د پولنډ ولسمشر: د یهودانو د ډلهییزې وژنې په اړه لایحه توشېح کوم
د پولنډ ولسمشر اندژې دودا وایي، دی به د اسرائیل، متحده ایالاتو او اوکراین له مخالفت سره سره د یهودانو د ډلهییزې وژنې یا هالوکاسټ په اړه هغه لانجمنه لایحه چې د دې هېواد پارلمان تصویب کړې، توشېح کړي.
د دغې لایحې له مخې، هر هغه کس ته تر ۳ کالو د بند سزا یا نغدي جریمه په پام کې نیول شوې چې که په پولنډ کې د جرمني نازیانو د ډلهییزې وژنې کمپونه د پولنډ د مرګونو کمپونو په توګه یاد کړي، یا په عام محظر کې د حقایقو خلاف دا خبره وکړي چې پولنډ یا د دې هېواد حکومت په هغو ډلهییزو وژنو کې چې د دوهمې نړیوالې جګړې په ترڅ کې د جرمني نازیانو لهخوا ترسره شوې، لاس لري.
د پولنډ ښي اړخی حکومت وایي، دغه قانون ته ځکه اړتیا ده چې د نازیانو د یرغل په ترڅ کې د قربانیانو په توګه د پولنډیانو حیثیت او اعتبار وساتل شي.
د پولنډ ولسمشر دغهراز ویلي چې دی به دغه لایحه د لا وضاحت لپاره د اساسي قانون ځانګړې محکمې ته واستوي، تر څو دا مسئله تأیید شي چې ایا هغه د بیان د ازادۍ په اړه له قوانینو سره اړخ لګوي کنه؟
اسرائیل اندېښنه څرګنده کړې چې دغه قانون به د نازیانو لهخوا په ترسره شویو جرمونو کې د پولنډیانو د رول په اړه رښتیني بیانونه منعه کړي.
د امریکا متحده ایالاتو او اوکراین هم دې ته ورته اندېښنې څرګندې کړې دي.