راپورونه: غزه کې د اسرائیل د پوځ په بریدونو کې ۲ فلسطینیان وژل شوي
![راپورونه: غزه کې د اسرائیل د پوځ په بریدونو کې ۲ فلسطینیان وژل شوي](https://gdb.rferl.org/344BB8B0-3421-422B-8C41-FDD8C8898B8A_w800_h450.jpg)
د راپورنو له مخې، د غزې پر تړانګه د اسرائیل د پوځ په بریدونو کې دوه فلسطینیان وژل شوي دي.
له دې یوه ورځ مخکې په پوله په یوې چاودنه کې څلور اسرائیلي سرتېري ټپیان شوي وو.
په غزه کې روغتیایي چارواکو نن یکشنبه وویل چې د دوو ۱۷ کلونو فلسطینیانو چې د رافا په ختیځ کې د اسرائیل د ټانک د ډزو په نتیجه کې وژل شوي وو، مړي یې وروړل شوي دي.
د اسرائیل پوځ وویل، ځواکونو یې د هغو فلسطینیانو په وړاندې چې په مشکوک ډول د پولې امنیتي موانعو ته را وړاندې کېدل، د خبرداري ډزې وکړې.
اسرائیل دغه راز د خپلو سرتېرو له ټپي کېدو وروسته تېره شپه په غزه کې د حماس د سخت دریځو پراهدافو هوایي بمباري وکړه.
د اسرائیل صدراعظم بنیامین نتانیاهو چې د مونش په امنیتي کنفرانس کې ګډون کړی، وویل چې له غزې سره پر پوله دغه پېښه ډېره جدي ده چې دوی به هم ورته مناسب ځواب ووایي.