پاکستاني ځواکونو په تېرو ۲۴ ساعتونو کې پر کونړ لسګونه مرمۍ توغولي
پاکستانیو ځواکونو په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کونړ پر سرکاڼو او دانګام ولسوالیو د توپونو لسګونه ګولۍ راویشتلي چې دوه تنه پکې ټپیان شوي دي.
د دانګام ولسوالۍ ځایي اوسېدونکيوایي، د شنبې سهار له شپږو تر ۱۰ بجو د پاکستان پوځ د دوی په سیمه شااوخوا د توپونو سل ګولۍ راویشتلې دي.
دوی وايي، له تېرو څلورو ورځو پاکستانیو ځواکونو دغټو او وړو وسلو خولې د دوی پر لورې را اړولي چې به یادو ډزو کې دوه تنه ملکي وګړي ټپیان شوي هم دي.
اخوا د کونړ د والي ویاند عبدالغني مصمم هم مني چې تېرو ۲۴ ساعتونو کې د پاکستان پوځ پر سرکاڼو او دانګام د توپونو لسګونه ګولۍ راویشتلي چې خلکو ته يې مالي زیانونه اړولي، خو د چا د ټپي کېدو کوم راپور ورته نه دی رسېدلی.
د ډیورند کرښې ته د نېږدې پرتو سیمو اوسېدونکي وايي، پوره ۷ کاله کېږي چې د دوی پر سیمو د پاکستان پوځ د توپونو او نورو وسلو ډزې کوي، خو بیاهم افغان حکومت او نړیواله ټولنه پرې غوږ نه ګروي.