'غلام خان بندر به ژر پرانیستل شي'
پاکستاني چارواکي وایې د پاکستان او افغانستان په پوله د غلام خان ټرانزیټ په لاره یې کار بشپړ کړې دی او د مارچ په وړومبۍ اوونۍ کې به یې د خلکو د تګ راتګ او سوداګرۍ د هلو ځلو لپاره پرانیزي.
پاکستاني چارواکي وایې د پاکستان او افغانستان په پوله د غلام خان ټرانزیټ په لاره یې کار بشپړ کړې دی او د مارچ په وړومبۍ اوونۍ کې به یې د خلکو د تګ راتګ او سوداګرۍ د هلو ځلو لپاره پرانیزي.
د چارشنبې په ورځ د سپریم کورټ چیف جسټس ثاقب نثار په خپله یوه لنډه فیصله کې د هېواد پخوانی وزیراعظم د مسلم لیګ ن د مشرۍ لپاره نااهله وګرځولو. د مسلم لیګ ن مشرانو دا فیصله غیرمنصفانه وبلله.
د پاکستان په لوی صنعتي ښار کراچۍ کې د یوه پښتانه ځوان نقیب مسید د وژنې وروسته نه یوازې په کراچۍ ښار کې بلکې په سرښار اسلام اباد کې هم د منظور پښتین په مشرۍ سوله ییز لاریونونه او پرلتونه وشول. بیا په کراچۍ کې د باجوړ یو بل زده کوونکی احمد شاه ووژل شو چې د لاریونونو لړۍ یې وزېږوله. نور د اسرار عالم په ویډيو راپور کې
د غزني چارواکي تأييدوي چې نامعلومو وسله والو د امنيې قوماندانۍ مالي مرستيال وژلى دى. د غزني د امنيې قوماندانۍ د مطبوعاتي دفتر مسؤلانو د ازادي راډيو خبريال ته ويلي چې غلام يحی نن جمعه ماسپښين د غزني په قلعه نو سيمه کې د وسله والو په ډزو وژل شوى دى. سرچينه وايي، وسله والو د امنيې قوماندانۍ د مالي مرستيال موټر له ځان سره بېولى دى. د پېښې مسؤليت چا نه دى منلى.
د مونته نګرو پوليس وايي، هغه سړى چې په پلازمېنه پودګوريسا کې د امريکا پر سفارت بمب اچولى و، د ځان وژنې يو کوچنى يادښت ليکلى و. د پوليسو يوه چارواکي د ازادي راډيو د خبر مرکزي څانګې ته وويل، دغه يادښت شپږ مخونه لري. په دې اړه نور جزئيات نه دي ورکړل شوي. د مونتهنګرو څارنوالان او پوليس وايي، دغه سړى داليبور يوکاويچ نومېږي. د چارواکو په وينا دى مخکې د پخوانۍ يوګوسلاويا د پوځ پخوانى سرتېرى و. تر دې مخکې چارواکو ويلي وو چې يوکاويچ د ناټو ضد احساسات درلودل. هغه د ٢٠١٧میلادي کال په مې مياشت کې په... Читать дальше...
د افغانستان په خاوره کې د ټاپي د نللیکي پر پروژې عملي کار نن جمعه رسماً په هرات ښار کې پرانېستل شو.
د افغانستان ولسمشر اشرف غني په هرات کې د ټاپي پروژې د پرانيستني په يوه غونډه کې ملګرو هېوادونو ته مبارکي وویله چې دا به منځنۍ اسیا له جنوبي اسیا سره وتړي او د سیمې ښکېلو هېوادونه ته به کار او ګټه راوړي.
د ټاپي پروژې د افغانستان د برخې کار نن رسماً پرانېستل شو. د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني نن ماسپښين په دې مناسبت په هرات کې جوړو شويو مراسمو ته وويل، دغه پروژه به د افغانانو ژوند ته سوکالي راولي: "زموږ پر ژوند د دغه پروګرام تاثير څه دى؟ خويندو او وروڼو دا پروژه په سادګۍ سره زموږ د خلکو دسترخوان بدلوي. هدف مو دا دى چې خلک مو سوکاله وي او ارام ژوند ولري. دغه پروګرام د سلګونو میليونو ډالرو عوايدو سبب کېږي. برښنا، ګاز، کار او ژوند راولي." په هرات کې په دغو مراسمو کې د ترکمنستان ولسمشر قربانقلي... Читать дальше...
د سرپل ولايت چارواکي وايي، د افغان قواوو په حملو کې ٦ تنه وسله وال طالبان وژل شوي دي. د والي وياند ذبيح الله اماني نن جمعه ازادي راډيو ته وويل چې دغه حملې تېره شپه د هوايي او خاصو کومانډو ځواکونو کړي دي. ده وويل چې په وژل شويو وسله والو کې د وسله والو طالبانو دوه مشران مولوي اسماعيل مشهور په سنګريار او قارع سميع الحق مشهور په محاذ شامل دي. ويل شوي په دغو حملو کې ٧ تنه نور وسله وال ټپيان شوي دي. د والي وياند وايي، په دې لړ کې د ملي اردو يو سرتېرى چې له وسله والو طالبانو سره اسير و، هم خوشې شوى دى. Читать дальше...
په پام کې ده د ملګرو ملتونو امنيت شورا نن د سوريې د غوطه سيمې د بحران حل ته رأيه ورکړي. امريکايي ډيپلوماټان غواړي په سيمه کې دېرش ورځنى اوربند ټينګ شي. د دې غونډې په درشل کې د امريکا د بهرنيو چارو وزارت له روسيې وغوښتل چې پر سوريه دې له خپل نفوذه په استفاده پر دغه اوربند سلا شي. د امريکا متحدو ايالتونو دغه راز ويلي چې د غوطې په ختيځ کې د بمبارۍ لوى مسؤليت د روسيې پر غاړه دى. ملګري ملتونه په داسې حال کې په سوريه کې د اوربند غوښتنه کوي چې د سوريې د حکومت الوتکو د پنځمې پرله پسې ورځې په مخه د غوطې په ختيځ کې خپلو بمباريو ته ادامه ورکړه.
د افغانستان ولسمشر اشرف غني د ټاپي پروژې ملګرو هېوادونو مبارکي وویله چې دا به منځنۍ اسیا له جنوبي اسیا سره وتړي. او د سیمې ښکېلو هېوادونه به کار او ګټه راوړي.
محمد اشرف غني دا څرګندونې نن جمعه په هرات ولايت کې د ټاپي پروژې د افغانستان د برخې د کار په پرانېست غونډه کې وکړې.
د ترکيې د بهرنيو چارو وزارت په هغه هېواد کې د هالنډ استازى وربللى او د انقرې اعتراض يې ورسپارلى دى. دغه اعتراض وروسته له هغې ور وسپارل شو چې د هالنډ پارلمان د عثماني امپراطورۍ له خوا د ارمنیانو وژنه «عامه وژنه» وبلله. د هالنډ د پارلمان وکيلانو په اکثريت رأيو هغه پرېکړه ليک تصويب کړ چې په کې په ١٩١٥میلادي کال کې د عثماني امپراطورۍ له خوا د ارمنیانو وژنه د «عامه وژنې» په توګه په رسميت پېژندل شوې ده. د ترکيې انادولو خبري اژانس نن راپور ورکړى چې د ترکيې د بهرنيو چارو وزارت په انقره کې د هالنډ... Читать дальше...
ترکیې د هالینډي پارلېمان له لوري په ۱۹۱۵ز کال کې د ارمنیانو عامه وژنه د ((نسل وژنې)) په نوم د پېژندو غندنه کړې.
په داسې حال کې چې د کابل پروسې راتلونکي دوهمې ناستې جوړېدو ته د ګوتو په شمېر څو ورځې پاتې دي...
د ټاپي پروژې هدف د افغانستان له لارې د ترکمنستان د ګازو انتقال پاکستان او هند ته دی. دا پروژه په ۲۰۱۵ میلادي کال کې په ترکمنستان کې پرانېستل شوه او د جمعې په ورځ یې عملي کار په افغانستان کې پیلېږي.
د دې پروژې هدف د افغانستان له لارې د ترکمنستان د ګازو انتقال پاکستان او هند ته دی. دا پروژه په ۲۰۱۵ کال کې په ترکمنستان کې پرانیستل شوه او د جمعې په ورځ یې عملي کار په افغانستان کې پیلیږي.
افغان ولسمشر وایي، د ټاپي په پروژې سره به افغانستان له یوې پیړۍ وروسته مرکزي اسیا له جنوبي آسیا سره ونښلوي.
د پاکستان په لويو ښارونو کې ځوانان سینګارخانو ته ورځي او دا رجحان په ښاریو کې زيات شوي دي. د ځوانانو د ښکلا سالون ته زياتره د متوسطې طبقي خلک ورځي.
د مونتهنګرو چارواکي وایي، هغه کس چې په پلازمېنه پودګوریتسا کې د امریکا پرسفارت بمي حمله کړې او وروسته یې ځان وژلی، په صربیا کې زیږیدلی و. څارنوالانو او پولیسو د پنجشنبې په ورځ وویل چې حمله کوونکی د دالیبور جاوکوویچ Dalibor Jaukovic په نوم د پخوانۍ یوګوسلاویا د پوځ سرتیری و چې د ناټو ضد احساسات یې څرګند کړي و. امریکایي او د مونتهنګرو چارواکو ویلي چې د امریکا پرسفارت د وړمې شپه په حمله کې چاته زیان نه دی رسیدلی. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاندې هدر ناوئرټ Heather Nauert وویل، دا وزارت ګومان... Читать дальше...
په اسلام اباد کې د آسونو دوه ورځنۍ مېله او نېزه بازي شوې چې پکې له ۱۵۰ څخه زياتو کلبونو او تر ۶۰۰ پورې آسونه موجود ول. دا يوه دودیزه لوبه ده. په اسلام اباد کې دې ځغل او نېزه بازۍ ته بهرنيان هم ورغلي ول.
په داسې حال کې چې ملګروملتونو په سوریه کې د اوربند د عملي کېدو غوښتنه کړې، د سوریې دولتي الوتکو پرون پنجشنبه د پنځمې پرلهپسې ورځې لپاره په ختیځ ښار غوطه کې هوايي حملې وکړې. له دې سره په یوه وخت کې دولتي ځواکونو پر غوطه ښار چې د وسلهوالو یاغیانو کلک سنګر ګڼل کېږي، د توپونو ډزې هم وکړې. ملګروملتونو د دې بمباریو د سمدستي بندېدو غوښتنه کړې. د سوریې لپاره د ملګروملتونو د بشري مرستو تنظیموونکي پانوس مومځیس Panos Moumtzis پرون پنجشنبه وویل، په دې بمباریو کې چې له یکشنبې ورځې راهیسې روانې دي تردې دمه ۳۷۰ کسان وژل شوي او له ۱۵۰۰ زیات ټپیان دي. Читать дальше...
د هلمند والي وایي، هر هغه دولتي مسؤل چې له نشهيي موادو سره په مبارزه کې لټي وکړي، مجازات به شي. د هلمند والي حیاتالله حیات چې د دې ولایت د نشهيي توکو پر وړاندې مبارزې ګډ کمېسيون غړو د ستایلو په غونډه کې يې خبرې کولې وویل، نشهيي مواد په هلمند ولایت کې د جګړې مهمو عواملو څخه ګڼل کېږي. دا ډېره ضروري ده چې د امنیت ټینګولو لپاره د کوکنارو د کښت او نشهيي موادو له تولید سره جدي مبارزه وشي. ښاغلي حیات دولتي مسؤلینو ته خبرداری ورکړ چې له نشهيي موادو سره د مبارزې په برخه کې د ناغېړۍ په صورت کې به عدلي او قضایي ادارو ته معرفي شي.
له مخدره موادو سره د مبارزې ځانګړو پولیسو په ننګرهار ولایت کې د هیروئینو د تولید درې فابریکې ویجاړې کړي دي. د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګياڼي د چهارشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، له نشهيي موادو سره د مبارزې ځانګړو پولیسو د چهارشنبې په شپه د خوګیاڼو ولسوالۍ د نکرخېلو په سیمه کې د وسلهوالو طالبانو د هیروئینو د تولید پر فابریکو عملیات وکړل چې په نتيجه کې یې د هیروئینو د تولید درې فابریکې ويجاړې شوي. د عملیاتو پر مهال لسګونه کیلوګرامه تاریاک او هیروئین تر لاسه شوي او په دې تور درې تنه هم نیول شوي دي.
په پنجشېر ولایت کې څه باندې ۲۰۰ کیلو ګرامه نشهيي توکي ونیول شول. د پنجشېر ولایت د مطبوعاتي دفتر مسؤل محمد منصور عُنابي د چهارشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، پولیسو د سې شنبې په ورځ دوه سوه اعشاریه ۱۳ کیلو ګرامه چرس چې په یوه موټر کې ځای پرځای شوي او يوه ګاونډي ولایت ته قاچاق کېدل ونيول او په دې تور دوه تنه هم نيول شوي دي. د یادونې وړ ده چې د روان کال له پیله بيا تر اوسه د پنجشېر پولیسو ۱۸۵ کیلو ګرامه چرس، ۱۲۰ کیلو ګرامه تاریاک او ۱۲ کیلو ګرامه کېمیاوي مواد نیولي او د قاچاق په تور یې ۳۶ کسان... Читать дальше...
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
103news.com — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.
Музыкальные новости