لویو درستیزانو په کابل کې د نشه یي موادو په ضد پرمبارزې ټینګار وکړ
![لویو درستیزانو په کابل کې د نشه یي موادو په ضد پرمبارزې ټینګار وکړ](https://gdb.rferl.org/BDC3667D-F72F-4F7B-85F2-3F58A68E7016_cx25_cy5_cw61_w800_h450.jpg)
د افغانستان دفاع وزارت وايي چې د افغانستان، پاکستان او مرکزي اسیا هېوادونو د لویو درستیزانو او نظامي استازو تر منځ په دوه ورځنۍ غونډه کې له نشه يي موادو سره د جدي مبارزې ژمنه وشوه.
د دې وزارت ویاند دولت وزیري د چهارشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې په دې غونډه کې نشه يي مواد د ترورېزم د تمویل اصلي سرچینه وبلل شوه او پر دې ټینګار وشو چې ټول هېوادونه باید په ګډه ورسره مبارزه وکړي.
تر دې وړاندې د افغانستان له نشه يي موادو سره د مبارزې وزارت ویلي وو چې په افغانستان کې تولید شوي نشه يي مواد د ګاونډیو هېوادونو له لارې، نورو هېوادونو ته قاچاق کېږي چې دې کار په افغانستان کې د کوکنارو د کښت او تولید دوام ته زمینه برابره کړې ده.