خطیبي: په هرات کې د ښځو سوداګریز فعالیتونه ښه شوي
![خطیبي: په هرات کې د ښځو سوداګریز فعالیتونه ښه شوي](https://gdb.rferl.org/7746A968-2C35-4965-BF7F-7BD8D937C52D_cx35_cy32_cw53_w800_h450.jpg)
د هرات ولایت د سوداګرۍ او صنایعو خونې په دغه ولایت کې د ښځینه سوداګرو د وضعیت د ښه والي خبره کوي.
د دغه خونې رئیس سعد خطیبي نن ازادي راډیو ته وویل چې په هرات کې ښځې د عسلو، مربا او د زعفرانو د کښت او تولید ترڅنګ په لاسي صنایعو هم بوختې دي.
ښاغلی خطیبي وايي، د هرات ولایت د ښځینه سوداګرو لخوا تولید شوي زیاتره توکي له هېواده بهر په هندوستان، ترکمنستان، ازبکستان او په کور دننه نندارې ته وړاندې او پلورل شوي دي.
د ده په خبره، که حکومت په هرات ولایت کې د ښځینه سوداګرو په وړاندې يو شمېر پرتې ستونزې هوارې کړي نو د دوی په وضعیت کې به لا ښه والي راشي.