Мы в Telegram
Добавить новость
103news.com
World News in Pashto
Февраль
2018

Новости за 16.02.2018

په کابل کې ۲ تنه له ۳۰ کیلو ګرامه هیروئینو سره ونیول وشول

Pa.azadiradio.com 

د کورنیو چارو وزارت له نشه يي موادو سره د مبارزې ځانګړو ځواکونو په کابل کې دوه تنه د ۳۰ کیلو ګرامو هیروئینو د قاچاق په تور نیولي دي. د کورنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې له نشه يي موادو سره د مبارزې ځانګړو پولیسو د خاک جبار ولسوالۍ د تره خېلو دښتې په سیمه کې ۳۰ کیلو ګرامه هیروئین نیولي او په دې تور یې دوه تنه هم نیولي دي. د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویلي چې په روان لمریزکال کې یې ۲۱۴ ټنه بېلا بېل نشه يي مواد په مختلفو سیمو کې نیولي او په دې تور یې ۲۴۶۰ نیول شوي تورن کسان عدلي او قضايي ادارو ته معرفي کړي دي.

د حامد کرزي په هوایي ډګر کې یو تن قاچاق وړونکی نیول شوی

Pa.azadiradio.com 

د حامد کرزي د نړیوال هوايي ډګر سرحدي پولیسو یو تن د ۳ کیلو ګرامو نشه يي موادو د قاچاق په تور نیولی دی. له نشه يي موادو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز ویاند خالد موحِد د چهارشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې نیول شوي کس دا مواد په یوه بکس کې ځای پر ځای کړي وو او غوښتل یې چې هندوستان ته یې قاچاق کړي چې د هوايي ډګر د مسؤلینو له خوا ونیول شو. د ښاغلي موحِد په وینا، له نیول شوي کس څخه څېړنې روانې دي. دا په داسې حال کې ده چې نېږدې دوه اوونۍ مخکې هم دوه تنه قاچاق کوونکي د حامد کرزي په نړیوال هوايي ډګر کې نیول شوي وو.



ازادي سټوډیو - د نړۍ مهم خبرونه

Pa.azadiradio.com 

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر وايي ترکیه حق لري چې د خپل امنیت په اړه اندېښنه ښکاره کړي، نن په مونیخ کې د نړۍ د مشرانو او دفاعي چارواکو په ګډون امنیتي کنفرانس پیلیږي او ګڼو خلکو د نوي چینايي کال لپاره جشنونه وکړل. ازادي سټوډیو د شپې په اتو بجو له پيشګام ټلویزیون مه هیروئ.

د جرمونو نړیواله محکمه: له یو میلیون زیاتو افغانانو د بشري حقونو د سرغړونو په اړه شکایتونه سپارلي

Pa.azadiradio.com 

د جرمونو نړیوالې محکمه یا ICC وايي له یو میلیون زیاتو افغانانو د افغانستان په کړکېچ کې د ښکېلو ډلو له خوا د بشري حقونو د سرغړونو په اړه خپل شکایتونه ورسپارلي دي.

د کابل د هوا د ککړتیا د مخنیوي په خاطر د بایسکل ځغلونې سیالۍ

Pa.azadiradio.com 

په کابل کې بایسکل ځغلونې ته د نورو د هڅونې لپاره د بایسکل ځغلونې سیالۍ ترسره شوې. بایسکل ځغلوونکي له کابل ښاریانو غواړي چې د هرې ورځې د تګ راتګ لپاره د موټونو پرځای له بایسکلونو استفاده وکړي، تر څو د هوا له ډېرې ککړتیا مخنیوی وشي. ویډیو او ایډېټ: تمیم اخګر

ځایي اوسېدونکي: په نورستان کې د کوکنارو کرکیله زیاته شوې

Pa.azadiradio.com 

په نورستان کې د کوکنارو کرکیله زیاته شوې چې له امله یې زیات کسان د نشه یي توکو پر څښلو روږدي شوي دي. دوی له حکومت او مرستندویو ټولنو غواړي چې باید ورته ټولګټې پروژې پیل کړي او همداراز ورسره د معتادو کسانو د درملنې په برخه کې هم مرستې وکړي. د نورستان د منډول ولسوالۍ اوسېدونکي وايي، مرکزي حکومت او مرستندویو ادارو تراوسه له دوی سره د کوکنارو د نه کرلو په بدل کې هېڅ ډول مرستې نه دي کړي. دوی وايي، په نورو ولایتونو کې کروندګرو ته اصلاح شوي تخمونه، کيمیاوي سرې او نور شیان ورکول کېږي، خو د منډول اوسېدونکو... Читать дальше...

خليلزاد: پاکستان کې د پښتنو غوښتنې قانوني دي

Mashaalradio.com 

د امريکا پخوانی سفير زلمی خليلزاد وايي چې د پاکستان په پښتني سیمو کې زيات ظلم شوی دی چې له کبله يې د پښتنو مشکلات نور هم زیات شوي دي. له نوموړي سره د امريکا غږ ډيوه راډيو نفيس ټکر مرکه کړې ده. خليلزاد زياتوي، پاکستان کې د پښتنو غوښتنې قانوني دي خو ګوري به چې حکومت دغو غوښتنو ته څه ځواب وایي؟



ټاکل شوې چې پاکستان سعودي عربستان ته یو شمېر ځواکونه ولېږي

Pa.azadiradio.com 

ټاکل شوې ده چې پاکستان سعودي عربستان ته یو شمېر ځواکونه ولېږي. د پاکستان پوځ پرون پنجشنبه دا اعلان وکړ. د پوځ د مطبوعاتي څانګې په یوه اعلاميه کې راغلي چې د دوه اړخيزې امنيتي همکارۍ له مخې، سعودي عربستان ته دا ځواکونه به د روزنې او سلاکارۍ د ماموريت برخه وي. اعلاميه وايي، ځواکونه به له سعودي عربستانه دباندې نه ګمارل کېږي. دا اعلان وروسته له هغه دی چې د پنجشنبې په ورځ د پاکستان د پوځ مشر جنرال قمر جاوید باجوه د سعودي عربستان له سفير نواف سید المالکي سره په راولپنډۍ ښار کې وکتل. سعودي عربستان... Читать дальше...

په پنجشېر کې واورې ښویدنې يو کس وژلی او ۴ نور ټپيان شوي

Pa.azadiradio.com 

په پنجشېر ولايت کې د واورې ښویدنې په نتيجه کې يو کس وژل شوی او څلور نور ټپيان شوي دي. پېښه د پنجشېر ولایت په خنچ ولسوالۍ کې شوې ده. د پنجشېر ولايت له طبيعي پېښو سره د مبارزې رئيس حميدالله بخشي ازادي راډيو ته وويل چې ټپيان روغتون ته انتقال شوي دي. د دې تر څنګ په سږ کال ژمي کې د پروان ولايت په غوربند او سالنګ ولسوالیو کې هم د واورو د ښویدنې له کبله، زيانونه اووښتي دي. تېر کال هم په پنجشېر ولايت کې د واورو د ښویدنو له کبله شااوخوا ۳۰ کسان وژل شوي وو.

د روسیې مرکزي بانک: يوه هکر له سويفټ سيسټمه ۶ ميلیونه ډالر غلا کړي

Pa.azadiradio.com 

د روسیې مرکزي بانک وايي، يوه هکر تېر کال د روسیې له سويفټ نړيوال سيسټم څخه شپږ ميلیونه ډالر غلا کړي وو. د تاس خبري اژانس د راپور له مخې، مرکزي بانک ويلي چې د سويفټ سيسټم کارکوونکي پر کاري کمپيوټر په حمله کې هکران توانېدلي چې شااوخوا ۳۴۰ ميلیونه روبل چې شپږ ميلیونه ډالر کېږي، غلا کړي. د سويفټ سيسټم وياندې په دې اړه له خبرو ډډه کړې ده. د دې سيسټم له لارې هره ورځ تريليونونه ډالر له يوه ځایه بل ته لېږل کېږي. په تېر ډسمبر مياشت کې هکرانو هڅه کړې وه چې د روسیې له دولتي ګلوبیکس بانک څخه د سويفټ سیسټم له لارې ۵۵ ميليونه روبل غلا کړي. Читать дальше...

امریکا: د ایران په اړه د ملګرو ملتونو د راپور د عمل وخت رارسېدلی

Pa.azadiradio.com 

امریکا وايي، هغه وخت رارسېدلی چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د هغه راپور په اړه عمل وکړي چې وايي، ایران په یمن کې حوثې یاغیانو ته د وسلو په استولو د وسلو د انتقال له بندیز څخه سرغړاوی کړی دی. په تېره میاشت کې د ملګرو ملتونو د څېړونکو د راپور په بنسټ، حوثي یاغیانو ته د وسلو پر ورکولو له نړیوال بندیز وروسته د ایران له خوا د لېرې واټن ویشتونکي توغندي او نورې وسلې د دې ډلې لپاره یمن ته استول شوي دي. په ملګرو ملتونو کې د امریکا سفیرې نیکي هیلي پرون وویل، دا راپور هغه څه نور هم په ډاګه کوي چې موږ له... Читать дальше...


Музыкальные новости
Булат Окуджава

Телеведущего Урганта исключили из концерта памяти Окуджавы "Заезжий музыкант"





Rss.plus
Чемпионат

Чемпионат России по футболу для людей с ограниченными возможностями начался в Дзержинске




Тороп травмировался после столкновения головами с Алипом. Вратаря ЦСКА увезли с поля, 19-летний Шайхутдинов вышел вместо него

Более 1,9 тыс территорий в Подмосковье проверили на чистоту

Отопление в Москве начнут отключать 17 мая

Агентство зарубежной недвижимости




امریکا له ایرانه د اپوزسیون د ۳ مشرانو د خوشې کېدو غوښتنه کړې

Pa.azadiradio.com 

د امریکا متحده ایالتونو له ایرانه غوښتي چې د دې هېواد د اپوزسيون هغه درې مشران دې خوشې کړي چې له ۷ کلونو راهيسې په خپلو کورونو کې نظر بند دي. پرون پنجشنبه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ایران د ولسمشرۍ د څوکۍ د ۲۰۰۹ میلادي کال د انتخاباتو د ۲ کاندیدانو، مهدي کروبي او او میر حسین موسوي، د نظر بندۍ د ۷مې کلیزې په درشل کې د دې دوو سیاستوالو او د ښځو د حقونو د یوې مدافع زهرا رهنورد د خوشې کېدو غوښتنه وکړه. مهدي کروبي او میر حسین موسوي په هغو پراخو اعتراضونو کې د لاس لرلو په جرم کورونو کې نظر بند... Читать дальше...

روسیه: ښایي ۵ غیر پوځي روسي اتباع د سوریې په برید کې وژل شوي وي

Pa.azadiradio.com 

د روسیې د بهرنیو چار وزارت وايي، پنځه تنه روسي اتباع چې پوځي پرسونل نه وو، ښايي تېره اوونۍ په سوریه کې د امریکا له پوځي ځواکونو سره په نښته کې ووژل شوي وي. د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې چې پرون پنجشنبه خپره شوه، هغه راپورونه چې وايي، په دې نښته کې لسګونه یا سلګونه روسي وګړي وژل شوي، غلط معلومات وبلل. روېټرز خبري اژانس د دې نښتې په اړه د خبري سرچینو له قوله لیکلي چې وايي، ۳۰۰ روسي وګړي چې د کرملین د یوه ارتباطي پوځي شرکت لپاره یې کار کاوه، تېره اوونۍ په سوریه کې وژل شوي یا ټپیان دي. اژانس... Читать дальше...



Москва

Армяне России поддерживают движение «Тавуш во имя Родины»


Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media
Москва

Неделя мэра: завод «Москвич», гранты для школ искусств и система городских вокзалов



103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. 103news.com — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости

Карди Би

Карди Би заявила, что в этом году не выпустит альбом




Спорт в России и мире

Алексей Смирнов – актер, которого, надеюсь, еще не забыли

Инсайты, стратегии и нетворкинг для профессионалов: 21 июня пройдет ежегодный форум «Спорт и Бизнес»

В Подмосковье сотрудники ОМОН «Русич» Росгвардии приняли участие в церемонии открытия соревнований по дзюдо среди детей и подростков

Строительные леса обрушились у здания спортшколы на Новочеремушкинской улице


WTA

Виктория Азаренко пробилась в четвертьфинал турнира WTA в Риме



Новости Крыма на Sevpoisk.ru


Москва

Тороп травмировался после столкновения головами с Алипом. Вратаря ЦСКА увезли с поля, 19-летний Шайхутдинов вышел вместо него



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России