د پاکستان سوپر لیګ ۲۰۱۸ لومړۍ لوبه په دوبۍ کې د پېښور زلمي او ملتان سلطان ترمنځ وشوه. پېښور زلمي لومړۍ لوبه وکړه او د ۶ لوبغاړو په تاوان یې ۱۵۱ منډې جوړې کړې. ملتان سلطان دا هدف پوره کړ او لوبه یې په اوو ویکټو وګټله.
د پاکستان په سینیټ کې د زیارت په ورځ پوښتنو ته د ځواب ویلو پر مهال د پاکستان د مالي چارو ریاستي وزیر رانا محمد افضل خان وویل چې په افغانستان کې له دوه سوه زیات پاکستانیان په باګرام او پلچرخي کې د بند شپې تېروي.
د پاکستان وزیراعظم شاهدخاقان عباسي ویلي، د دوی د انرژۍ د اړتیاوو د پوره کولو لپاره د ټاپي پروژه ډېره ګټوره ده. عباسي دا څرګندونې د پنجشنبې په ورځ په ترکمنستان کې د ولسمشر قربانګلي بردي محمدوف سره د ملاقات پر مهال وکړې. د پاکستان سرکاري راډیو په خپله ویبپاڼه لیکلي چې ترکمن ولسمشر ویلي، د پاکستان سره
افغان طالبانو د جمعې پر ورځ په خپل بیان کې ویلي، نه یوازې د تاپي پروژې ملاتړ کوي بلکې د خپل نفوذ په سیمو کې به یې امنیت هم ساتي.
د پاکستان یو شمېر ګوندونو د اتنخاباتو د کمیسیون پر هغې پرېکړې اعتراض کړی چې د مسلم لیګ ن ګوند د سینیټ لپاره امیدواران به په ازاد حیثیت برخه اخلي، د ګوند تر بیرغ لاندې ځکه برخه نشي اخیستی چې د ګوند مشر یې نواز شریف د سپریم کورټ لخوا نا هله اعلان شوی او د هغه لخوا ټاکل شوي امیدواران نه شي منل کېدای.
د امریکا ولسمشر وړاندیز وکړ چې په ښوونځيو کې دې د زده کوونکو د ژغورنې لپاره ښوونکو ته وسلې توزیع شي. ډانالډ ټرمپ دا خبره د چهارشبنې په ورځ د پارکلنډ ښار د داګلس ښوونځي له زده کوونکو او د هغوی له پلرونو او میندو سره د کتنې پر مهال وکړه.
تیره اونۍ په دغه ښوونځي کې یوه پخواني زده کوونکي ۱۷ تنه ووژل.
کرن خان وايي، د خپل هنر له لارې پښتنو ته د مينې، امن او يووالي پيغام ورکوي.
په برتانیا او پاکستان کې د طبي څېړنو ادارو ویلي، په پاکستان کې د معیادي تبې ناروغي خپره شوې ده چې پکې خاص ستونزه دا ده چې جراثیمو یا مېکروبونو د دود شویو دواګانو پروړاندې مقاومت موندلی دی.
یونیسکو وايي، د افغانستان په غور ولایت کې تاریخي یادګار د جام منار د ړنگیدو له خطر سره مخامخ دی. د وي او اې اشنا راډیو ویډيو
په زابل کې ۳ ټنه مخدره مواد وسوځول شول، دغه مواد چې پهکې تریاک، هیروئین، چرس، شراب او نور مخدره مواد شامل وو، پرون چهارشنبه په مرکز قلات کې د چارواکو او عامو خلکو په حضور کې وسوځول شول.
ویډیو: صادق ریښتینی
ایډیت: سباوون کاکړ
د پاکستان مخکیني صدراعظم نوازشریف په قضایه قوې انتقاد وکړ چې دی یې د مسلم لیګ ګوند ناقانونه رهبر اعلان کړی، ملګري ملتونه وايي له اوربند پرته د سوریې د کړکیچ هواری بله لار نه لري او په اردن کې له 3D ټکنالوژۍ په استفادې مصنوعي لاسونه جوړیږي.
ازادي سټوډیو د شپې په ۸ بجو له پيشګام ټلویزیون مه هیروئ.
د غزني او زابل چارواکي وايي، دغلته په دوو بېلابېلو پېښو کې لږ تر لږه ۱۰ کسان وژل شوي دي.
د غزني د والي ویاند عارف نوري ازادي راډیو ته وویل، په ده یک ولسوالۍ کې د پولیسو پر یوې پوستې د طالبانو په یو پراخ برید کې لږ تر لږه اته محلي پولیس سرتېري وژل شوي دي.
امنیتي چارواکي وايي، په دې برید کې وسلهوالو طالبانو ته هم درنه مرګ ژوبله اوښتې، خو د دقیق شمېر په اړهیې معلومات نهلري.
طالب ویاند ذبیحالله مجاهد پر ټویټر د دې برید مسؤلیت منلی او ویلي یې دي وسلهوالو یې دغلته نهه سرتېري وژلي او یو تن اسیر کړی دی. Читать дальше...
د غزني او زابل چارواکي وايي، دغلته په دوو بېلابېلو پېښو کې لږ تر لږه لس کسان وژل شوي دي.
د غزني د والي ویاند عارف نوري ازادي راډیو ته وویل، په ده یک ولسوالۍ کې د پولیسو پر یوې پوستې د طالبانو په یو پراخ برید کې لږ تر لږه اته محلي پولیس سرتېري وژل شوي دي.
امنیتي چارواکي وايي، په دې برید کې وسله والو طالبانو ته هم درنه مرګ ژوبله اوښتې، خو د دقیق شمېر په اړه یې معلومات نه لري.
طالب ویاند ذبیح الله مجاهد پر ټویټر ددې برید مسؤلیت منلی او ویلي یې دي وسله والو یې دغلته نهه سرتېري وژلي او یو تن اسیر کړی دی. Читать дальше...
افغان ولسمشر محمد اشرف غني د ټاپي پروژې د پرانیستې په مراسمو کې د ګډون لپاره هرات ته رسېدلي دی.
ولسمشر اشرف غني پر خپل ټویټر لیکلي دي په هرات کې به د ټاپي د پایپ لاین پرانیسته وکړي او په دې مراسمو کې به دغلته د ترکمنستان، پاکستان او هندوستان څخه د ورغلو هیئتونو له مشرانو سره وګوري.
ولسمشر اشرف غني زیاته کړې چې د اقتصادي ودې او سیمه ییز اتصال یو نوی پړاو د افغانستان په اقتصادي او کلتوري مرکز هرات کې پیلېږي.
افغان ولسمشر همدارنګه ویلي چې په هرات کې به د پاتې کېدو پرمهال دغلته له ولایتي ملکي او... Читать дальше...
د جرمني پولیس وايي د روس او جرمني غبرګ شهریت لرونکییو ۷۰ کلن زوړ تن يې په دې تور نیولي چې د "سیاسي انګېزې"له مخې یې په چاړه د درو پناه غوښتونکيو د وژلو هڅه کړې.
د افغانستان جمهوري ریاست وايي، د ټاپي د پروژې پرانیسته، د ملي یووالي حکومت د بریالیتوب نښه ده. د افغانستان ولسمشرۍ ...
د افغانستان جمهوري ریاست وايي، د ټاپي د پروژې پرانیسته، د ملي یووالي د حکومت د بریالیتوب نښه ده...
د افغانستان د ملي امنیت شورا د سلاکار محمد حنیف اتمر دفتر وايي، نوموړي په سعودي عربستان کې د دې هېواد له ولیعهد محمد بن سلمان سره په لیدنه کې پر مهمو مسئلو بحث او هوکړې کړې دي.
د افغانستان د ملي امنیت شورا ویاند قادرشاه ازادي راډیو ته وویل، په دې لیدنه کې ولیعهد محمد بن سلمان د افغانستان د سولې له پروسې څخه خپل ملاتړ په ډاګه کړ او زیاتهیې کړه چې سوله هدف ته د رسېدو لپاره مهمه ده او ټولې غاړې باید ترې ملاتړ وکړي.
له ترهګرۍ سره مشترکه مبارزه د لیدنې بله مهمه موضوع وه.
د ملي امنیت شورا ویاند قادر شاه په دې اړه وویل... Читать дальше...
د خیبر پښتونخوا اسمبلۍ کې حکومتي او د مخالفو ګوندونو غړیو په سوات کې پر امنيتي پوستو باندې د عامو خلکو ستونزو په اړه بحث کړي او له حکومته يې غوښتنه کړې چې په دې لړ کې ګامونه پورته کړي.
د شفافیت د څار بنسټ وايي، د نړۍ د څلورو فاسدو هېوادونو په ډله کې د افغانستان راتلل د دې ښکارندویي کوي چې ...
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، په هرات ولایت کې د ټاپي پروژې د کار پرانیستو په مراسمو کې د ترکمنستان او افغانستان، له ولسمشرانو سربېره به د پاکستان وزیر اعظم او د هند بهرنیو چارو وزیر هم ګډون وکړي.
سبا جمعه په بامیانو ولایت کې د ژمنیو سیالیو فیستوال جوړېږي.
د بامیانو ولایت د والي ویاند عبدالرحمان احمدي نن ازادي راډيو ته وویل چې په دغو سیالیو کې له ټول افغانستان څخه د ژمنیو سیالیو ۱۵۰ لوبغاړي ګډون کوي.
دی وايي، دا سیالۍ به دوه ورځې دوام وکړي او پکې د سکي، سنوبورډ او د یخ په سر د سکیټ لوبې تر سره کېږي.
ټاکل شوې چې دغه سیالۍ په لومړی ورځ په بندامیر او په دویمه ورځ د شهیدانو په سیمه کې تر سره شي.
دا سیالۍ د المپیک د ملي کمېټې لخوا تر سره کېږي.
سبا جمعه په بامیانو ولایت کې د ژمنیو سیالیو فستیوال جوړېږي.
د بامیانو ولایت د والي ویاند عبدالرحمان احمدي نن ازادي راډيو ته وویل چې په دغو سیالیو کې له ټول افغانستان څخه د ژمنیو سیالیو ۱۵۰ لوبغاړي ګډون کوي.
دی وايي، دا سیالۍ به دوه ورځې دوام وکړي او پهکې د سکي، سنوبورډ او د یخ په سر د سکټ لوبې تر سره کېږي.
ټاکل شوې چې دغه سیالۍ په لومړۍ ورځ په بند امیر او په دوهمه ورځ د شهیدانو په سیمه کې تر سره شي.
دا سیالۍ د المپیک د ملي کمېټې لهخوا تر سره کېږي.
افغان امنیتي او دفاعي چارواکي وايي، د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې یې د عملیاتو په ترڅ کې د حکومت لسګونه مخالف وسله وال وژلي دي.
د فرا د والي ویاند ناصر مهري وايي، د دې ولایت د بالابلوک ولسوالۍ په ګنج اباد او ګراني سیمو کې د عملیاتو او هوايي بمبارۍ په ترڅ کې شا او خوا دېرش تنه وسله وال وژل شوي او لس تنه نور یې ټپیان دي.
د ښاغلي مهري په وینا دا په دې وروستیو کې په فراه ولایت کې تر ټولو شدید عملیات دي چې د وسله والو خلاف ترسره کېږي.
د سیمې څخه ځینو کسانو ازادي راډیو ته ویلي چې د ګنج اباد... Читать дальше...
افغان امنیتي او دفاعي چارواکي وايي، د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې یې د عملیاتو په ترڅ کې د حکومت لسګونه مخالف وسلهوال وژلي دي.
د فراه د والي ویاند ناصر مهري وايي، د دې ولایت د بالابلوک ولسوالۍ په ګنجاباد او ګراني سیمو کې د عملیاتو او هوايي بمبارۍ په ترڅ کې شااوخوا ۳۰ تنه وسلهوال وژل شوي او ۱۰ تنه نور یې ټپیان دي.
د ښاغلي مهري په وینا دا په دې وروستیو کې په فراه ولایت کې تر ټولو شدید عملیات دي چې د وسلهوالو خلاف ترسره کېږي.
د سیمې څخه ځینو کسانو ازادي راډیو ته ویلي چې د ګنجاباد په... Читать дальше...
Губернаторы России
103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно –
здесь и прочитать их тут же и –
сейчас в
России, в
Украине и в
мире по
темам в режиме 24/7
ежесекундно. А теперь ещё -
регионы,
Крым,
Москва и
Россия.
Moscow.media
103news.com —
международная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию.
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
103news.com — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.
Музыкальные новости
Спорт в России и мире
Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России