له یوې مذهبي ډلې سره نښته کې ۵ ایراني سرتېرې وژل شوي
پولیس وایي، د صوفي مسلمانانو او پولیسو ترمنځ په تهران کې په تاوتریخوالي کې پنځه پولس وژل شوي او ۳۰۰ تنه نیول شوي دي.
د تهران په شمالي برخه کې پرون د ګنابادي صوفي ډلې د غړو اعتراض له پولیسو سره په تاوتریخوالي بدل شو.
د ګنابادي صوفیانو د پولیسو د یوه مأموریت په مخ کې د خپلو یو شمېر توقیف شویو ملګرو په اعتراض کې راغونډ شوي و.
په ټولنیزو رسنیو کې په تصاویرو کې چې دولتي ټلوېزیون هم خپاره کړي لیدل کېږي چې یو بس د پولیسو پر یوې ډلې ورځي.
مخکې په دې پېښه کې د درې پولیسو د وژل کېدو خبره شوې وه.
که څه هم د صوفي مسلمانانو ډله په ایران کې غیر قانوني نهده اعلان شوې، خو د بشري حقونو ډلې د ایران حکومت تورنوي چې د دې ډلې غړي ځوروي او ورسره توپیري چلند کوي.