پنس: د شمالي کوریا په وړاندې امریکا او جنوبي کوریا متحد دي
د امریکا مرستیال ولسمشر مایک پنس وايي، د سیول او پیویانګ په اړیکو کې له ظاهري ښيګڼې سره سره، امریکا او جنوبي کوریا د شمالي کوریا په وړاندې په خپلو پالېسیو کې متحد پاتې دي.
ښاغلي پنس پرون شنبه وویل چې دی او د جنوبي کوریا ولسمشر پردې سره سلا شوي چې د شمالي کوریا ډیپلوماټیکه او اقتصادي انزوا باید له بالستیک توغندیو او اټمي پروګرام څخه د دې هېواد د لاس اخیستو تروخته دوام وکړي.
پنس چې د ژمني المپیک د سیالیو لپاره جنوبي کوریا ته تللی، پرون د جنوبي کوریا له ولسمشر مون جي اِون سره وکتل.