د افغانستان د موسیقۍ ملي انسټیټیوټ د موسقۍ غوره جایزه وګټله
د افغانستان د موسیقۍ ملي انسټیټیوټ او د میتالیکا په نوم د امریکا د موسیقۍ یوې ډلې د موسیقۍ یوه معتبره جایزه وګټله.
دغه جایزه هرکال د پولر میوزیک پرایز په نوم د سویډڼ له لوري ورکول کېږي.
د دغې جایزې د ورکړي پلاوي نن وویل چې افغان ټیم افغاني موسیقۍ راژوندۍ کړه او دایې وښودله چې ژوند د موسیقۍ له لاري بدلېدای شي.
دغه پلاوي همدا راز وویل چې د میتالیکا د موسیقۍ ټیم راک هغو پړاوو نو ته رسولی چې مخکي نه وو لیدل شوی.
د افغانستان د موسیقۍ ملي انسټیټیوټ او میتالیکا ته بلنه ورکړل شوې چې د ۲۰۱۸ کال لپاره دغه جایزه چې ارزښت یې د هر ټیم لپاره د ۱۲۴ زره ډالرو معادل ښودل شوی، د سویډن له شاهي کورنۍ څخه ترلاسه کړي.