د کابل ښار د فوټسال د غوره لیګ سیالۍ پیل شوې
![د کابل ښار د فوټسال د غوره لیګ سیالۍ پیل شوې](https://gdb.rferl.org/1BB1BE6A-4A74-4EF0-95E1-76003386B81F_cx21_cy31_cw61_w800_h450.jpg)
د کابل ښار د ۱۲ کلنو او ۱۴ کلنو لوبډلو د فوټسال غوره لیګ سیالۍ پیل شوې.
د افغانستان د فوټبال فدراسیون د معلوماتو له مخې په دغو سیالیو کې ۱۶ لوبډلې ګډون لري چې ۱۵ ورځې به دوام کوي.
د فوټبال فدراسیون د پلان له مخې د کابل ښار د فوټسال غوره لیګ لوبډلې په دوو ګروپونو وېشل شوي او هره ورځ به ۴ سیالۍ کېږي.
دغه سیالۍ د «تحصیل، ورزش او روښانه راتلونکي» تر شعار لاندې تر سره کېږي.