پوتین د دویمې نړیوالې جګړې د یادښت دور مراسمو کې برخه اخلي
تمه ده نن د روسیې جمهور رئیس ولادمیر پوتین په والګاګراد ښار کې د دویمې نړیوالې جګړې د تر ټولو خونړي جنګ د یادښت پنځه اویایم دور مراسمو کې برخه واخلي.
والګاګراد ښار پخوا د ستالینګراد په نوم یادېده.
شاوخوا یو نیم زر پوځیان او پنځوس الوتکې په دې مراسمو کې برخه واخلي چې د ښار په مرکز کې ترسره کېږي.
په ۱۹۴۲ او ۴۳ کلونو کې په ستالینګراد کې پنځه میاشتنۍ جګړه د نازیانو د برید په وړاندې د شوروي اتحاد د مقاومت په سمبول او د دویمې نړیوالې جګړې په یوه مهم دور بدل شو.
باور دا دی چې شاوخوا یو میلیون انسانان د ستالینګراد په جګړه کې وژل شوي دي.
والګاګراد ښار چې د والګا رود په څنډ پروت دی د ۱۹۶۰ میلادي کال پر مهال د سیاسي بدلونو او د ستالین تر مرګ وروسته د والګاګراد په نوم ونومول شو.