مطفي: له کانونو نه د خلکو د څارنې یوه نوې پروسه پیل شوې
د افغانستان د کانونو او پطرولیم وزارت د هېواد له کانونو څخه د خلکو د څارنې یوه نوې پروسه پر لاره اچولې ده.
د دې وزارت ویاند عبدالقدیر مطفي نن ازادي راډيوته وویل، تراوسه له ۴۰ ډېرو مدني بنسټونو په دې برخه کې لېوالتیا ښودلې ده.
هغه وویل، له دې اقدامه د کانونو او پطرولیم وزارت هدف د دغه وزارت له کاره د خلکو د څار ډېرول دي.