له حکمتیار سره د سولې معاهده چې لاسلیک شوه او هغوی چې څنګه راغلل او اوس په کوم ډول سیاسي فعالیت کوي او کوم احترام او عزت ورته شته، دا د طالبانو لپاره ښه بېلګه کېدای شي چې د ثبوت بڼه لري.
د پاکستان حکومت دا اقدام پر داسې وخت کړی دی چې په پنجاب کې د ګاډو د ګیسو یا سي اېن جي سټېشنونو ته د ځايي ګیس ورکړه درول شوې چې له کبله
ډاکتر فیصل زیاته کړه د ناقانونه پیسو د څار له نړیوالې ادارې سره تر خبرو او پر کاري پلان تر سلا کېدو وروسته به پاکستان په خړ نوملړ کې ورشامل شي. فنانشل اېکشن ټاسک فورس مشال راډیو ته په برېښلیک کې
عبدالرحیم زیارتوال د چارشنبې یا شورو پر ماښام مشال راډیو ته وویل، په تېرو څو میاشتو کې پر امنیتي ځواکونو بریدونه زیات شوي دي.
افغان ولسمشر وايي د هغو هيوادونو پر وړاندي معيارونه باید پياوړي شي چې په خپله بهرنۍ پالیسۍ کې له تروریستي ډلو استفاده کوي. د امریکا يوه لوړپوړي چارواکي ويلي: واشنګټن له اسلام اباد سره نوې اړيکې غواړي. دا خبرونه د شپې ۸ پیشګام تلویزیون هم خپروي.
د امريکايي رسنيو د راپورونو له مخې، شمالي کوريا د ميزايلو متخصصان او ځينې داسې وسايل سوريې ته لېږلي چې د کيمياوي وسلو په توليد کې ورڅخه استفاده کېدلاى شي.
په پرونيو راپورونو کې ويل شوي چې د ملګرو ملتونو مختصصانو له ٢٠١٢ څخه تر ٢٠١٧ میلادي کاله پورې تر ۴۰ زيات دې ته ورته انتقالات تثبيت کړي چې مخکې يې راپور نهو ورکړل شوى.
ويل شوي چې دغه مواد په غير قانوني ډول سوريې ته لېږل شوي چې په هغو کې داسې کاشي ګانې چې د تېزاب په وړاندې مقاومت لري، داسې شيردانونه چې د زنګ په مقابل کې مقاومت لري او ترماميټرونه شامل دي. Читать дальше...
د جوزجان ولايت امنيتي مسؤلین وايي، په درزاب ولسوالۍ کې د داعش ډلې ۴۰ غړي وژل شوي دي.
د جوزجان د امنيه قوماندانۍ د امنيت امر عبدالحفيظ خاشي ازادي راډيو ته وويل، دغه وسلهوال د افغان قواوو په پوځي عملياتو کې وژل شوي دي.
ده وويل چې په دې موده کې ١٠ نور وسلهوال ټپيان شوي هم دي.
د امنيت امر وايي، په دغو عملياتو کې د ملي اردو يو سرتېرى هم وژل شوى او درې تنه نور ټپيان دي.
د جوزجان د امنيتي مسؤلینو په خبره، له درېيو ورځو راهيسې په درزاب کې پر امنيتي پوستو د داعش ډلې حملې روانې دي چې په ځوابي نښتو کې د داعش غړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
په لغمان ولایت کې د حوت نهمه د افغان ملي ځواکونو د ورځ ولمانځل شوه.
د لغمان والي ویاند نن چهارشنبه ازادي راډیو ته وویل، به هغه غونډه کې چې له همدې امله د ۲۰۱ سیلاب قول اردو په لومړې پلې لوا کې جوړه شوې وه، د لغمان والي اصف ننګ او یو شمېر نورو سیمه ییزو چارواکو ګډون کړی وو.
د ښاغلي ځواک به وینا لغمان والي اصف ننګ په دغه غونډه کې د افغان خواکونو مېړانې او سرښندنې وستایلې او ویې وویل چې له ملي نوامیسو نه دفاع ستر جهاد دی او تاسې د دغه جهاد سر لارې یاست.
د نوموړي په خبره په دغه غونډه کې به یو شمېرو ډالۍ او ستاین لیکونه هم وویشل شول.
د کرملېن د سياسي مخالف بورېس نمتسف خپلوانو او ملاتړو د امريکا په پلازمېنه واشنګټن ډي سي کې هغه پلازا رسماً افتتاح کړه چې د ده په نوم ده.
دغه کسان د نمتسف د وژنې د درېيم کال په مناسبت راغونډ شوي وو.
د روسيې دغه سياسي مخالف درې کاله مخکې په مسکو کې ووژل شو.
د دې پلازا د نومونې لپاره چې د روسيې د سفارت مخې ته موقعيت لري، دغه مراسم په روسيه، امريکا او نورو ځايونو کې د نمتسف د قدرداني د هڅو په لړ کې جوړ شوي وو.
نمتسف د ٢٠١٥ میلادي کال د فبرورۍ پر ٢٧مه له کرملېن نه څو متره ليرې پر يوه پله په ډزو ووژل شو. Читать дальше...
د امريکا متحده ايالاتو د بېوسلې کولو د چارو يو لوړ رتبه چارواکى وايي، روسيې له خپل هغه تعهد څخه سرغړونه کړې چې په سوريه کې يې د کيمياوي وسلو د لهمنځه وړلو په برخه کې کړى و.
د ده په خبره روسيه نهده توانېدلې چې د دې وسلې د کارونې په برخه کې د سوريې د حکومت مخه ونيسي.
د بېوسلې کولو د کنفرانس لپاره د امريکا دايمي استازي رابرت ووډ دا خبرې نن په ژنيو کې خبريالانو ته وکړې.
تر دې مخکې په نويو راپورونو کې ويل شوي وو چې د سوريې ځواکونو پر ملکيانو کلورين ګاز کارولي، خو د سوريې حکومت دغه ادعاوې رد کړې دي. Читать дальше...
د ننګرهار والي وايي، افغان امنيتي ځواکونو ثابته کړې چې د بهرنيانو له ملاتړ پرته هم د هېواد ساتنه کولاى شي.
محمد ګلاب منګل دا خبره نن په جلالاباد کې د سرتېري د ورځې په مناسبت جوړې شوې غونډې ته وکړه.
هغه وويل په ٢٠١۴ میلادي کال کې چې کله اکثريت بهرني ځواکونه له افغانستانه ووتل، ګومان کېده چې افغان ځواکونه به د امن د ټينګښت توان ونهلري.
ده زیاته کړه:
"زموږ وسلهوالو ځواکونو په عمل کې ثابته کړه چې کولاى شو د خپلې عزتمنې او پاکې خارې ساتنه او دفاع وکړو."
د ننګرهار امنيه قوماندان بيا د ننګرهار... Читать дальше...
د ولسي خدمتګارۍ په لړ کې که يو خوا په نړيواله کچه د مدر ټريسا، بل ګېټس، وارن بوفېټترڅنګ يوشمېر نور نومونه د ذکر وړ دي نو بل خوا په پاکستان کې د عبدالستار اېدي، او باچا خان نومونه هم روښانه دي.
د چارشنبې په ورځ د جلال اباد ښار شېرزي لوبغالي ته د سرتېري د ورځې په مناسبت پر دولتي چارواکو، سربېره په زرګونه تنه قومي مشران، دیني عالمان او د ګڼو مدني ټولنو فعالان ورټول شوي ول.
اروپايي ټولنې د سولې لپاره د کابل د پروسې له وړاندیزونو هرکلی وکړ، وايي چې افغان حکومت د سولې لپاره قوي سیاسي ...
د کابل ښار اوسېدونکې وایي، امنیت دې راشي چې په هر ډول وي.
د ښار په کوڅو او واټونو کې، افغان امنیتي ځواکونه ليدل کېږي چې د خلکو هر ډول مشکوک حرکت څاري.
د ازادي راډیو خبریال سباوون کاکړ کابل ښار ته ورغلی او دغه راپو یې چمتو کړی دی.
وېډیو او اډېټ سباوون کاکړ
د سوات خوازه خېلې ۴۰ کلنه مېرمن شمع چې ۱۲ تنه ټبر چې پکي دوه معذوران هم شامل دي د خوړو پوره کولو لپاره مړزان ساتي او په خپله باغچه کي سبزيانې کري.
افغان ولسمشر محمد اشرف غني د کابل پروسې په پرانیستونکې وینا کې له طالبانو سره د سولې لپاره د افغان حکومت طرحه وړاندې کړه.
د کابل پروسې د دوهمې ناستې سره هممهاله د مشرانو جرګې اداري پلاوی او يو شمېر کارپوهان دغه ناسته د امنیت د ...
ولسمشر محمد اشرف غني پر طالبانو يوځل بيا د سولې خبرو اترو کولو غږ کړی البته په لومړي ځل يې وويل چې طالبان دې د سياسي ډلې په توګه و پېژندل شي.
د سولې د خبرو لپاره د یوه سیاسي چوکاټ په ترڅ کې وسلهوال طالبان د یوې سیاسې ډلې په توګه په رسمیت پېژندل کېږي او ...
افغان حکومت د حوت ۹ د سرتیرو د ورځې په نوم نومولېږ
آزادي راډیو د ځینو سرتیرو پیغامونه راتول کړي.
ویډیو او ایډیټ: تمیم اخګر
پخوا هم طالبانو ته د افغان حکومت له لوري د سولې وړاندیزونه شوي، خو دا لومړی وار دی چې افغان ولسمشر محمد اشرف غني د ...
د افغانستان په خوست ولايت کې ميشت وزيرستانيو کډوالو خپلو سيمو ته د ستنېدو دوهم پړاو دوام لري. د نهې ورځ د شمالي وزیرستان چارواکيو ویلي چې ۴۶ کورنۍ ستنې شوې دي، او په دې مرحله کې به څه باندې ۴۳۰۰ کورنۍ خپلو سیمو ته ستنېږي.
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر ویلي چې مسکو به د ده په وینا د ترورېزم د ګواښ لهمنځه وړلو په برخه کې د سوریې د ولسمشر ...
د خویندو همت او رڼا مختلفې څانګې لري چې پکې قبایلي خور، ولسي خور او اقلیتي خور شاملې دي، او غواړي چې د مساپرو خویندو لپاره هم یوه ټولنه جوړه کړه.
Губернаторы России
103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно –
здесь и прочитать их тут же и –
сейчас в
России, в
Украине и в
мире по
темам в режиме 24/7
ежесекундно. А теперь ещё -
регионы,
Крым,
Москва и
Россия.
Moscow.media
103news.com —
международная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию.
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
103news.com — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.
Музыкальные новости
Спорт в России и мире
Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России