د کندز پولیسو ۷ کسان د بېلابېلو قضیو په تړاو نیولي
![د کندز پولیسو ۷ کسان د بېلابېلو قضیو په تړاو نیولي](https://gdb.rferl.org/0B6B4BE9-9ED0-471A-BD6E-EACEE52F74B0_w800_h450.jpg)
د کندز پولیس وايي چې اووه کسان یې د بېلابېلو قضیو په تړاو نیولي دي.
د کندز امنیه قوماندانۍ ویاند انعام الدین رحماني نن سې شنبه ازادي راډیو ته وویل چې دا کسان د وسلهوالو غلاوو، شوکو او د خلکو د ټپي کولو په تورونو بندیان دي.
ښاغلي رحماني زیاته کړه چې د نیول شویو کسانو دوسیې د پولیسو تر څېړنې لاندې دي او له بشپړېدو وروسته به عدلي او قضايي ادارو ته واستول شي.