ټرمپ: د جمهوري غوښتونکو پر وړاندې د ډموکراټانو یادداشت ډېر اوږد و
د امریکا د متحدو ایالاتو ولسمشر ډونالد ټرمپ وايي، د کانګرس د جمهوري غوښتونکو غړو د یوه یادداشت په رد کې د کانګرس د ډموکراټانو له لوري لیکل شوی محرم یادداشت ډېر سیاسی او اوږد و.
ټرمپ پرون شنبه د ډموکراټانو د یادداشت د خپرېدو مخنیوی وکړ او ویې ویل چې باید ډېر لنډ یا مختصرشي.
د کانګرس ډموکراټانو دا یادداشت د امریکا د ۲۰۱۶میلادي کال د جمهوري ریاست په ټاکنو کې د روسیې د لاس وهنې په اړه د کانګرس جمهوري غوښتونکو د یوه یادداشت په ځواب کې برابر کړی و چې ولسمشر ټرمپ یې د خپرېدو اجازه ورکړې وه.
د امریکا د کانګرس د جمهوري غوښتونکو په یادداشت کې ویل شوي وو چې د امریکا د استخباراتو فدرالي ادارې او دعدلیې وزارت د روسیې د لاسوهنې په اړه په څېړونو کې د ټرمپ پر وړاندې بې پرې دریځ نه درلود .
ډونالد ټرمپ پرون پر ټوېټر ولیکل چې ډموکراټانو ته یې ویلي چې خپل ځواب له سره ولیکي او بیا دې ور واستوي.
د کانګرس ډموکراټانو سخته غوسه څرګنده کړې او ویلي يې دي چې د ولسمشر ټرمپ ځواب داسې څپېړه ده چې د شفافیت پر وړاندې دوه ګونی دریځ څرګندوي.