاچاقچیان نیول شوي](https://gdb.rferl.org/85C6F0B0-D943-4364-AA39-7AD36F8DF7E8_w800_h450.jpg)
د کابل ولایت د هوايي ډګر د کارکوونکو په ګډون ۱۸ کسان د نشهيي موادو د قاچاق په تور نیول شوي دي.
له نشهيي موادو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز ویاند خالد مؤحِد د چهارشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، په تېرو ۷ ورځو کې د افغانستان په ۷ ولایتونو کې يې ۱۶ کسان له ۱۳۱ کیلو ګرامه هیروئينو، ۸۲۳ کیلو ګرامه تاریاکو،۳۶۹ کیلو ګرامه چرسو او ۱۲۲ لېټره کېمیاوي موادو سره نیولي دي.
ښاغلي مؤحد زیاته کړه، د دې ۱۸ کسانو څخه یې دوه تنه د حامد کرزي د هوايي ډګر کار کوونکي وو چې غوښتل یې هند ته هیروئين قاچاق کړي.