یوهانېس هان: د مقدونې د نوم لانجه به ډېر ژر حل شي
![یوهانېس هان: د مقدونې د نوم لانجه به ډېر ژر حل شي](https://gdb.rferl.org/57EFB9FF-515F-422E-AFE4-74BFF241EA6D_w800_h450.png)
د اروپايي اتحادیې د پراختیا د کمېسیون مشر یوهانېس هان ډاډ څرګند کړی چې د مقدونیې د نوم له امله لانجه چې په اروپايي اتحادیه او ناټو کې یې د مقدونیې د غړیتوب مخنیوی کړی، به د روان مېلادي کال د جون میاشتې تر پایه حل شي.
یوهانېس هان پرون جمعه د اتحادیې د غړیو هېوادونو د بهرنیو چارو د وزیرانو او په اتحادیه کې غړیتوب ته د کاندیدو هېوادونو د استازو په غونډه کې د ګډون لپاره بلغاریا ته ورسېد.
بلغاریا اوسمهال د اروپايي اتحادیې نوبتي مشري کوي او د مشرتابه موده یې د جون په میاشت کې پای ته رسېږي.
یونان له ډېرې مودې راهیسې، د پخوانۍ یوګوسلاویا د غړي هېواد، مقدونیې پر نوم اعتراض لري.
د یونان په شمال کې ځیني سمیو ته هم مقدونیه ویل کېږي.
د یونان حکومت وايي، د مقدونیې په نوم د یوه هېواد په رسمیت پېژندل کېږې، د هغوی پر شمالي سیمو او فرهنګي میراثونو د ادعا اندېښنې پېدا کوي.
له ۱۹۹۱مېلادي کال راهیسې چې مقدونیې له پخوانۍ یوګوسلاویا خپلواکي ترلاسه کړې، دا هېواد د ملګرو ملتونو په سازمان کې د "پخوانی یوګوسلاو جمهوریت مقدونیه"بلل کېږي.