سبا جمعه په بامیانو کې د ژمنیو سیالیو فیستوال جوړېږي
![سبا جمعه په بامیانو کې د ژمنیو سیالیو فیستوال جوړېږي](https://gdb.rferl.org/B8424FF1-306A-43B0-96B2-26A283902912_cx11_cy21_cw78_w800_h450.jpg)
سبا جمعه په بامیانو ولایت کې د ژمنیو سیالیو فیستوال جوړېږي.
د بامیانو ولایت د والي ویاند عبدالرحمان احمدي نن ازادي راډيو ته وویل چې په دغو سیالیو کې له ټول افغانستان څخه د ژمنیو سیالیو ۱۵۰ لوبغاړي ګډون کوي.
دی وايي، دا سیالۍ به دوه ورځې دوام وکړي او پکې د سکي، سنوبورډ او د یخ په سر د سکیټ لوبې تر سره کېږي.
ټاکل شوې چې دغه سیالۍ په لومړی ورځ په بندامیر او په دویمه ورځ د شهیدانو په سیمه کې تر سره شي.
دا سیالۍ د المپیک د ملي کمېټې لخوا تر سره کېږي.