سوات: سلګونو کسانو د امنیتي پوستو پرضد مظاهره وکړه
![سوات: سلګونو کسانو د امنیتي پوستو پرضد مظاهره وکړه](https://gdb.rferl.org/B605CB9B-8935-43F1-8149-20320F98CFA8_w800_h450.png)
په سوات کې په سلګونو کسانو د يوې مظاهرې پرمهال غوښتنه کړې چې پر امنيتي پوستو دې نه ځورول کېږي. د یکشنبې په سهار سلګونه کسان چې پکې د مختلفو سياسي ګوندونو مشران، غړي او مدني فعالان شامل وو په خوازخيله کې راغونډ شول او د خپلو غوښتنو په حق کې شعارونه ورکړل.