ایران د اسلامي انقلاب ۳۹ مه کلیزه لمانځي
سلګونه زره کسانو د ۱۹۷۹کال د اسلامي انقلاب د نمانځنۍ لپاره نن یکشنبه په تهران کې د حکومت له خوا په تنظیم شویو لاریونونو کې ګډون وکړ او دا په داسې حال کې ده چې د حکومت پرضد د خلکو اعتراضونه د هېواد بېلابېلو سیمو ته غځېدلي دي.
د نننیو لاریونونو ګډونوالو د امریکا او اسرائیلو پرضد لیکل شوي شعارونه لېږدول او وروسته له نورو برخو څخه د پلازمېنې تهران د ازادۍ په چوک کې سره یوځای شول.
د ۱۹۷۹ کال د فبرورۍپه ۱۱مه د ایت الله خمیني پلويانو د پراخو مظاهرو په پای کې پاچا رضاشاه پهلوي له واکه لېرې شو او په ایران کې اسلامي نظام ټینګ شو.