د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان نن دوشنبه واتیکان ته ورسېد
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان نن دوشنبه واتیکان ته ورسېد او د کاتولیکو مسیحیانو له مشر پاپ فرانسېس سره ګوري.
د ایټالیا په پلازمېنه روم کې نن سخت امنیتي تدابیر نیول شوي، زرګونه اضافي عسکر د امنیت ټینګولو لپاره ګمارل شوي او د ښار په زیاتو برخو کې پر مظاهرو بندیز لګېدلی دی.
دا په تېرو ۵۹ کلونو کې اول وار دی چې د ترکیې د حکومت مشر په رسمي سفر واتیکان ته ځي.
پاپ او اردوغان به همداراز د بیتالمقدس پر موقف او د امریکا د جمهور رئیس ډونالد ټرمپ د پرېکړې د عملي کېدو په اړه چې بیتالمقدسیې د اسرائیل د پلازمېنې په توګه په رسمیت پېژندلی، وغږېږي.
واتیکان د اسرائیل او فلسطین د لانجې د حل لپاره د دوو جلا دولتونو د رامنځته کېدو ملاتړ کوي.
پخواني معلومات
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان نن دوشنبه په واتیکان کې د کاتولیک مسیحیانو له مشر پاپ فرانسېس سره ګوري.
دا په تېرو ۵۹ کلونو کې اول وار دی چې د ترکیې د حکومت یو مشر په رسمي سفر واتیکان ته ځي.
د اردوغان دفتر په یوه بیان کې ویلي چې دواړه لوري به د بیتالمقدس پر موقف، د سوریې پر وضعیت، په نړۍ کې د مهاجرت پر بحران، د ترورېزم پر ضد پر مبارزه او د اسلام او د بهرنیانو ضد احساساتو په اړه خبرې وکړي.