چارواکي: په فراه کې ۷ وسله وال طالبان وژل شوي
![چارواکي: په فراه کې ۷ وسله وال طالبان وژل شوي](https://gdb.rferl.org/857DAE7E-AFE1-4E3F-889E-B6AC532F8BF9_w800_h450.png)
افغان چارواکي وايي چې اووه وسله وال مخالفین په فراه ولایت کې له امنیتي ځواکونو سره په نښته کې وژل شوي دي.
د کورنیو چارو وزارت په یوه بیان کې وايي، دا نښته د فراه ولایت د شېبکوه ولسوالۍ په دوزک سیمه کې د پولیسو پر یوه پوسته د وسله والو له حملې وروسته پیل شوه.
بیان زیاتوي چې په دې نښته کې افغان ځواکونو ته زیان نه دی اوښتی.
په یوه بل خبر کې بیا د کورنیو چارو وزارت هم د هېواد په ۱۸ ولایتونو کې د لسګونه وسله والو د وژل کېدو خبر ورکوي.
په بیان کې راغلي دي چې په تېره یوه اوونۍ کې د پولیسو، ملي اردو او ملي امنیت ځواکونو په عملیاتو کې د څو مهمو قوماندانانو په ګډون له دوو سوو زیات وسله وال وژل شوي، یوسل او نهه تنه ټپیان دي او دولس مشکوک کسان نیول شوي دي.
وسله والو طالبانو تر دامهاله په دې اړه څه نه دي ویلي.