د پاکستان او روس تعلقات به څه ګټې ولري؟
د نړیوالو چارو پوه ډاکټر اعجاز خټک وايي له روس سره تر یو حده نزدې کېدل پاکستان ته ګټه رسولی شي خو د غربي نړۍ او په خاص توګه د امریکا متبادل نه شي کېدلی.
د نړیوالو چارو پوه ډاکټر اعجاز خټک وايي له روس سره تر یو حده نزدې کېدل پاکستان ته ګټه رسولی شي خو د غربي نړۍ او په خاص توګه د امریکا متبادل نه شي کېدلی.
د پاکستان وزیر اعظم پارلمان ته په خپله وینا کې وویل، چې د هېواد اسمبلۍ د دې لپاره ده چې قانون سازي وکړي. نوموړي وویل، د اسمبلۍ دغه استازي د ۲۶۰ ملیونه پاکستانیانو استازي دي.
پولیو یا ګوزڼ ولې خپرېږي؟ څه ډول علامات لري او وایرس یې انسان څنګه معذوره یا معیوبوي؟ د امریکا غږ اشنا راډیو ویډیو وګورئ.
مرستندویه ډلې د ایران په اصفهان کې د هغې الوتکې د سقوط سیمې ته رسیدلي چې پکې ۶۵ سورلۍ وژل شوې، د اسټرالیا پولیسو۳۳۰ کیلوګرامه مخدره مواد نیولي چې ۲۱۴ میلیون ډالره ارزښت لري او د پاکستان د تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان دریم واده وکړ. ازادي سټوډیو د شپې په ۸ بجو له پیشګام ټلویزیون مه هیروئ.
د ګل په ورځ پاکستاني پوځ پر قبایلي ولس د وطن کارډ لرلو شرط په رسمي توګه پای ته ورساوه. او په یوه بیان کې یې ویلي چې د فاټا وګړي خپلو سیمو ته اوس یوازې په پاکستاني شناختي کارډ تګ راتګ کولای شي.
د سکاوټ نعره ده چې یو ځل سکاوټ شوې، نو بیا به هر وخت یې. نو [دا خواجه سرا] اوس زموږ برخه دي او ورڅخه مو د سکاوټ سوګند هم اخیستی. اوس به د دوی روزنه کوو. حج ته تګ
د افغانستان د مشرانو جرګې د اداري پلاوي یو شمېر غړي له دولتي څوکیو نه د هغو لیرې کړل شویو دولتي مسؤلینو پر ضد چې ...
د مظاهرې یوه منتظم غیرت خان ویلي، د دوی د قانوني چارو ډله د پولیسو د اېف ای ار یا پرچې ځواب ورکولو تیاری کوي. دی وايي، لا یې ګرفتارۍ نه دي ورکړې.
له مسکراتو او مخدره موادو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز وايي، د حامد کرزي له نړیوال هوايي ډګره نورو...
د پاکستان تحريک انصاف ګوند مشر عمران خان، چې د نړيوال کرکټ پخوانی لوبغاړی هم دی، درېم واده وکړ.
په ایران کې د پلتڼې او ژغورنې ډلې د هغې مسافر وړونکې الوتکې د سقوط ځای ته تللي چې پرون، اصفهان ته نېږدې، د دنا په نوم غره کې راوغورځېده. چارواکو وویل، ټول ۶۵ تنه چې په الوتکه کې سپاره وو، وژل شوي دي. د ایران دولتي ټلوېزیون نن د چارواکو په حواله خبر ورکړ چې د پلټنې په عملیاتو کې نن هليکوپټر هم برخه لري. د ایران کهګیلویه و بویراحمد والي، علي محمد احمد پرون له ایرن ټلوېزیون سره په مرکه کې ویلي و چې د هوا د خرابېدو او د واورې د ورېدو له امله د پلټنې عملیات په سستۍ پرمخ ځي. د اسمان هوايي... Читать дальше...
په نړیوالو سپورټي مسابقو کې د سرغړونو د څېړنې ځانګړې محکمې، نن د روسیې پر ورزشکار، الکساندر کروشلنیتسکي چې د پیونګچانګ په سیالیو کې د کرلنګ په سپورټ کې یې د زېړو مډال ګټلی و، د ډوپنګ تور پورې کړ. محکمې نن دوشنبه وویل چې د المپیک د نړیوالې کمېټې د غوښتنې پر اساسیې د الکساندر کروشلنیتسکي په اړه د څېړنو ځانګړې پروسه پېل کړې ده. الکساندر په پیونګچانګ کې د برونزو (زېړو) مډال له خپلې ښځې، انستاسیا بریزګالووا سره په ګډه ګټلی و. محکمې د الکساندر کروشلنیتسکي د محاکمې د پېل نېټه نهده اعلان کړې. Читать дальше...
د هندوستان او جنوبي افریقا ترمنځ د روانو درېیو ۲۰ اوریزو لوبو په لومړۍ لوبه کې هندوستان جنوبي افریقا ته په ۲۸ منډو ماته ورکړه. په دغه لوبه کې هندوستان لومړی بیټنګ وکړ او په ټاکلو ۲۰ اورونو کې یې د ۵ وايکټو په زیان سره ۲۰۳ منډې جوړې کړې او خپلې سیالې لوبډلې ته یې د ۲۰۴ منډو هدف وټاکه. په ځواب کې یې د جنوبي افریقا لوبډلې د ۹ وایکټو په زیان سره په ۲۰ اورونو کې ۱۷۵ منډې جوړې کړې او هدف ته په رسېدو کې پاتې راغله. د هندوستان لپاره بهونیشور کمار غوره توپ اچوونه وکړه او په ۴ اورونو کې یې ۲۴ منډې ورکړې او د سیالې لوبډلې ۵ لوبغاړي يې وسوځول. Читать дальше...
پاکستان ته د افغان ولسمشر ځانګړی استازی او سفیر حضرت عمر زاخېلوال وايي، له افغان سولې سره د پاکستان د همکارۍ ځینې مثبت پیغامونه او نښې موجودې دي.
پاکستان ته د افغان ولسمشر ځانګړی استازی او سفیر حضرت عمر زاخېلوال وايي، له افغان سولې سره د پاکستان د همکارۍ ځینې مثبت پیغامونه او نښې موجودې دي.
د پښتون تحفظ غورځنګ د اسلام اباد په وروستۍ احتجاجي ناسته کې ((دا څنګه ازادي ده؟)) سندره په پرله پسې ډول وغږول شوه او په ولس کې مقبوله شوه.
د شمال زون د ترکمنانو د انسجام شورا د حکومت په وړاندې د سمنګان د پخواني والي له بغاوت او دریځه ملاتړ وکړ. د ترکمنانو د ...
په شمال زون کې د ترکمنانو د انسجام شورا د مرکزي دولت په وړاندې د سمنګان پخواني والي له بغاوته او دریځ ...
احتجاجیانو په خپلو ويناو کې پر حکومت نيوکې وکړې چې د ټول هېواد، په تېره د خيبر پښتونخوا او ډېره اسماعيل خان د امنيت ښه کولو په چارو کې ناکامه شوی دی.
د افغانستان د مشرانو جرګې د اداري پلاوي یو شمېر غړي له دولتي څوکیو نه د هغه لېرې کړل شوېو دولتي مسؤلینو...
غونډه کې، چې ټاکل شوې يوه اوونۍ دوام ولري، د يادې ادارې د ۲۰۳ بېلا بېلو برخو څه د پاسه ۷۰۰ استازي او همداراز د ملګرو ملتونو، نړيوال بانک او نورو اړونده ادارو نمايندګان ګډون وکړي.
د البانیا صدراعظم ایډي راما وايي، هېواد یې او کوزوو چې ګاونډی یې دی، کولای شي یوه ورځ یو ولسمشر ولري، خو د ښاغلي راما په وینا، دا کار په نېږدې راتلونکي کې امکان نه لري. د البانیا صدراعظم دا څرګندونې پرون یکشنبه له صربیا څخه د کوزوو د ازادۍ د ۱۰مې کلیزې په مناسبت د کوزوو پارلمان ته په وینا کې وکړې. د ایډي راما په وینا، د البانیا او کوزوو لپاره د یو ولسمشر لرل به د دې دوو هېوادونو ترمنځ د یووالي څرګندوی وي. ګومان کېږي چې د البانیا د صدراعظم دا څرګندونې به د صربیا د چارواکو غوسه راوپاروي. صربي... Читать дальше...
د افغانستان دفاع وزارت د پاکستان د لوی درستیز دا څرګندونې ردوي چې ګوندې ترهګر په افغانستان کې پټنځایونه لري.
ماشوم ناروغه وو، په ګاډي کې يې اچولی وو چې ډاکټر ته يې يوسي. پوځيانو ګاډی ايسار کړ او په نتيجه کې يې ماشوم مړ شو. بله يوه پېښه به درته ووايم چې پر کبل چيک پوستې يې يوې اميدوارې ښځې ته د ژر تګ اجازه ور نه کړه.
د امریکا د فلوریډا ایالت په یوه ښوونځي کې د تېرې اوونۍ له ډزو روغ پاتې شوي زده کوونکي وايي، په یوه لاریون کې به په دې هېواد کې د وسلو د کنټرول لپاره د جدي اقداماتو غوښتنه وکړي. ټاکل شوې ده چې دا لاریون به د روانې فبرورۍ په ۲۴ مه په واشنګټن ډي سي کې ترسره شي. په فلوریډا ایالت کې تېره اوونۍ په یوه ښوونځي کې ډزو ۱۷ زده کوونکي او ښوونکي ووژل. دا حمله د همدې ښوونځي د یوه ایستل شوي زده کوونکي له خوا شوې وه. بریدګر نیکولاس کروز چې تر برید وروسته یې ځان پولیسو ته سپارلی، اعتراف کړی چې یو «اې. ار. Читать дальше...
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
103news.com — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.
Музыкальные новости