د پولنډ ولسمشر: د د یهودانو د ډله ییزې وژنې په اړه لایحه توشیح کوم
![د پولنډ ولسمشر: د د یهودانو د ډله ییزې وژنې په اړه لایحه توشیح کوم](https://gdb.rferl.org/E0FD3B25-1482-4512-848A-2C7567541B09_w800_h450.jpg)
د پولنډ ولسمشر اندژې دودا وایي، دی به د اسرائیل، متحده ایالاتو او اوکراین له مخالفت سره سره د یهودانو د ډله ییزې وژنې یا هالیکاسټ په اړه هغه لانجمنه لایحه چې د دې هېواد پارلمان تصویب کړې، توشیح کړي.
د دغې لایحې له مخې، هر هغه کس ته تر ۳ کالو د بند سزا یا نغدي جریمه په پام کې نیول شوې چې که په پولنډ کې د جرمني نازیانو د ډله ییزې وژنې کمپونه د پولنډ د مرګونو کمپونو په توګه یاد کړي، یا په عام محظر کې د حقایقو خلاف دا خبره وکړي چې پولنډ یا د دې هېواد حکومت په هغو ډله ییزو وژنو کې چې د دوهمې نړیوالې جګړې په ترڅ کې د جرمني نازیانو له خوا ترسره شوې، لاس لري.
د پولنډ ښي اړخی حکومت وایي، دغه قانون ته ځکه اړتیا ده چې د نازیانو د یرغل په ترڅ کې د قربانیانو په توګه د پولنډیانو حیثیت او اعتبار وساتل شي.
د پولنډ ولسمشر دغه راز ویلي چې دی به دغه لایحه د لا وضاحت لپاره د اساسي قانون ځانګړې محکمې ته واستوي، ترڅو دا مسئله تأیید شي چې ایا هغه د بیان د ازادۍ په اړه له قوانیونو سره اړخ لګوي کنه؟
اسرائیل اندېښنه څرګنده کړې چې دغه قانون به د نازیانو له خوا په ترسره شویو جرمونو کې د پولنډیانو د رول په اړه رښتیني بیانونه منعه کړي.
د امریکا متحدو ایالتونو او اوکراین هم دې ته ورته اندېښنې څرګندې کړې دي.