د اندونیزیا د تحصیلي بورسونو د خرڅلاو موضوع څېړل کېږي
د افغانستان د لوړو زدهکړو وزارت بهرنیو چارو وزارت نه غوښتي څو هغه راپورونه وڅېړي چې ګني د اندونیزیا سفارت تحصیلي بورسونه د پیسو په بدل کې خرڅوي.
د لوړو زدهکړو وزارت ویاندې عارفې پیکار نن چهارشنبه په کابل کې د یوې خبري ناستې په څنډه کې ازادي راډيو ته وویل:
"په دې اړه رسماً د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت بهرنیو د اړیکو رئیس ته هدایت شوی چې دغه موضوع د افغانستان د سیاسي نمایندهګۍ له لارې تعقیب کړي، تر څو معلوم شي کوم راپورونه چې خپاره شوي، سم دي او یا کومه بله مسئله ده."
دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې په ټولنیزو رسنیو کې داسې خبرونه خپاره شوي چې ګني په اندونیزیا کې افغان سفیره رویا رحماني د اندونیزیا له لوري افغان دولت ته وړیا بورسونه په کابل کې خرڅوي.
همدارنګه داسې راپورونه هم شته چې د کاردان پوهنتون رئیس رویین رحماني د رویا رحماني ورور دی او نوموړی هر تحصیلي بورس د پنځه زره ډالرو په مقابل کې خرڅلاو ته سپاري.