فیصل: د کابل د وروستیو خونړیو حملو په تړاو ۶ مشکوک کسان نیول شوي
![فیصل: د کابل د وروستیو خونړیو حملو په تړاو ۶ مشکوک کسان نیول شوي](https://gdb.rferl.org/21A737F7-A974-4A5A-A1D3-2E2995FD7216_cx8_cy24_cw41_w800_h450.jpg)
د افغانستان د حکومت اجرائيه ریاست وايي، په کابل کې د وروستیو خونړیو حملو په تړاو لږترلږه ۶ مشکوک کسان نیول شوي دي.
د اجرائیه ریاست مرستیال ویاند جاوېد فیصل نن دوشنبه په کابل کې خبریالانو ته وویل چې له نیول شویو کسانو تحقیق روان دی.
د جاوېد فیصل په وینا، په ابتدايي څېړنو کې معلومه شوې چې نیول شوي مشکوک کسان د پاکستان استخباراتو روزلي وو او په کابل کې يې د وروستیو حملو پلان جوړ کړی و.
په کابل کې سلګونه کسان په وروستیو انتحاري او بمي حملو کې وژل شوي او ټپیان شوي.