چارواکي: په ارزګان کې ۵ وسلهوال په یوه هوایي برید کې وژل شوي
![چارواکي: په ارزګان کې ۵ وسلهوال په یوه هوایي برید کې وژل شوي](https://gdb.rferl.org/AEAACB59-7148-4EF0-90AB-2869E5CD405F_w800_h450.jpg)
د ارزګان ولایت امنیتي چارواکي وايي، تېره ورځ د مرکز ترینکوټ په یوه سیمه کې افغان هوایي ځواکونو د وسلهوالو طالبانو پنځه غړي په هوايي بریدونو کې وژلي دي.
د ارزګان د امنیه قومندانۍ د امنیت امر عبدالقوي عمري نن دوشنبه ازادي راډیو ته وویل، بریدونه د ترینکوټ اړوند د خانکي په سیمه کې شوي دي.
هغه وویل چې طالبانو ته د تلفاتو په ور اړولو سربېره، دوه هاموې ټانکونه او یو رنجر موټر چې د طالبانو لهخوا له چاودېدونکو موادو ډک شوي وو، هم لهمنځه یوړل شول.
وسلهوالو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نهدي ویلي.